تبليغاتX
سپرغه
ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی

دبدوپور

 

لنډه کیسه : محمدظریف عنایت زی

غوټۍدکلاپه انګرکې ترونې لاندې یوازې ناسته وه له ښکلوسترګویې په لپولپواوښکې روانې وې دهغې سپین مخ ،دهیلۍپه شان هسکې سپینې غاړې،تورواوږدو ویښتانو غټو خړوسترګودکلي ډیرځوانان لیوانیان کړي و،غوټۍاوس په پټه خوله په خپل تقدیرژړل هغې چې دګډژوندانه لپاره له داسې ځوان سره دواده کولوهیله په زړه کې پخه کړې وه چې ښکلی اودکمالونوخاوندوي هغې ته نیکمرغي ورپه برخه کړي ځکه دپلارپه کورخویې هیڅ ښادي نه وه لیدلې ،اوس تقدیربل ډول لوبه ورسره کړې وه ،هغې هیڅکله فکرنه وکړی چې تقدیربه یې ټولې هیلې په سین لاهوکړي ،په همدې وخت کې دهغې ورورمیری په تریو تندي دکورپه دروازه راننوت ،کله یې چې په غوټۍسترګې ولګیدې واردواره یې ورمنډه کړه اوورته وې ویل تابیاژړاپیل کړې او له همدې سره یې دوه درې سوکه  ووهله اوپه لوړ قهرجن آوازیې ورته وویل بیادې ژړاونه وینم خوراولوراول اوآخردپردي کوروي .

غوټۍپه ژړغوني غږورته وویل که مې پلارژوندی وی ولاکه یې داسې اورته اچولې وی ته ظالم یې ته مې ورورنه دښمن مې یې ستاله لاسه مې ژوندتباه شو،هیلې مې له خاوروسره خاورې شوې .

میري بیا ورغبرګه کړه ډیره مه غږیږه خوله دې بنده کړه سپین سترګې پاڅیږه ډوډوۍتیاره کړه وږی یم اوپه همدې خبرې کوټې ته ننوت .

میری همداپرون دکوزاوبرکلیودسپین ږیروپه منځګریتوب بیرته کلي ته راستون شوی و، هغه درې میاشتې وړاندې دبرکلي له نیکي سره  دچرسوپه معامله خبره اړولې وه اودواړو په یوبل چاقیان راایستلي وچې دې وخت کې دمیري چاقودنیکي پرخیټه وربرابرشوی و او روغتون ته له تررسولووړندې نیکي ساورکړې وه، له هماغه ورځې میري له کلي پښې سپکې کړې وې اوځان یې تری تم کړخوکله کله به دغله په شان دشپې کورته راغی اوله مورڅخه به یې دچرسو پیسې واخیستې بیابه یې ځان غیب کړ.

میری دنوې ځوانۍپړاوته رسیدلی وچې پلاریې له دې دنیاسترګې پټې کړې ترهغه وخته یې دپلارترڅارنې اوپالنې لاندې لیک لوست ته ډیرپام کاوه اوپه ښوونځي کې به تل په لومړۍدرجه بریالۍکیده خو کله یې چې پلارمړشومیری کرارکرارله لیک لوست اوښو کارونولیرې کیده دمورخبرې نه پرې لګیده په بدوسرشو،دکوزاوبرکلیوله چرسیانو او بنګیانوسره یې ملګرتیاپیل کړه ښوونځی ترې پاتې اوسم بې لارې شو،ټوله ورځ به یې له ناوړه کسانوسره ناسته پاسته لرله دخپلې یوازینی خورچې دپلاردمړیني په وخت کې ایله دپینځو کلونو وه اودخوارکۍموردخوراک اوڅښاک په فکرکې خواصلا نه و ،له کوم وخته یې چې پلارمړشوی وموریې دې ته اړ شوه چې د ولسوالۍپه روغتون کې دخدمتګارې په توګه کاروکړي اوپه هماغه پیسوبه یې دژوندانه اړتیاوې پوره کولې اودزوي دچرسو او بنګو پیسې لاپرې سرباری وې  ،اوس یې نوزوي ته نصیحت نه کاوه ځکه پوهیده چې دهغه فکراوس ټول دبې لاروپه ګروت کې دی اوخبره به داسې وه ورته لکه بوت ته چې غږیږې یوازې داځواب به یې ورغبرګاوه چې زماپه کاردې دچاکارنشته ،هغه متل دی له چاسره چې اوسې په خوي به دې هغوشې ،هغه به له سهاره ترنیموشپوله چرسیانواوبې لارو کسانو سره ګرځیده هغه اوس پینځه ویشت کلن ځوان شوی وپه شپوپه ورځوبه کورته نه راته مور به یې تل دهغه دمرګ سوالونه کول او ویل به یې خدایه په دې یوازیني زوي مې بوره کړې چې دپلاردرنه دروازه یې سپکه کړه دکلي په ښځوکې مخ نلرم ټول زمادزوي دناوړه کارونو په باب خبرې کوي په تیره بیاله هغې راهسې چې دبرکلي نیکی یې وژلی دخپل پلاردرنه شمله یې په ځمکه وغورځوله .

 دنیکي پلارګلواکاهم همدایوزوي درلوده هغه  به تل له میري سره ګرځیده اوښه خواږه ملګري بلل کیدل خودناسموخلکودوستي او دښمني هم لړزانه وي اوهرشیبه دنژدې ملګرو ترمنځ دسختې دښمنۍ امکان وي .ګلواکااوس هغه یوازینی زوي له لاسه ورکړی و اوس به یې هره شیبه له ځان سره ویل یره لکه چې میراث شوم په همدې خاطریې دغچ اخیستواورپه زړه کې په لنبې وهلې .

دمیري موراودکلي سپین ږیري څوځله دنیکي پلارګلواکاته ورغلي وخوجرګه یې نه منله ،یوازې دغچ خبره یې کوله .

لنډه داچې دکلي سپین ږیري دوروستي ځل لپاره دګلواکاکورته په ننواتې ورغلل اوورته وې ویل :ګلواکاله غچ اخیستوتیرشه وینه په وینه نه پاکیږي داسې یوه فیصله به وکړوچې دواړه لوري به له نورو بدیوخلاص کړوکه دې خوښه وي یولک روپۍاویوپسه به درته راولي نورنودابدي پاي ته ورسوه درنه تیږه پرې کیږده .

دکلي سپین ږیري د ګلواکادځواب په تمه ټولوپه هغه کې سترګې خښې کړې وې ،ګلو اکا لومړۍسروخوځاوه سترګۍ(عینکې)یې له سترګولیرې اوله جیبه یې په سرو وریښمو جوړ سپین ګونځې دستمال راوایسته اوپه داسې حال کې چې خپلې سترګۍیې پرې پاکولې ورغبرګه یې کړه :نه په پیسو او یوه پسه دابدي نه ختمیږي ،هغه زمادبدوپوروړی دی ، زه نه غواړم چې ملک اومال مې میراث شي که غواړی چې دنوروبدیومخه ونیسۍ او دواړه لوري په نورودښمنیووانه وړي زما وروستۍپریکړه داده چې میری بایدخپله خورغوټۍ ما ته په بدوکې راکړي هله به زه دابدي پاي ته رسوم که نه نومیری چې د دنیابل سرته هم ولاړ شي زه به یې وژنم دازما وروستۍ خبره ده .

په هغه ورځ خوجرګه په پټه خوله دګلواکاله کوره رخصت شوه خو سبا یې بیاګلواکاته څو کسان ورولیږل اودهغه خبره یې ورسره ومنله اودمیري خوردوولس کلنه غوټۍیې شپیته

کلن ګلواکاته په بدوکې ورکړه .

د۱۳۸۶هجري لمریزکال دکب دمیاشتې ۲۴مه دماسخوتن ۹ بجې دتهران کور

+ نوشته شده در  یکشنبه 1387/01/04ساعت 2:4 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

پردیسه مینه

 

لنډه کیسه  : محمدظریف عنایت زی

نن مې له ډیرې مودې وروسته کلک هوډکړی وچې هرومروبه خپله دزړه خبره ورته کوم ،هغه نن له څوکلونووروسته له موږکره راتله، زه له خوښۍپه جاموکې نه ځاییدم ځکه چې خپله ورکه مینه مې بیاموندلې وه له ځان سره مې ویل اوس به ډیره لویه شوې وي ،اوهوچې زه یې هیرکړی نه وم ؟که یې له بل چاسره ګوتې خوږې کړې وي زه به بیاڅه کوم ،که مې یې مینه هیره کړې وي ،که ...که ...

خوبیابه مې په خپله زړه ښه کړاوویل به مې، نه هغه بې وفانه ده ،هغه  زماژونددی ،زما مینه ده داسې به هیڅ کله ونه شي ،په همدې وخت کې مې دکوچنۍ خورغږزمادسوچونولړۍراغوڅه کړه چې ویل یې هغه ده راغله، ما ناڅاپه ترې پوښتنه وکړه څوک راغله ؟

ــــ  ترورمې ،هاغه ده

ــــ کومه ترور؟

ــــ ولې ،زموږدپخواني ګاونډي دسپوږمۍدوي مور

ــــ  بل څوک دي ورسره؟

ــــ  سپوږمۍهم ورسره ده ،اودهغوي مخې ته یې ورمنډه کړه .

تردې ګړۍخومې دهغې دلیدولپاره شیبې شمیرلې خوکله چې ریښتیا وخت راغی اوپه هغې مې سترګې ولګیدې زړه مې په درزاشوتردې حده چې دخپل زړه آوازمې په خپله اوریده ، زماسپوږمۍاوس له پخوا څوچنده ښکلې شوې وه دهغې ښکلو غټوغټوسترګو، نریو سرو شونډو،سپینې هسکې غاړې توروویښتانولوړې ونې ،تکې سپینې لکه دپینځلسم سپوږمۍ،سپوږمۍداسې بې سده کړم چې که رایښتیا راباندې وایئ دهغې ښکلاپسې واخیستم، ستړي مشي رانه پاتې شول هک پک شوم له ځان سره مې وویل داسې نه چې دابل څوک وي تیروتلی به یې  ؟ ځکه هغه وخت خودومره هم ښکلې هم نه وه ! کله یې چې راسره خبرې پیل کړې له ځان سره مې وویل نه داهماغه زمامینه ده ، زماخپله سپوږمۍده .

سره وغږیدوپخوانۍکیسې موسره وکړې دماشومتوب یادوه موتازه کړل،هغه وختونه چې دواړه یوځاي ښوونځي ته تلو،یوځاي به مولوبې سره کولې، کله کله خوبه زمااودهغې میندې راپسې سرګردانه وې شاوخوابه یې په موږپسې نارې وهلې خوموږبه په یوځاي کې ناست واودماشومتوب مینه ناکې لوبې به موکولې .

اوس دسپوږمۍدوي کډه له شپږوکلونووروسته یوځل بیاله پردي وطنه راغلې وه مایوځل بیاخپله مینه موندلې وه، هغه وخت چې دواړه دنوې ځوانۍپه پړاوکې څوځله مې وغوښتل چې له هغې سره دخپلې مینې رازشریک کړم خوزړه مې ونه شوکړاي دخداي کارونه وزموږپه سیمه کې دجنګ جګړوله په ناڅاپي پیلیدوسره دسپوږمۍکورنۍله هیواده کډه وکړه .

له هغې وروسته غمونواودهغې دبیلتانه تورې تیارې زماپرزړه خپل پیڅول وغوړاوه ، هرڅه راته  تورتم ښکاریدل ،دژوندخوښۍراته پیکه شوې ،له هیچاسره مې دزړه خواله نه غوښتل ،ډیروخت به مې دهغې له یادونوسره په یوازیتوب کې تیراوه ،له ژونده مې زړه تور شوی و،نورمې دمینې اومحبت دنیاګۍلولپه شوې وه،ځکه زه سپوږمۍیوازې پرې ایښی وم مادسخت یوازیتوب احساس کاوه .
شپږکاله مې هره شیبه دهغې دراتلولارې څارلې کله خوبه سخت دهغې له بیالیدونهیلی شوم خوبیابه مې ویل نه ناامیدي ګناه ده دنیاپه امید خوړل شوې ،یوه ورځ به هرومروبیاراشي اوزه به داځل په لومړي لیدو خپل دمینې اومحبت رازونه ورسره شریکوم  .

هغه اوس پوره پیغله وه نه پوهیږم دپردیسۍژونددهغې ښکلاڅوچنده کړې وه اوکه به زماسترګوراته دوکه راکوله ،دومره راته  ښکلې ښکاریده چې دهغې له بیالیدوراهیسې هرڅه راته ښکلي ښکلي ښکاریدل په هرڅه کې دمینې اومحبت احساس راپه برخه کیده ،نن د هغې په لیدوهرڅه راته بدل شوي و،ته وانوی ژوندمې پیداکړ،اوس مې له ځان سره هوډوکړچې نورنوهرومروخپله دزړه خبره ورته وکړم .

دواړه یوازې په کوټه کې سره ناست وپخواني یادونه موتازه کول ،یو ناڅاپه دڅوشیبولپاره دواړه پټه خوله شوو،په مینه مینه مویوبل ته کتل تابه ویل چې په سترګوکې مویوبل ته دزړه مینه بیانوله ،په سوچونوکې ډوب شوي و،په دې وخت کې مې له ځان سره وویل  همدایې وخت دی بایدورته ووایم اوخبره مې داسې پیل کړه ، سپوږمۍنن غواړم چې خپله دزړه خبره درته روښانه کړم داسې خبره چې له  څوکلونومې په زړه کې درته ساتلې وه .هغې په ځواب کې راته  وویل زه هم غواړم چې نن یوه پټه خبره درته وکړم .

ــــ ښه ده چې تاداخبره رابرسیره کړه ځکه ماخوزمااوستا دمینې خبره نه شواي پیلولی نه پوهیدم چې له کومه یې درته پیل کړم ،

خوناڅاپه د سپوږمۍله ښکلوبادامي سترګواوښکې روانې شوې ،په داسې حال کې چې په پلویې اوښکې پاکولې وې ویل :

ــــ کاشکي زمااوستامینه په وصال بدله شوې واي

ـــــ داڅه وایې ،په ماخودې اوربل کړژرووایه څه پيښه شوې ؟

بیایې په ژړغوني آوازوویل :

ــــ زه مې پلاریوازې په دې خاطریوه څلویښت کلن سړي ته ورکړې یم  چې په خارج کې اوسیږي  .

م .ظریف

 د۱۳۸۶کال دتلې دمیاشتې ۲۶ مه  دماسخوتن نهه بجې دتهران کور

+ نوشته شده در  جمعه 1386/07/27ساعت 2:26 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

ډیموکراسي

لنډه کيسه :محمدظریف عنایت زی تهران

په کوټه کې یوازې دټلویزیون تته رڼا وه ،دکوټې په بر کونج کې میرواکاپه داسې حال کې چې نصواریې  خولې ته اچولې ودوې سترګې په تلویزیون  ښخې کړې وې ،لس واړه لوڼې اوزامن یې دهغه یوې او بلې خواته ناست و.کله چې زه کوټې ته ورننوتلم بې له دې چې له ټلویزیونه سترګې بل لوري ته کړي لاس یې راکړاوترڅنګ یې کښینولم عینکې یې له سترګولیرې کړې له جیبه یې په سروشنووریښموجوړشوی ګونځې دسمال راوایست سترګۍیې پرې پاکې کړې بیرته یې په سترګوکړې او ماته یې مخ راواړاوه له نصواروپه ډکې خولې یې وویل چنګې شي ډي [څنګه سي ډي ] مې راوی دامې نن په څه سختۍ دولسوالۍپه بازارکې پیداکړ،بیرته فلم ته ځیرشو.

زمادمیرواکاهغه زړه راډیوراپه یادشوه چې غوږته به یې نیولې وه اودبې بې سي خبرونه به یې اوریدل چې ډیرځله به په ټپه ودریده اوبیابه یې سوکونه ورکړل او لږوبه وګړیده خوداڅوکاله کیږي چې زموږپه کلي کې هم ډیروخلکوتلویزیونونه ویډیوګانې اوحتی سپوږمکۍرانیونکې دستګاوې اخیستې دي ،میرواکاهم په دې خاطر چې له نوروسره یې سیالي کړې وي ټلویزیون اوویډیویې واخیستل .

میرواکالس لوڼې اوزامن لرل مشرزوي یې اوس ایله دلسو،یوولسوکالووهغه لوڼې خوپریږده چې زامن یې هم ښوونځي ته نه پریښودل ځکه ویل به یې ډیروخلکوچې په کلونوکلونویې په لیک لوست کې تیر کړي اوس هاغه دي بېکاره کرځي موږچې ښوونځی ونه وې چاله کلي وایستواوله لوږې مړه شووچې اولادونه به مې وباسي یابه له لوږې مړه شي.

میرواکابه تل په پورې راورې کلیوکې مزدوري کوله اوخپلوالادونوته به یې یوه نمړۍډوډۍبرابروله .خوډیرځله به په ژمي کې دیخنۍله کبله کارونه نه ونومیرواکابه له داسې تنګسې سره مخامخ شوچې په شپوپه ورځوبه یې په کورکې کټونه باریده .ښه مې په یاددي پنځه کاله وړاندې یوژمۍله یوې میاشتې زیاته موده یې اوړه نه لرل کلیوال پرې خبرشول اوپه جومات کې یې پیسې ورته ټولې کړې څواوړه پرې واخلي .میرواکابه یولمونځ بې جماعته نه کاوه ډیروخت به یې په جومات کې تیراوه .

خواوس دوه درې کاله کیږي چې زوي یې کال دوولس میاشتې مزدوري کوي اوداوړواوغوړیوپیسې ګټي نومیرواکاکراریوه پښه په بله اړولې ده اوڅومیاشتې وړاندې یې له همدې پیسویوڅه وسپمولې ، ټلویزیون اوویډیویې پرې واخیستل اوداسې یې بې سده کړچې اوس  په ورځوورځوپه جومات کې خوڅه کوې په کلي کې هم نه لیدل کیږي .له ځان سره مې وویل چې زموږسپین ږیري چې داسې وغړیږي نوله ځوانانوڅه ګیله ،په همدې سوچونوکې وم چې دمیرواکا غږزمادسوچ لړۍغوڅه کړه اووې ویل: فلم دې خوښ شواوکه نه ،ماورته هوکړل بیامې ورغبرګه کړه زه نونوردرنه ځم ډیرې ورځې مې نه وې لیدلی ماوې چې  پوښتنه دې وکړم چې خداي مه کړه ناروغ نه وې

ــــ  نه زه شکردی جوړاوروغ یم ،کښینه چیرې ځې فلم چې خلاص شوبیابه لاړشې

ــــ اکا،ټلویزیون ته ډیرکتل هم سترګوته زیان رسوي، ستاسترګې خوهسې هم کمزورې دي اوبله داچې ته له ما ښه پوهیږې چې نامحرموښځوته کتل ګناه ده اوبیادااوسني فلمونه خوډیربربنډدي

ــــ دنیاپه اومیندخوړل کېږي زه غواړم چې خوښ ژوندوکړم اوبله داچې که دټلویزیون په کتومې ړوند شم ړوندنه یم عجیې خبرې کوې

ــــ ګوره اکاموږاوتاسومسلمانان یولږ خوبایده دي چې دآخرت په فکرکې هم شو.میرواکاپه غوسه راته وویل :

تاڅه له ځانه راته ملاجوړکړی

ــــ ګوره اکاکلیوال ټول خبرې درپسې کوي زمانه لوریږي  ټول وایي هغه میرواکاچې یولمونځ به یې بې جمعې نه کاوه اوس ګوره چې جومات ته وګوري هم نه

میرواکاتندی  نورهم راته تریوکړاوپه قهرجنه بڼه یې راته وویل :ځه ځه اوس هغه پخواني وختونه نه دي اوس ډیمکراسي ده ډیمکراسي پوهیږې که نه؟

زه پوه شوم چې زماخبرې پرمیرواکاهیڅ اغیزنه کوي له ځان سره مې وویل چې په ریښتیاهم هرڅه حتی انسانان هم بدل شوي !اوله کوټې څخه راووتم .

د۱۳۸۵کال دسلواغې شپاړسمه نیټه دشپې یولس بجې تهران

+ نوشته شده در  سه شنبه 1386/05/16ساعت 1:11 PM  توسط محمدظریف عنایت زی |