تبليغاتX
سپرغه
ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی

دماشوم دښې روزنې لپاره څودپام وړټکي

 

لیکنه :محمدظریف عنایت زی

دپلاراومورلویه ځانګرتیادخپلوماشومانوپه وړاندې دهغوي د مسوولیت  جدي احساس دی چې بایدپه ځان کې یې پیداکړي ، میندې اوپلرونه غواړي چې ښه بااستعداده اوروغ بچیان ولري ددې کارلپاره دالاندې ټکي په پام کې نیول ډیراړین بريښي .

ــــ له ماشوم سره خپل چلندکنټرول کړئ .

ــــ دماشوم خبروته په ښه توګه غوږنیسئ .

ــــ دخپل ماشوم احساساتودرک کړئ .

ــــ له ماشوم سره مرسته کوئ چې ټولنیزې اړیکې څنګه ټینګې کړي .

ــــ خپل ماشوم په ناسمونومونونه مه یادوئ اوهغه ته سم اخلاق اوچلندورپه ګوته کړئ .

ــــ ماشوم ته دزده کړې اوکشفونې لپاره فرصت برابرکړئ .

ــــ هیڅکه پرهغه په زورخپله خبره اوافکارمه ورتپئ .

ــــ هڅه وکړئ چې ماشوم ته دزده کړې خوندورزده کړئ ،هغه ماشوم چې تل خپل پلاراومورپه زده کړې اومطالعې بوخت ویني بې له دې چې څوک ورته ووایي هغه هم همدادزده کړې روده خپلوي .

ــــ له ماشوم سره یوځاي ډوډۍوخورئ ځکه دډوډۍخوړلوپه وخت کې دکورنۍغړي سره خبرې کوي اوماشوم هغه کلیمې چې ورته اړتیالري زده کوي .

ــــ دماشوم له ښوونکي سره تل په تماس کې شئ ځکه په دې کارسره دخپل ماشوم دلیک لوست نیمګرتیاوې په ښه توګه پوره کولاي شئ .

ــــ  دماشوم لپاره دښوونځي دکورنۍدندې دترسره کولواولوبولپاره مناسب مهال ویش په نظرکې ونیسئ .

ــــ کله چې ماشوم په کوم مضمون کې کمې نمرې اخلي خپل زغم له لاسه مه ورکوئ له هغه سره په نوموړې برخه کې مرسته وکړئ .

ــــ خپل ماشوم هیڅکله مه مایوسه کوئ ځکه هغه ښه پوهیږي هرڅه چې غواړي هغه ټول نشي لرلی یوازې کله کله غواړي چې تاسو امتحان کړي .

ــــ ماشوم ته په تونده لهجه خبره مه کوئ ځکه داکارهغه ته داورښیي چې یوازې قدرت مهم دی ،که هغه په ښه توګه رهنمايي کړئ ښه غبرګون ښيي .

ــــ ماشوم ته هسې بې ځايه وعده مه ورکوئ ځکه ښايي چې که هغه پوره نشئ کړاي پرځان به دهغه باورله منځه یوسئ .

ــــ کله چې درته وايي چې پرې ګران نه یاست مه په غوسه کیږئ داد هغه دزړه خبره نه ده دایوازې له هغه سره ستاسودناسم چلندطبعي غبرګون دی .

ــــ داسې کارمه کوئ چې ماشوم ځان ډیربې ارزښته انسان احساس کړي په دې صورت کې به دهغې دجبرانولولپاره دخپل عمرپه پرتله لوړعمرلرونکي په توګه عمل وکړم .

ــــ دداسې کارونوکولوته یې مه اړباسئ چې دهغه په توان کې نه وي داکارپه هغه کې دتل لپاره دناتوانۍاحساس پیداکوي .

ــــ دخپل ماشوم ناوړه عادتونه بیابیامه وریادوئ ځکه داکارنه یوازې ددغه رازعادتونودمخنیوي سبب نه کیږي بلکه هغه دوامداره کوي .

ــــ دنوروهمزولوپه وړاندې خپل ماشوم مه رټئ که له هغه سره په یوازې توګه خبرې وکړئ اوناسم کارونه یې ورپه ګوته کړئ ډیر اغیزمن ثابتیږي .

ــــ کله چې ستاسوماشوم په سمه توګه دښه اوبدتوپيرکولاي شي هغه ته بې ځایه نصیحت مه کوئ ځکه داکارداړتیاپه وخت بیاخپل اغیزله لاسه ورکوي .

ــــ له خپل ماشوم سره داسې چلندمه کوئ چې خپله وړه غلطي لویه ګناه وبولي ځکه ډیرځله دګناه له ویرې له نویوتجربوډه ډه کوي .

ــــ کله چې ماشوم کومه کوچنۍغلطي وکړي هغه په ناسموخبرومه رټۍ اومه ورته وایاست چې ته ډیربدهلک یانجلۍیې ځکه په دې توګه به ښايي چې فکروکړي په ریښتیابددی اوبیابه نورناوړه کارونه هم کوي .

ــــ ماشوم تل هڅه کوي هرڅه وآزمویي اوهرومروله هغې یوڅه زده کوي نوپه دې کارکې ورسره مرسته وکړئ .

ــــ دماشوم پوښتنوته په سړه سینه ځواب ووایئ اوله پوښتنې کولو یې مه منعه کوئ .

ــــ هیڅکله دافکرمه کوئ که له خپل ماشومه په یولړمواردوکې بخښنه وغواړئ داستاسودشان مخالف کاردی بلکه داعمل ستاسو په وړاندې دهغه دلازیات صمیمیت اونژدې والي سبب کیږي .

ــــ داهیڅکله مه هیروئ چې ماشوم له هڅولواوتشویق پرته نشي بریالی کیداي .

ــــ له ماشوم سره داسې چلندوکړئ چې له خپلوملګروسره یې کوئ په هغه صورت کې به موماشوم هم له تاسوسره دخپل ملګري په توګه عمل کوي .

+ نوشته شده در  جمعه 1386/12/17ساعت 7:42 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

  بنسټیزه ښوونه اوروزنه

لیکنه : محمدظریف عنایت زی 

ښوونه اوروزنه دهرې ټولنې اساس اوبنسټ جوړوي .په کوم هیواداوټولنه کې چې ښوونې اوروزنې ته جدي پاملرنه اوپه دې لاره کې ترنوروبرخوزیاتې حکومتي اووګړنیزې هڅې کیږي په یوډول یې دهغه هیواداوټولنې ښه راتلونکی تضمین کړی دی چې داتضمین نه یوازې په علمي ډګربلکه په سیاسي ،ټولنیزو،سیاسي ،اقتصادي ،دفاعي ،اوورځنیوچاروکې ترسترګوکیږي .

په بله ویناپه کوم هیوادکې چې له لومړي ټولګي څخه دماشومانوزده کړې اوروزنې ته ژوره پاملرنه کیږي اوماشومان له هماغه پیله لیک لوست ته په ښه ډول هڅولوترڅنګ په ټولنیزونزاکتونو،اړیکواوورځنیوچاروپوهول کیږي اوپه یوډول یې پرځان ویسااوباورزیاتوي داپه خپله له کورنۍنیولې ترکلي ،ولسوالۍ،ولایت ،اوبالاخره دهیوادپه کچه  دراتلونکي نسل له ښه راتلونکي ځان ډاډمنول دي .

په  هغه ټولنه کې چې دماشومانو ښوونې اوروزنې ته کلکه پاملرنه کیږي اوله حکومته نیولې بیادټولنې ترهروګړي پورې دماشومانوپه وړاندې په واقعي توګه دمسوولیت احساس وکړي ،په ډاډسره ویلاي شوچې نه یوازې به په راتلونکي کې دغه نوی نسل ددوي دویاړسبب وي بلکه هیوادبه دپرمختګ اوسوکالۍپه لوراداره کړي .دغه مسوولیت له میندواوپلرونونیولې ترښوونکي اودټولنې هروګړي ته متوجه دی، خوکه په دې لاره کې جدي پاملرنه ونشي داسې نه جبرانیدونکې پایلې به ولري چې په هیڅ بیه به یې جبرانول ممکن نه وي ځکه لښته چې پنډه شي بیایې سمول ناشوني شي ،نوکه ماشوم ته هم له هماغه لومړي ټولګي ښه پام وشي په راتلونکي کې به ګټورې پایلې ولري .

په دې لاره کې له کورنۍوروسته دښوونځي په لومړیوکلونوکې دښوونکورول ډیردپام وړدی .که زموږښوونکي له ژورې پوهې ،اخلاص ،اوښې ښوونیزې رودې کارواخلي اوله خپلوشاګردانوسره دخپلوبچیانوپه شان چارچلندوکړي ،له اغیزمنولارواوځانګړې وړتیاسره هغوي لیک لوست ته وهڅوي اودلیک لوست ترڅنګ دهغوي دروزنې په لارکې دزړه له اخلاصه زیاروګالي په دې کارسره به له یوې خواخپل خدایي مسوولیت اداکړي اوله بله پلوه به دټولنې دوګړوپه وړاندې دقدراوعزت خاوندان وي اودهیوادراتلونکی به تضمین کړي .

په دې باب دیوې ریښتینې بیلګې یادول اړین بولم .زموږدګران هیوادپه یوه ګاونډي هیوادکې د ښوونځي د لومړي ټولګي د نهه میاشتیني ښوونیزکال په پای کې زده کوونکي نه یوازې هرڅه لیکلی شي بلکه دهغې ترڅنګ دومره په ښوټولنیزواخلاقوسنبال اواخلاقي اوټولنیزمسوولیت احساس دومره پکې پیاوړی وی چې حیرانونکي وي .دیوه لومړي ټولګي په وروستۍ ورځ زه دغه ټولګي ته ورغلم اوپه خپلوسترګومې ولیدل چې دښوونځي په پاي ته رسیدودزده کوونکوپه څیروکې خواشیني له ورایه ښکاریده اوځینوبه حتی دغه خفګان اوخواشیني په زغرده بیانوله اوویل به یې د ښوونځی په رخصتیدوډیرخفه یوځکه ښوونکي به مویادیږي ،دمخه ښې په وخت دښوونکي سترګې له اوښکوډکې وې ځکه له خپلوشاګردانوسره چې خپل بچیان یې بلل بیلتون ورته ډیرګران و.

ترخداي پامانۍ مخکې ښوونکي شاګردانوته په خطاب کې وویل څوکرښې تاسوته وایم اوتاسویې زمادیادګارپه توګه درسره ولیکئ ،شاګردانوهم خپل قلمونه اوکتابچې راوایستې اوپه خپلوکوچنیوګوتویې دغه لاندې جملې دښوونکي له خولې ولیکلې چې زه دهغې کټ مټ ژباړه رااخلم :

 نن غواړم چې دخداي پامانۍاملادرته ووایم خوډیره راته ګرانه ده .موږیوکال په دې ټولګي کې له بې سوادۍسره مبارزه وکړه اوبالاخره نن وینوچې ددې لوي دښمن په وړاندې بریالي شوو.په لومړۍورځ چې تاسو ښوونځي ته راغلئ په خپل بڼ کې دګلانودګیډۍپه شان وئ ،هره ورځ به ستاسودمړاویتوب په اړه اندیښمن وم اوستاسوپه تاندوالي به خوښ وم ،که به ناروغ وم آرام مې نه شواي کولاي ځکه زماګلبڼ اوبوته اړتیالرله اوله ځان سره به مې ویل چې خداي مه کړه ګلان مې مړاوي نه شي .

زړه ته رانژدې ماشومانو: اوس موچې یوښوونیزکال له یوبل سره بشپړکړستاسوهره خبره اوموسکاماته  دلازیاتو هڅو لپاره هیله راپه برخه کوله .کلونه وروسته چې کله زلمیان شوئ هغه وخت به بیافکرکوئ چې یووخت کوچني اوښکلي نیالګي وئ اوداچې زه ددې تنکیونیالګیوبڼوال وم ویاړم اوافتخارکوم .

ښکلوپرښتوښایي چې هغه وخت زه ستاسوپه یادهم نه وم ،خوستاسویادونه به تل زماپه ذهن کې وي اوزه به ستاسوله خوږوخاطروسره ژوندکوم .

اوس چې دښوونیزکال وروستیوشیبوته نږدې شوي یومجبوریم چې له تاسونازولوبچیانوسره خداي پاماني وکړم اوتاسوپه لوي څښتن تعالی وسپارم .هیله من یم تل لوي خداي په یادولرئ ،ترڅوښکلی اوله نیکمرغۍډک ژوندموپه برخه وي .بریالي اوسرلوړي اوسئ ستاسودلومړي ټولګي ښوونکی .

پورتنیودزړه له تله راټوکیدلوڅوکرښوته که ښه ځیرشونودې نتیجې ته رسیږوچې اخلاصمن اوزړه سوانده ښوونکي په ریښتیاهم دپلاراومورپه شان له خپلوشاګردانوسره مینه کوي ،نوانسان بایددخپل ښوونکي احسان اوپیرزوینې هیڅکله له یاده ونه باسي .

زموږپه ګران هیوادافغانستان کې دتنکیوګلانواوراتلونکوشخصیتونودښې ښوونې اوروزنې په موخه دګټورواورغنده ګامونواوهڅوپه هیله .   

+ نوشته شده در  جمعه 1386/04/01ساعت 11:20 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

 

  دماشوم دذ‌هني ودې لپاره څوسپارښتنې

محمدظریف عنایت زی

دامیندوارۍ له وخته بیادماشوم ددوه کلنۍترپایه پورې ځینې ساده اوآسانه لارې چارې دمناسبې جسمي ودې ترڅنګ دماشومانودذهني پیاوړتیا سبب هم کیږي .دڅیړونکوپه نظرله دې امله چې دماشومانودجسمي اوذهني ودې پیاوړتیادامیندوارۍ له وخته بیا تر دوه درې کلنۍ پورې جوړښت مومي دغه لاندې څوسپارښتنې که چیرې په غږمله توګه ترسره شي دماشوم له هراړخیزې ودې سره مرسته کوي .

۱ـــ دامیندوارۍپه وخت کې

ـــ ځینې خواړه لکه غوښه ،هګۍاوغله دانه داسې ارزښتمن موادلري چې په دې پړاوکې ماشوم ورته اړتیالري .

ـــ په دې وخت کې له هغوویټامینونواستفاده وکړئ چې ډاکتریې درته سپارښتنه کوي .

ـــ له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ اوغږپرې وکړئ .

ـــ دقهوې اوډاکترله مشورې پرته درملوله خوړلوډه ډه وکړئ .

۲ـــ له زیږون وروسته په لومړیوشپږومیاشتوکې

ـــ ماشوم ته دمورشیدې ورکړئ .

ـــ میندې بایدله اوسپنه لرونکوموادولکه غوښې ،هکۍ،سبزیانو،کبانو اوتازه میووڅخه استفاده وکړي .

ـــ ماشوم وخت ناوخت ماساژ کړئ ځکه څیړنوښودلې ده چې دماشومانوورځنی ماساژدهغوي له مغزي ودې سره ډیره مرسته کوي .

۳ـــ له شپږومیاشتوبیاتریوکلنۍپورې

ـــ له ماشوم سره نیغ په نیغه اودهغه سترګوته په کتوسره خبرې کوئ .

ـــ دکلموماناپه اشارې سره ووښیئ ،دبیلګې په توګه کله چې دیوه شي نوم اخلئ هغه ته اشاره وکړئ یاماشوم هغه شي ته مخامخ کړئ .

ـــ په خاصوسوغاتونوسره موماشومان تشویق کړئ .

ـــ ماشومانوته دحرکت کولواجازه ورکړئ،اوپریږدئ چې هغوي تل خپله ځیرتیاوکاروي .

ـــ ماشوم ته دشیانوورپیژندل اودهرشي ترمنځ توپیرکول په بیابیاپوښتنې اوسموځوابونووروښیئ .

ـــ ماشوم جبري ښودنه نه خوښوي له هغې ډه ډه وکړئ .

ـــ کله چې پوه شوئ ماشوم مودستړیااحساس وکړښوونه مه ورته کوئ .

۴ـــ له یوه تردوه کلنۍپورې

ـــ ماشوم ته اوسپنه لرونکي خواړه ورکوئ

ـــ ماشوم ته موکتاب ووایئ اودهغه په وړاندې مطالعه کوئ .

ـــ هغه ته ښوونیزدلوبوسامانونه واخلئ .

ـــ له ماشوم سره په خپله لوبې وکړئ ،ډله ایزولوبوته دهغه په هڅولوسره دماشوم ټولنیزه پوهه زیاته کړئ .

ـــ هڅه وکړئ چې ماشوم موښه خوب وکړي هغه په یوه شپه اوورځ کې لس ساعته خوب ته اړتیالري .

ـــ کله چې له ماشوم سره خبرې کوئ دراډیواوټلویزیون په شان اضافي غږونه بند کړئ اورڼا هم په منځنۍتوګه برابره کړئ.

ـــ دماشوم بیابیاغوښتنې دامکان ترپولې پوره کړئ ،له پوښتنویې مه منعه کوئ ځکه داکاردهغوي دذهني پیاوړتیاسبب کیږي ،حتی که له تاسووغواړي چې یوکتاب څوڅوځله ورته ولولئ ورته وې وایئ .

ـــ کله چې ماشوم څه شي ته اشاره کوي اویایې دنوم پوښتنه کوي هغه ته بشپړمعلومات ورکړئ .

ـــ دماشوم په روزنه کې له مینې اومحبت سره یوځاي نظم هم ورزده کړئ .

ـــ هیڅکله موماشوم ته مه وایاست (ته په څه نه پوهیږې)ځکه که ماشوم په هغې باوروکړي بیانوستاسوخبرې هم پرې اغیزنه کوي .  

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 4:2 PM  توسط محمدظریف عنایت زی |