تبليغاتX
سپرغه
ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی

خبریالي ،ستونزې اوله هغې سره مقابله

 

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

خبریالي یوه ستونزمنه اوپه عین حال کې سپیڅلې دنده ده ،که یو خبریال په بې پلوۍ ، پوره اخلاص اوصداقت سره واقعیتونه خپاره کړي خپله اسلامي اوانساني دنده یې په ښه توګه ترسره کړې ده .

په نړۍکې هرکال په بیلابیلوپیښوکې په لسګونوخبریالان خپل ژوندله لاسه ورکوي ، ځکه خبریال مجبوردی چې دواقعیتونو د ترلاسه کولواومنعکسولولپاره دپیښو ځایونواوحتی دجګړې ډګرونوته ځان ورسوي ،که څه هم ښه پوهیږي چې داکارله خطره ډک دی خوددې لپاره چې خپل مسوولیت اودنده یې په ښه اوواقعي توګه اجراکړې وي نوهرې خطرناکې سیمې ته دورتلولپاره زړه ښه کوي .

خوموږوینوچې دخبریالانودمړینې مسلې ته دحکومتونوپه تیره بیا دنړیوالوموسسو چارواکي چندانې اهمیت نه ورکوي ، ډیرځله لیدل شوي چې کله یوخبریال ددې سپیڅلې دندې په وخت په قصدي اویا هم خطایي توګه دښکیلولوریولخواوژل کیږي حکومتي چارواکي ، دډلومشران اونړیوال مسوولین یوازې په یوه یادونه بسنه کوي او هیڅکله نه دي لیدل شوي چې په دې اړه واقعي پلټنې اوتحقیق وکړي ،نودانتیجه اخیستلاي شوچې خبریالان یوازې دي .

په دې باب خبریالانوته سپارښتنه کیږي چې ترهرڅه دمخه دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي ځکه داسلام دسپیڅلي دین له نظره هم دځان ساتل یوه ضروري چاره ده اوباید په لوي لاس دمرګ کومي ته ځان ونه سپاري .

یوخبریال چې کله دراپوردبرابرولولپاره کومې خطرناکې سیمې ته ورځي بایده دي چې ترهرڅه وړاندې دځان دساتنې په فکرکې وي او له وړاندې له خطره دتیښتې لاره ولټوي ،تل ځان له خطرسره د مقابلې لپاره چمتوکړي اودراپوردبرابرولوپه خاطرځان له خطر سره مخامخ نه کړي ځکه خبرترلاسه کول دوژل کیدوارزښت نلري .

خبریال بایدپام وکړي چې دادهغه همیشنۍدنده ده سباهم کیداي شي تردې ښه خبر پیداکړي نوبایدترډیره دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي اودیوه نوي خبریامهم عکس داخیستلولپاره ځان له لاسه ورنکړي کله چې پوه شي خطرډیردی هڅه دې وکړي زړه نا زړه نشي کلک تصمیم دې ونیسي ، خبریال بایدداسې چارې زده کړي چې له خوندیتوب سره یې مرسته وکړي .

دبیلګې په توګه ټاکل شوې ده چې مظاهرې وشي خبریال بایدله هغې یوه ورځ وړاندې دمظاهرې دکیدوځاي ته ورشي ځکه چې ښايي مظاهرې تاوتریخجنې شي نودهغې سیمې دلارواودموقعیت په اړه دې بشپړمالومات ترلاسه کړي ، له احتمالي خطرونو سره د مقابلې لپاره دې ځان چمتوکړي، خپل مرکزدې دغه رازسیمې ته له ورتلومخکې خبرکړي اوورته په ډاکه دې کړي چې څه وخت بیرته له هغه ځایه راګرځي  ،دداسې کسانودټلیفون شمیرې بایدله ځان سره ولري چې داړتیاپه وخت کې ورسره تماس ونیسي .

اکثره چارواکي فکرکوي چې دخبریالانوویرول ښه کاردی ځکه هغوي بیالږددوي د کارونوپه اړه پوښتنې اوګرویږنې کوي همداراز ډیرځله لیدل شوي چې دخبریالانوتیپ ،کیمره اوداسې نوروسایل ترې اخیستل کیږي ،یاقاضي حکم کوي چې خبریال بایدد خپل خبر سرچینه ایشواکړي حتی په هغوهیوادونوکې چې د دیموکراسۍ شعارونه هم ورکول کیږي خبریالان ګواښل کیږي .

همدارازیوخبریال بایدپه لومړنیوطبي مرستووپوهیږي څوداړتیاپه وخت کې هم له ځان اوهم له نوروسره مرسته وکړاي شي .

خبریال بایددنوروخبریالانودتلیفون شمیرې هم درسره ولري  اود خطرپه وخت کې هغوي هم خبرکړي دخپل دفترمشرته ووایي که تر ټاکلي وخته ورونه ګرځي هغه څه بایدوکړي ،دځان دژغورنې لپاره له وړاندې پلانونه وکړئ .

دخبریالۍکارت بایدله ځان سره ولري که څه هم کیداي شي ځینې وختونه دخبریالۍ د کارت لرل دهغه په زیان وي خودابیادنوموړي په تجربې اودکارپه چاپیریال پورې اړه لري اوپه هماغه وخت کې دبل هرچاپه پرتله په خپله خبریال په ښه توګه تصمیم نیولی شي .

خبریال بایدتل داسې فکرونه کړي چې که دنښتې اوجګړې ډګرته ورنه شي نوښه اوکره خبرنشي ترلاسه کولاي ،بلکه ډیرځله دخطرله سیمې بهرکره اوبشپړمالومات ترلاسه کیداي شي  .

خبریال بایددراپوردبرابرولوپه وخت کې خپل ګرچاپیره ته ښه ځیر وي اودهرډول احتمالي پیښوپه باب هوښیارواوسي .

اکثره وختونه ډله ایزکارګټوروي خوډیرلږلیدل شوي چې خبریالان دې په ګډه دیوه راپوردبرابرولولپاره ولاړشي په داسې حال کې چې سپارښتنه کیږي خبریالان تروسه وسه ډله ایزکاروکړي حتی که یې یوسیال خبریال هم په ډله کې ورسره وي تریوازیتوبه ښه ده. دنښتویانوروپیښواصلي لوبغاړي دې پیداکړي اوخپلوکسانوته دهغوي اشارو او امرونوته دې ښه پام کوي  .

 

ښايي چې مدیریې ورته تلیفون وکړي اودیوه کارکولوورته ووایي خوپه داسې شرایطو کې چې خبریال دپیښې په ځاي کې دی په خپله بایدتصمیم ونیسي ،تل دې پام وکړي چې څه ډول شیان ورسره دي کیداي داسې څه ورسره وي چې له امله یې دکومې ښکیلې ډلې لخواتربریدلاندې راشي .

که خبریال په نوي چاپیریال کې کارکوي بایددهغه ځاي دخلکوله دودونو، کلتوراوژبې سره بلدوي ځکه دهغې ځاي دخلکوپه ژبه په څوجملوپوهیدل کیداي شي تاسوله مرګه وژغوري، کم ترکمه داچې (زه خبریال یم )جمله خوبایدحتمادهغې سیمې دخلکوپه ژبه زده کړي،کله چې داسې نوې سیمې ته یوخبریال ځي هرومروبایددهغې سیمې  له ځايي خبریالانوسره ځان بلدکړي .

لنډه داچې خبریالې داسې دنده ده چې دنوروبرخوپه پرتله زیاتې ځیرتیاته اړتیالري اودهرې پیښې په باب دراپوردبرابرولوترڅنګ بایددخپل ځان دامنیت اوساتنې په اړه ډیرپام وکړي ،بریالی خبریال هغه دی چې ژورې ټولنیزې اړیکې پیژندګلوۍاوپراخ مالومات ولري .

+ نوشته شده در  جمعه 1386/12/17ساعت 7:54 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

مرکه (interview)اودهغې ډولونه

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

مرکه دمالوماتودترلاسه کولویوه اساسي روده ده چې په هغې کې په مخامخ شتون اویاهم په غیرحضوري توګه له یوکس اویا‌ډیرو خلکو د یوې مسلې په اړه پوښتنې کیږي .

په مرکه کې ترټولومهمې دهغې پوښتنې دي چې بایدله وړاندې ورته پام وشي . بریالۍمرکه هغه ده چې آزادې پوښتنې پکې مطرح اود هغې لپاره آرام چاپيریال غوره شي ځکه دمرکې آرام چاپیریال دنظرونوپه تبادله کې مهم رول لري .

له مرکې وړاندې ځان دیوې منصفانه مرکې لپاره چمتوکړئ ، همداراز په پام کې مووي چې دمقابل لوري ځوابونه په خورا ځیرتیادرسره لیکئ اویایې ثبتوئ اودهغه هرځواب ته که ستاسودخوښې هم نه وپه ډیره خلاصه سینه اوځیرتیاسره غوږکیږدئ ځکه داحق نلرئ چې دچاله نظرسره مخالفت وکړئ یوازې کولاي شئ چې خپلې پوښتنې مطرح کړئ،داهم بایدووایوکه یوڅوک نه غواړي هغه څه چې تاسویې غواړئ درته ووايي تاسوله ژورنالیستیکي پلوه داحق نلرئ چې خپله خبره پرې وتپئ یاپه بله وینادهغه په خوله خپله خبره وکړئ ځکه یوڅوک ستاسو دنظروړ خبروکولوته اړایستل لویه ژورنالیستیکي اواخلاقي غلطي ده .

دالاندې څونورټکي هم دمرکې لپاره ډیراړین بریښي چې درسنیو کارکوونکي بایدورته جدي پام وکړي :

ــــ له چاسره چې مرکه کوئ بایددهغې په ژبه پوه شئ اویاهم ښه پوه ژباړن درسره وي .

ـــــ دپوښتنودارزښت له مخې دهغوي ټاکل .

ــــ دمقابل لوري دباوراواعتمادترلاسه کول .

ــــ له ټیپ څخه داستفادې په صورت کې له مقابل لوري څخه اجازه اخیستل .

ــــ دهغه مقام اوټولنیزموقعیت ته پام کول .

ــــ له مرکې وړاندې دهغې دموضوع په اړه بشپړمالومات ورکول .

ــــ دمقابل لوري دکمزورو اودپیاوړوټکوپيژندل .

ــــ لومړی دمرکې له موضوع پرته څوآزادې خبرې کول څو هغه داسې فکروکړي چې له یوه نږدې ملګري سره مخامخ دی .

ــــ له داسې پوښتنوترډیره ډه ډه کول چې ځواب یې یوازې هواونه وي .

ــــ دمرکې دزرپاي ته رسولوهڅه نه کول .

ــــ دمرکې په لومړي سرکې داسې فضابرابرول چې دمقابل لوري باور ترلاسه شي ترڅوپه خپله خوښه په آزاده توګه خبرې وکړي .

ــــ کله چې له چاسره مرکه کوئ دهغه له نظرسره مخالفت نکول .

دمرکې ډولونه :

یوکسیزه مرکه ،ډله ایزه مرکه ،په کاردګمارولومرکه ،شخصي مرکه ،آزاده مرکه ،شفاهي مرکه ،خبري مرکه ،مطبوعاتي مرکه ،رادیویي مرکه ،ټلویزیوني مرکه ...

ــــ په فردي مرکه کې له یوچاسره دځانګړې مسلې په اړه پوښتنې د خبرواتروپه توګه مطرح کیږي .  

ــــ په شخصي مرکه کې دیوکس په سیاسي ،ټولنیزو،مذهبي ،علمي، کاري اودژوندانه په نوروبرخوکې پوښتنې کیږي خویوکس چې په ټولنه کې له شهرته برخمن دی دهغه دکارونواووړتیاووپه باب پوښتنې ضروري دي یایوکس چې څوک یې نه پیژني لومړی دهغه بشپړمعرفي کول اوبیادهغه ددندواووړتیاووپه باب مالومات ورکول  .

په شخصي مرکه کې دمرکې دچاپیریال اوله چاسره چې مرکه کیږي هغه دحرکتونویادول ډیراړین دي .

ـــــ په ډله ایزه مرکه کې دزیات شمیرخلکونظرونه اوافکارپوښتل کیږي اواکثره دغه رازمرکې دورځنیومهموحالاتواویادیوې ځانګړې پيښې په اړه وي چې دهغې په باب دبیلابیلوکسانودنظرغوښتل ضروري وي . په دغه رازمرکوکې بایدپوښتنې لنډې ،ساده اوپه آسانه الفاظووي ځکه دخلکوله بیلابیلوپرګنوسره مخامخ کیږئ .

ــــ په مخامخ یاهغومرکوکې چې دتلیفون له لارې کیږي مرکه کوونکی بایددمرکې پراصولوپه پوهیدوسربیره دبیلابیلومسلواوپه تیره بیاد هغې موضوع په اړه چې پرې خبرې کوي بشپړمالومات ولري اودهغې ترڅنګ بایدژورنالیستیکي اصولوته پایبندوي اوداسې پوښتنې ونکړي چې دمقابل لوري دحیثیت دداغي کیدواوپه راتلونکي کې دهغه دله لاسه ورکولوسبب شي اویاهم پرهغه دخپل نظردتپلوهڅه وکړي چې له بده مرغه دځینورسنیومشران اوکارکونکي دې اصل ته هیڅ پام نه کوي اودمرکې له سره په مقابل لوري دخپل نظردتپلوپه لټه کې وي اوغواړي چې دهغه له خولې خپله خبره وکړي .

دمقابل لوري په روحي حالاتوپوهیدل دښه مرکچي ځانګړنه ده .

مرکه کوونکی بایدتل په ذهن کې څواضافي پوښتنې ورسره ولري چې ښایي په ځینوموردنوکې دمرکې له موضوع پرته پوښتنې وکړاي شئ .

ــــ په ډله ایزه مرکه کې مقابل لوری ګروهنه لري چې پوښتنې په لیکلې بڼه ورکړل شي ځکه په دې کارسره هم پرې زیات  تسلط پیداکوي اوهم دځواب ورکولولپاره بشپړوخت لري چې دغه ډ‌ول مرکې اکثره په تحقیقي اوعلمي برخو کې کیږي اودامرکې ډیرلږخبري اړخ لري .

ــــ په آزاده مرکه کې دبیلابیلومسلوپه اړه پرلپسې پوښتنې کیږي او لازم ځوابونه ترلاسه کیږي .

ــــ مطبوعاتي ،راډیویي اوټلویزیوني مرکې په ټول کې په خبري ، عمومي اوفردي توګه ترسره کیږي چې په خبري مرکه کې هدف دیوې پیښې په اړه مالومات ترلاسه کول دي خوپه دغه رازمرکوکې دننه په ستودیوکې مرکه ترټولوګرانه اودډیراهمیت وړده ځکه په دې مرکه کې هرڅه دلیدونکواویااوریدونکوپه وړاندې وي .

­­ـــــ په کاردګمارلومرکه په یوې خاصې دندې کې دکسانودوړتیاد مالومولولپاره کیږي چې داکارنن سبادیوکس دښې وړتیاپه مالومولوکې ډیرګټورثابت شوی دی ،که څه هم داکارپه لیکلې توګه هم کیداي شي خودمرکې اوپه مخامخ بڼه کې دوړاندیزکوونکي پوهه، وړتیااوځیرتیاښه جوتیږي .

لنډه داچې دنالوستواوکم لوستولپاره دیوې مسلې ښه روښانول

دیوې موضوع چورلت روڼتیااودډیروخلکوپوښتنوته ځواب ویل دمرکې ګټې دي .

+ نوشته شده در  یکشنبه 1386/09/25ساعت 11:8 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

دبې نظمۍمخه نیول

 

طنز 

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

 

له څوورځوراهیسې زموږپه کلي کې اوازه وه کابل ته چې څوک ځي پولیس یې مخه نیسي ،چابه ویل زه یې له نیمې لارې  بیرته راوګرځولم چابه ویل زه خویې ان له کوټه سنګي راستون کړم ،زموږیوکلیوال خوپولیسوسم وهلی هم و.

 ماهم هوډکړی و یوځل کابل ته ولاړشم هم به له ځان سره دکور داړتیا وړځینې شیان راوړم اوهم به په کابل کې خپل خپلوان ووینم ،هسې هم منی دی دبزګرۍکارنورنشته یوه دوې شپې به هلته په کابل کې تیرې کړم هم به مې لږدټول اوړي دکارونوستړیاووزي اوهم به مې هغه دچا خبره دسترګوحال بل شي خوله پرون راهیسې مې چې دغه اوازې واوریدې خداي شته زړه نازړه وم چې ولاړشم که نه خوماسخوتن مې له ډوډۍوروسته پلارته کابل ته دتلوخبره وریاده کړه  هغه راته وویل ګوره وهلکه دنیولواوازې دې نه دي اوریدلې ،کابل ته چې څوک ځي په لاره کې یې پولیس له موټره کوزوي تابه هم ونیسي وهلی به یې وې موږهسې هم طالع نلرو،که زمامنې مه ځه زماخبره ومنه .

ماورته وویل: لالازه خوڅه ډیرې پيسې نه راسره وړم چې پرې ومې ځوروي اویامې ونیسي زه خوهسې یوڅوروپۍدکوردسودالپاره راسره وړم ،پلارمې سروخوځاوه اووې ویل خوښه دې خوزمابه ترهغه اندیښنه وي ترڅوچې بیرته راستون شې .

سهاروختي دکابل په نیت په موټرکې کښیناستم ،موټرروان شوله څه دپاسه یوساعت مزل وروسته کابل ته نژدې په کمپنۍسیمه کې زموږ موټر هم دنوروموټروپه کتارکې دپولیسولخواودرول شولومړی اندیښمن شوم اوله ځان سره مې وویل چې ومې نه نیسي بندي مې نه کړي ...بیابه مې ویل نه نوڅه جرم خونلرم چې ومې نیسي ،خوڅه به دې سرخوږم زموږ د موټر د تلاشی وارهم راورسیدپولیس په لاس اشاره وکړه اوپه ډیره کبرجنه بڼه یې وویل ټول زرراکوزشئ اولاسونه موپورته ونیسئ که ریښتیا راباندې وایې سم ویریدلی وم .موږهم راکوز او لاسونه موپورته ونیول ترمامخکې یوبل کس چې دریشي یې اغوستې اوښه ګیره یې خریلې وه  ورتیرشوزه ډیرورته ځیرشوم چې څه ورته وایي آیاپیسې ترې اخلي که کومه بله پوښته ترې کوي خوکله یې چې دهغه جیبونه تلاشي کړل اودپیسوبنډل یې ترې وایست بیرته یې ورکړ اوورته وې ویل ورځه سپورشه ،له هغه وروسته دوهم کس چې زماپه شان یې معمولي جامې اوسپینه  خولۍپرسروه تلاشي کړاوپوښتنه یې ترې وکړه څوپیسې درسره دي هغه ورته وویل یوازې زرافغانۍ، سمدستي پولیس هغه له مټوونیوه اوورته وې ویل تاته اجازه نشته دلته ودریږه ،زه  هک پک شوم چې داڅه کیسه ده چې څوک پیسې نلري نوولې یې ښارته نه پریږي کله چې زمادتلاشۍوارراغی له ما هم پولیس هماغه دپیسوداندازې پوښتنه وکړه له ماسره پینځه زره افغانۍوې ماورته وویل زه پینځه زره لرم ماته یې وویل ځه سپورشه اوڅلورم کس هم چې زماپه نظرکمې پیسې ورسره وې هغه ېې هم بیرته ستون کړ،هماغه وچې په موټرکې موږدووکسانوکابل ښارته دتلو اجازه ترلاسه کړاي شوه اودکوټه سنګي په لورموحرکت وکړپه لارکې مې له ځان سره سوچ کاوه چې دانوڅه ډ‌ول تلاشي ده ولې یې هغه دوه تنه  کابل ښارته له تلوایسارکړل په همدې فکرکې وم چې کوټه سنګي ته ورسیدودلته بیاهم دپولیسولخوازموږموټرودرول شودلته نو لومړی زه ورمخکې شوم اوپولیس مې جیبونه وپلټل اووې ویل ته نشې تلاي اوکله یې چې هغه بل کس تلاشي کړورته وې ویل ته ورځه، موټردښارپه لورروان شو.

زه ډیرخواشنی شوم ،هلته وړاندې دپولیسومشرچې افسرمالومیده په چوکۍناست اوسیګرټ یې په خوله کې نیولی وزه ورغلم اوورته ومې ویل ،

صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم ؟

ــــ وایه څه خبره ده .

ــــ ضابط صیب زه ستاسوپولیسوپرې نه ښودم چې ښارته ولاړشم هیله کوم چې اجازه راکړئ .

ــــ پيسې به درسره کمې وې .

ــــ پینځه زره افغانۍلرم صیب .

ــــ په خنداشواووې ویل  ته لکه چې نه یې خبراوکه ځان نه خبروې، ښار ته چې څوک ځي بایدله لسوزروکمې پیسې ونلري ځکه  موږ غواړو چې دبې نظمۍاوهسې بیروبارمخه ونیسو،که دې پينځه زره افغانۍنه لرلی نوکوټه سنګي ته موهم نه راپریښودې وپوهیدې که نه ،ورځه له دې مخکې دتلواجازه نه درکوو. 

+ نوشته شده در  سه شنبه 1386/09/06ساعت 10:56 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

په خبرکې دسرچینې (منبع) اهمیت

 

لیکنه : م .ظریف عنایت زی

په خبرلیکلوکې دسرچینې یادول دخبراوترلاسه شویومالوماتو له اهمیت سره مرسته کوي اودکره اومعتبرې سرچینې یادول دخبریال دښې وړتیاښودنه کوي . تکړه خبریال ښې اړیکې لري اوتل دکره اومعتبرومنابعوپه لټه کې وي ،دهغې ترڅنګ ددقیق والي رودې زده کوي اوپه عین حال کې مصنف اومعتدل وي .ښه خبریال هڅه کوي چې دخبرزاویه وټاکي لڼدې اوساده اوشفافې جملې ولیکي تل هڅه وکړي چې دیوه اوبدونکي په څیردخبربیلابیل اړخونه سره وپیي، دخبر بشپړ جزییات ترلاسه کوي اوتل دخلاقیت په لټه کې وي .

دبیګې په توګه کله چې دیوه ښوونځي په اړه خبرلیکي په مدیراو سرښوونکي سربیره له ښوونکوزده کوونکواوحتی ملازمینوڅخه هم پوښتنې کوي ځکه ډیرځله له داسې کسانوڅخه مهم مالومات ترلاسه کیداي شي چې دعادي خلکولخواپام نه ورته کیږي چې همداکره مالومات دهریوه له  قوله په خبرکې یادولی شو .

ورځپاڼې ،خبري آژانسونه ،راډیوګانې اوټلویزیوني چینلونه، دخبري سرچینوپه موندلوکې له خبریالانوسره مرسته کوي ،همدارازنن سباویبپاڼې اونورې په زرګونوانټرنیټي څانګې دکره سرچینوپه موندلوکې مرسته کوي .

له بلې خواخبریال بایدددایمي سرچینودموندلولپاره دخپل کارپه ساحه کې دبیلابیلوحکومتي اوغیرحکومتي دفترونوله مسوولینو اوکارکونکوسره وخت په وخت تماس ولري اوپه یوډول د هغوي دحال احوال پوښتنه کول ددې سبب کیږي چې داړتیاپه وخت کې بشپړ مالومات درکړي .هڅه وکړئ هره پیښه له دقیقې سرچینې سره ذکرکړئ . سرچینې بایدمهمې وي یعنې له لوړپوړوچارواکوڅخه یوه مسله تاییدکړئ ځکه په هغه صورت کې مودخبراعتبارزیاتیږي ،که څه هم دټیټې کچې له کارکوونکوسره تماس اوله هغوي پوښتنې کول هم تاسوته دهغې مسلې نوي اړخونه درپه ګوته کوي .

کله چې دیوې سرچینې (منبع) نوم په خپل خبرکې راولئ بایدډیرموپام وي چې دهغه نوم اودنده دهغه په مشورې ذکرکړئ ځکه چې په دې کار سره به نوموړې سرچینه دتل لپاره له تاسوسره مرسته وکړي نوضروري ده چې د راتلونکي په فکرکې هم وئ ،ځینې کسان نه غواړي چې په خبرکې یې نوم ذکرشي نوتاسوهم دهغه دنوم له اخیستلوډه ډه وکړئ . خوداهم په یادولرئ چې په خبرکې داجمله لیکل (یوکس چې نه یې غوښتل نوم یې ایشواشي )دخبراهمیت کموي ،همدارنګه ډیر

کسان یوه خبریال ته مالومات ورکوي خونه غواړي چې یوه کلمه یې هم خپره شي چې دغه ډول مالوماتوته په انګیسي ژبه off the recordخبرې وایي .

په خبرونوکې( راپورونه وايي) (نه تاییدشوي راپورونه  ددې ښودنه کوي )(ویل کیږي )په شان جملوله لیکلوترډیره حده ډه ډه وکړئ په دغه رازحالاتوکې یوه کره سرچینه پیداکړئ که هغه نوموړي مالومات تاییدهم نه کړي دخبراهمیت زیاتوي .

دیوې مسلې په اړه دمالوماتوپه ترلاسه کولوکې هڅه وکړئ چې کم ترکمه دوې سرچینې پکې ذکرکړئ اومالومات چې ترلاسه کوئ هغه ولیکئ اویایې دمنبع په اجازه ثبت کړئ .

کله خودیوچاغږثبتول هغه تراغیزلاندې راولي اوهغه څه چې تاسویې غواړئ هسې خبرې نشي کولاي ددې کارلپاره ترهرڅه مخکې مقابل لوری دې ته وهڅوئ چې په ډاډه زړه مالومات درکړي اوداهم ورته ووایئ که یې کوم څه بیانه غوښتل چې خپاره شي وروسته له خبرویې هم ترې وباسئ .

کله چې دیوچاخبرې ثبتوئ له هغې سره په یووخت دهغې مهم ټکي وهم لیکئ ځکه په تخنیکي شیانوډیرباورنه دی پکارکه موټیپ کوم مشکل پیداکړي ټول مالومات به موله لاسه ورکړي وي  .

یوخبریال بایدهیڅکله ځان رخصت ونه بولي یعنې که له رسمي وخته وروسته له کومې پیښې سره مخامخ کیږي سمدستي بایددهغه په اړه دمالوماتودراغونډولوپه لټه کې شي ،له سرچینې سره دخبریال اړیکي بایدددواړولوریودګټوپراساس وي اوهغه اوږدمهاله رابطه وي .

په خبرکې بایدهرڅه په ډاګه کړئ اوسپینه خبره وکړئ یعنې که مالومات کره اودقیق نه وي په خبرکې موهرومرودهغې یادونه وکړئ ځکه په دې کارسره که خبرسم نه وتاسوخوبه خپله غاړه خلاصه کړې وي همدارازکه دیوې پیښې په اړه دوه لوري بیلابیل مالومات درکړي تاسودواړه په خبرکې راولئ اوقضاوت خلکوته پریږدئ اوهیڅکله په خپله قضاوت مه کوئ ،تل په سرچینې لیکلوسره لوستونکواو اوریدونکوته داپیغام ورسوئ چې ستاسومالومات دباوروړدي .

ډیرځله داسې هم وي چې دیوې پیښې په اړه له ډیروهڅووروسته هم ښه باوري مالومات نشئ ترلاسه کولاي په دې صورت کې داهرومروجوته کړئ چې په مالوماتوموډاډه نه یاست .

په خبرلیکلوکې دګونګواوعمومي سرچینوله یادولوډه ډه وکړئ د بیلګې په توګه (حکومتي سرچیني وايي )ددې پرځاي ووایئ (یوه حکومتي مقام وویل)،یعنې ترممکنه حده هڅه وکړئ داسې سرچینه ذکرکړئ چې واقعیت ته نږدې وي .

لنډه داچې یوخبر هغه وخت ښه اودخلکودمنلووړوي چې معتبرې او کره سرچینې ،اویاپه خپله دخبریال دسترګولیدلی حال پکې ذکرشوی وي  .

+ نوشته شده در  پنجشنبه 1386/07/19ساعت 4:51 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

خبرڅنګه جوړکړو

لیکنه :محمدظریف عنایت زی

دخبردجوړولولپاره ترهرڅه دمخه دیوې مسلې په اړه ځان پوهول اودهغې په باب بشپړمالومات ترلاسه کول ډیراړین دي. کیداي شي کله هم دمالوماتوله ترلاسه کولووروسته اودخبرلیکلوپه مهال داسې نویومالوماتوته اړتیاولرئ چې له هغې پرته موخبرنیمګړی پاتې کیږي نوددې لپاره چې لومړی ستاسواوبیادهغې موسسې اویاارګان چې ورسره کارکوئ اعتباراوحیثیت پیاوړی پاتې شي یوځل بیا دخبرپه اړه کافي مالومات راغونډاوخبرولیکئ ځکه یوناسم خبرخپرول ستاسودمیاشتواوحتی کلونوښوهڅوته زیان رسوي .

دیوې موضوع دبیلابیلواړخونوپه اړه خبرجوړولاي شئ ښايي چې دغه اړخونه دمختلفوکسانواوارګانونولپاره توپیرولري ځکه یوه رسنۍچې هرڅومره هم خپلواکه وي بیاهم دمسایلوپه هکله ځانګړې تګلاره لري خوهغه رسنۍ بریالۍاودخلکوپه وړاندې له ارزښت اومقامه برخمنې دي چې دواقعیتونوپه انعکاسولوکې خپله بې پلوي وساتي اوواقعیتونه چې څه ډول دي هغه خلکوته وړاندې کړي .

ځینې مسلې داسې دوامداره وي چې خلک یې له اوریدوستومانه شوي وي خوددغه ډول مسلوپه باب داسې خبرچې داوریدونکواولوستونکوپام ځان ته جلب کړي ډیرې ځیرتیاته اړه لري اوبایددهغې داسې اړخونه وموندل شي چې ترهغه وخته ورته پام نه وي شوی دبیلګې په توګه تاسوله افغانستان  سره  ددغه هیواددبیارغونې لپاره دبهرنیوهیوادونودنورومالي مرستوورکول اودافغانستان دحکومت لخواپه بیلابیلوولایتونوکې دهغې دلګولو خبرخپورکړئ داخبردخلکولپاره دومره په زړه پورې نه دی ځکه دغه رازژمنې په ځلونوشوې دي خومثبتې پایلې یې نه دي لیدل شوې نوکه تاسوپه خپل خبرکې دمرستندویوهیوادونواودافغانستان له حکومتي چارواکو سره تماس ونیسئ اوداسې خبربرابرکړئ چې مثلادعربستان هیوادپه مالي مرسته دافغانستان دوردګوولایت سړکونه اوښوونځي رغول کیږي نوداخبردپام وړګرځي ځکه تریوه حده دخلکوهیله زیاتوي .

دهرې مسلې په اړه چې غواړئ خبرولیکئ دهغې په هکله کره مالومات راغونډکړئ له بیلوبیلواړوندوکسانو او ارګانونوسره خبرې اوپوښتنې ترې وکړئ که خبري غونډې ته ولاړئ نوتروروستي وخته هلته پاتې کیږئ ځکه ډیرې مهمې خبرې کیداي شي چې داسې وخت ترګروت کړئ چې رسمي کنفرانس پاي ته رسیدلی وي اوپه آزادوخبروکې خپلې موخې ته ورسیږئ اودهغې مسلې په اړه داسې جزیات برابرکړئ چې لوستونکی اواوریدونکی موترپایه ستاسوخبرتعقیب کړي .

خبرپنځول

 ډیروخت داسې وي چې هیڅ خبرنه وي که څه هم همدادخبرنشتوالی ترټولوښه خبردی ( No news is good news )خوبیاهم که وغواړئ چې هرومروخبرورامنځته کړئ نودخبري موضوع ترټولوښه لاره له خپلونژدې ملګرونیولې دښار کلي اوټولنې له خلکوسره دخبروکول دي کیداي شي دداسې چاله خولې دومره مهمه خبري موضوع ترلاسه کړئ چې مخکې مویې هیڅ فکرهم نه وي کړی همدارازدنوروورځپاڼواوبیلابیلورادیويي اوټلویزیوني رسنیوتعقیبول هم په دې کارکې درسره مرسته کوي .په یادولرئ چې خبریال بایدتل له ځان سره یوه دیاددښت کتابچه ،قلم اوټیپ چې اوس دتکنالوژۍپه ودې سره دغه کارډیرآسانه شوی اودګرځنده ټلیفون څخه دغږاوتصویردواړودترلاسه کولوکاراخستل کیږي ،هرڅه بایدولیکل اویاهم ریګارډشي .

مخکې تردې چې دخبرپه لیکلوپیل وکړئ په ذهن کې دغوره شوې موضوع په مهموټکوچې راغونډکړي مودي ښه غوروکړئ اوترټولومهم ټکي چې دلوستونکي اواوریدونکي پام ښه ورجلب کړي په یوه اویاهم دووجملوکې ولیکئ هڅه وکړئ چې لیډیادخبرلنډوکی یاسرکښ موبایدلنډاوله مفهومه ډک وي ترڅوپه لوستونکي یااوریدونکي کې ترپایه دخبردلوستلویا لیدلو ګروهنه پيداکړئ .لوستونکی بایددلیډپه لوستلویااوریدوسره دموضوع اهمیت ته راوبلل شي چې خبرموترپایه تعقیب کړي .همدارازکه دټاکلې موضوع په باب کړیومرکوکې دیوکس خبره ډیره مهمه په نظردرغله نوکولاي شئ هغه په یوه جمله کې دخبرله لیډوروسته رانقل کړئ .

له لیډوروسته کولاي شئ په ترتیب دموضوع اهمیت ته په پام سره نورپاراګرافونه اوجملې ولیکئ په دې توګه چې د موضوع تړاودرنه غوڅ نه شي ځکه خبردځنځیردکړیوپه شان دی چې بایدله یوبل سره اړوندوي اوتل هڅه وکړئ چې خبربشپړکړئ په دې ماناچې لوستونکي یااوریدونکي ته پکې دسوال ټکی پاتې نه شي .

په خبرلیکنه کې بله مهمه مسله دساده کلموکارول دي تروسه وسه هڅه وکړئ خبرپه ساده روانو اوجوتوکلمو او جملو سره ولیکئ اودانسانانو،دسیمواوښارونونومونه په سمه توګه ولیکئ ځکه که نومونه ناسم ولیکئ ستاسودعمومي مالوماتودلږوالي ښودنه کوي له همدې امله بایدخبریال تل دمطالعې اوبیلابیلوچاپي اوبریښنايي رسنیوله لارې دخپلو عمومي مالوماتوپه زیاتولوکې هڅه وکړي .

 

+ نوشته شده در  یکشنبه 1386/05/07ساعت 10:32 PM  توسط محمدظریف عنایت زی |