تبليغاتX
سپرغه
ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی
 

دسوکاله کورنۍځانګړتیاوې

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

داسلام په سپیڅلي دین کې ددیانت ،تقوا،نظم ،عدالت ،اواستحکام پراساس ولاړې کورني پر جوړښت ټینګارشوی ،ځکه همداکورنۍده چې دټولنې اوهیوادپه کچه دپورتنیوبنسټونودپیاوړتیاسبب کیږي چې دکورنۍهمدې نظم اوپیاوړتیاته ژوره پاملرنه دکورنۍاوټولنې دخوښۍاودسوکاله ژوندسبب کیږي .

کورنی نظم دکور،کلي ،ټولنې اوهیواددنظم اوسمون سبب کیږي .په هغوکورنیوکې چې په واقعي توګه داسلام په سپیڅلواحکاموعمل کیږی اودکورنۍهرغړی خپل مقام اوځاي پیژني هلته اولادپه بشپړه توګه دموراوپلارد سلامشوروپراساس عمل کوي اوپه مقابل کې موراوپلارهم خپل اولادته ځانګړی اهمیت ورکوي اودهغوي دهرې شرعي اواصولي غوښتنې په عملي کولوکې ورسره بشپړه مرسته کوي .

داهم بایدپه ډاګه کړوچې له خپلواولادنوسره له بلوغه مخکې اووروسته پړاوونوکې دپلاراومورچارچلندباید توپیر ولري ځکه له بلوغه وروسته له خپلواولادونوسره اغیزمن ارتباط اوښې اړیکې دکورنۍداډانۍدلاپیاوړتیاسبب کیږي. که له خپلواولادونوسره دموراوپلاراړیکې اوارتباط ښه ټینګ نه وي اوزلمي زوي یالورموله تاسوسره په زغرده دزړه خواله ونه شي کړاي،هغوي تاسوخپل ملاتړي نشي بللی نویوازې په ښه ارتباط سره خپل زلمي زوي اوپیغلې لورته پاملرنه اودهغوي ملاتړي اوغمخور شئ .

خپل اولادونه دې ته هڅوۍچې خپل نظراواحساسات بیان کړي .دځوانۍپه لومړيووختونوکې دخپلواولادونواړتیاوې په ښه توګه درک کړئ اونصیحت اوسپارښتنه ښواړیکواوارتباط ته اړتیالري .په یادولرئ هغه څوک چې دخپلو اولادونودغلطیوپه اصلاح کولوکې له پوهې اوزغم څخه کاروانه خلي د هغوي ترمنځ به خداي مکړه واټن اوبالاخره د اړیکودغوڅیدوسبب شي .

 نوکه غواړئ چې له خوښیوډک ژوندولرئ دغولاندې څوټکوته دبیلګې په توګه جدي پاملرنه ضروري بریښي .

ـــ دکورنۍدغړوترمنځ په هره برخه کې منطقي سلامشورې اودکوردکشرانوپه وړاندې دمشرانودمسوولیت احساس اودمشرانوپه مقابل کې دکشرانودرناوی .

ـــ دکورنۍدغړوپریوبل باوراوله دې اعتماده ناوړه استفاده نه کیدل ځکه باوردبریالۍکورنۍځانګړتیا ده .

ـــ غږملتیا،همفکري اوملګرتیادهوسااوخوشحاله کورنۍنښه ده نو دې ټکوته جدي پاملرنه دورځنیوچارواو مسولیتونودښه سنبالښت سبب کیږي .

ـــ دکورنۍدغړوترمنځ وحدت اویوالی اودخبرواتروله لارې تفاهم اوپه خپل منځ کې دستونزواوزړه بدوالي لیرې کول پرته له دې چې څوک پوه شي .

ـــ دیوبل په سلیقواوغوښتنوپوهیدل اوهغوي ته پام کول اوتروسه وسه دهغوي عملي کول .

ـــ له یوبله په روااواصولي غوښتنوکې شرم نه کول یعنې خپلې روااوطبعي غوښتنې له تاوتریخوالي اوناوړه چارچلنده پرته بیانول .

ـــ دیوبل حق ته درناوی کول اوله خپل ټاکلي حده سرغړونه نه کول .

ـــ دیوبل روحي اوبدني سلامتیاته جدي پام کول اوددغه رازکومې ستونزې په صورت کې دهغې په اوارې کې تروروستي حده هڅه اوهاندکول .

ـــ تل دیوبل دخوږوخاطرویادول اودترخوپیښواوخاطروله یادولوډه ډه کول اوتل دخوشحاله اوله خوښیوډک ژوندلپاره هڅه کول .

ـــ په خپلې کورنۍسربیره خپلوګاونډیانوته هم اهمیت ورکول ځکه دغه چاره دمتقابل اهمیت اودرناوي سبب کیږي .

ـــ دکورنۍټول غړي له خپل اقتصادي حالته خبرول اوپه دې برخه کې هرڅه په ډاګه کول ،همدارازبسپنه اوپس انداز دسوکاله کورنۍداقتصادي پروګرامونویوه برخه ده ، خپلوماشومانوته هم دهغې سپارښتنه کول که څه هم داچاره په ډیره کمه کچه وي ځکه په دې کارسره دراتلونکي لپاره دماشومانودمسولیت احساس پیاوړی کیږي .

ـــ دیوبل دودې لپاره هڅې کول اودکورنۍدغړودودې اوپرمختګ زمینې برابرول .

ـــ دیوبل په وړاندې دپیاوړتیااوځواکمنتیاله ښودلو، په بله وینادزورویلواوقدرت غوښتنې څخه ډه ډه کول .

ـــ دکورنۍدټولوغړولخوادبریالیتوب اوهیله منتیااحساس کول اوتل دژوندانه په ټولوچاروکې دبري هیله کول ځکه راتلونکي ته هیله درلودل دبریالیتوب نښه ده .

ـــ دیوبل ترڅنګ له هرډول ویرې اوډاره پرته دامنیت اوآرامۍاحساس کول .

ـــ یوبل ته په ژبه اوعمل کې دمینې ،صمیمیت اواخلاص بیانول اوله دروغواوپوچوژمنوپرهیزکول.

ـــ له یوبله بې ځایه اوله توانه لیرې تمې کولوڅخه ډه ډه کول .

ـــ که دننه په کورنۍکې کومه  ستونزه راپیښه شي پرته له دې چې دګرم په لټه کې شئ دهغې داواري په باب فکرکول اودنوموړې ستونزې داساسي اومنطقي حل سنجول .

ـــ دکورنۍدهروګړی دخوښۍاورضایت دجلبولوپه فکرکې کیدل .

ـــ ښځه اوخاونددډیرونږدې ملګروپه شان ژوندکول ،نه ددووسیالانوپه توګه اوتروسه وسه دیوبل په وړاندې له منفي غبرګونه ډه ډه کوي .

لنډه داچې له خپلواولادونوسره داسې چلندوکړئ چې زړه موغواړي په هغوي کې یې مثبتې پایلې ووینئ ،هغوي ته له مینې،محبت ،اخلاص اوامنیته ډکه کورنۍورپه برخه کړئ داترټولوګرانبیه اوښکلې ډالۍده چې تاسویې دوي ته ورکولاي شئ .دهرافغان لپاره دسوکاله اوخوښیواونیکمرغیوډک ژوندپه هیله .

م.ظریف .عنایت زی

+ نوشته شده در  یکشنبه 1386/04/17ساعت 8:58 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

          په انسانانوکې دخوب کولوتوپیر

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

خوب په بیلابیلوانسانانوکې توپیرلري چې اکثره خلک په شپه اوورځ کې له لسوساعتونوکم خوب بسنه نه کوي ،خوداسې کسان هم شته چې څلورساعته خوب دځان لپاره کافي ګڼي اوپه همدومره لږخوب کولوهم هڅانداو دپام وړانرژۍڅخه برخمن وي. په دې وروستیوکې برتانوي څیړاندوهم همدانظرتاییدکړی چې دخوب کولوموده په انسانانوکې توپیرلري .

ددې هیوادپخوانۍلومړۍوزیره میرمن مارګریت تاچرهم له هغوکسانوڅخه وه چې په شپه اوورځ کې یې له څلوروساعتونو زیات خوب نه کاوه چې دې کاردنوموړې په روغتیاکومه ناوړه اغیزه هم نه وه کړې .څیړاندودهمدې موخې دثابتولو لپاره یوشمیرکسان داته څلویښتوساعتونولپاره په یوه آزمویښت ځاي کې ویښ وساتل ،پرنوموړو کسانوآزموینو او غبرګونونووښودله هغه کسان چې دخوب کولودګروهنې حس پکې پیاوړی دی ترنوروزیات ګنګس اوناتوانه وو،دغوڅیړنوښودلې ده هغه کسان چې لږخوب کوي دشپې له څلورودسهارتراتوبجوپورې ترډیره خپله ځیرتیااوفکري تمرکزله لاسه ورکوي .له همدې امله په همدې وخت کې یعنې دشپې له څلورودسهارتراتوبجوبایددخطرناکوشیانواوموټرچلونې کې ډیرپام وشي .ځکه شمیرنوښودلې ده چې دنړۍپه اکثرولویوښارونوکې ډیرې ترافیکي پیښې په همدې وخت کې کیږي .

په خوب کې دنفس بندیدل چې په عامه اصطلاح خپسکه ورته وایي هم له هغوستونزوڅخه دي چې یوشمیرخلک وسره مخامخ دي که داستونزه ډیره پرمخ تللې نه وي له ساده لارودغه مشکل لیرې کیداي شي لکه دوزن په کمولواوپه یوه اړخ په بیده کیدوسره .

څیړنوښودلې چې په نړۍکې دوه فیصده ښځې اوڅلورفیصده نارینه دخوب په وخت کې دتنفس له قطع کیدویاخپسکې سره مخامخ دي .اوهغه کسان چې دشپې له مخې په دندوبوخت وي بایددورځې دوه درې ساعته بیده شي چې داکاربه له دوي سره دشپې ددندې په وخت کې دهغوي له ځیرتیاسره مرسته وکړي .

 همدارازدشپې دبې خوبۍدمخنیوي لپاره له خوبه مخکې دآرامۍاحساس په ځان کې پیداکول اودچایو اوګازلرونکومشروباتوله څښلوډه ډه کول ډیراغیږمن دي .په خوب کې خرهارکول هم په ځینوکسانوکې ارثي اوپه ځینوکې دپوزې اووینودغوړوالي له امله وي خوپه دې صورت کې دوزن کمول اوله خوب راوړونکوګولیوډه ډه کول ضروري دي .

بایدووایوچې داسلام په سپیڅلي دین کې انسانانوته سپارښتنه شوې چې په هرکارکې له افراط اوتفریطه ډه ډه وکړي دې اصل ته پام سره خوب کول هم که له حده زیات شي ناوړه زیانونه په ځان پسې لري اوکه کم خوب وکړل شي بیا هم دانسان دروحي کمزورۍاوفکري تمرکزدګډوډیداسبب کیږي چې علمي څیړنوهم دانظریه تاییدکړې ده .

+ نوشته شده در  دوشنبه 1386/03/21ساعت 11:53 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

په کورکې داولادونودزده کړې لارې چارې

لیکنه :محمدظریف عنایت زی تهران

اکثره میندې اوپلرونه دې چارې ته پام نه کوي چې څه ډول له خپلواولادونوسره دلیک لوست په زده کړه کې مرسته وکړي .دوي ښایي چې په ځلونوهغوي ته داخبره تکرارکړې وي [ سبق ووایه]اوډیریې زړه هم غواړي چې په دې برخه کې په کورکې  له خپلواولادونوسره مرسته وکړي ،خودځینولاملونوله کبله داکارنه شي کولاي .

ښایي چې له هغوڅخه ځینې داوي چې دخپلواولادونوددرس اولوست له پروګرامه خبرنه وي یاهم ددې کارلپاره وخت نلري یادڅواولادونوپه لرلوسره دهریوه دبیلابیلوغوښتنو له امله داکارنه شي کولاي خوبایدداومنوچې اولادونه مودلیک لوست په پړاوکې هم ستاسوپاملرنې ته اړتیالري چې که تاسووکولاي شئ له هغوي سره په دې لاره کې مرسته وکړئ دهغوي لپاره زده کړه په زړه پورې  اوپرځان دبسیاینې احساس یې پیاړی کیږي .له هغوي سره په لیک لوست کې ستاسودونډې اخیستوپه صورت کې له زده کړې سره دهغوي ګروهنه زیاتیږي .

ځینې میندې اوپلرونه دخپلواولادونوپه ښوونیزډګرکې برخه اخیستل ستونزمن بولي اویانه غواړي په هغې کې برخه واخلي چې کیداي شي ځینې لاملونه یې دپوره وخت اوانرژۍ نشتوالی وي خوبایدووایوچې که څه هم دخپلواولادونوپه لیک لوست اوکې مرسته کول ستاسویوڅه وخت اوانرژۍته اړتیالري خوپه بدل کې یې ستاسوکورنی ژوندښکلی کوي. داهم بایدووایوچې ښوونه اوروزنه دکارپوهانودنده ده نوواقعیت دادی چې تاسوتربل هرچازیات خپل اولادونه ښه پیژنئ اوداچې تجربه په خپله یوډول تخصص دی نوداکارتاسوپه لږ پاملرنې ترسره کولاي شئ اوکه بیاهم په دې لاره کې له ستونزوسره مخامخ شوئ دښوونیزوچاروله کارپوهانوسره سلامشوره وکړئ .

که څه هم موږ ټول په الهي تقدیرایمان لرواوهرڅه موچې په قسمت اوتقدیرکې وي هماغه کیږي خوځینې کسان بیادامسله دهڅواوزیاردنه کولولپاره پلمه ګرځوي اوهرڅه تقدیرته سپاري په داسې حال کې چې ټول انسانان دژوندپه ټولوچاروکې په هڅواوزیارمکلف دي .

ځینې کسان وایي چې زمااولادونه تکړه دي زمامرستې ته اړتیانلري خوپه ځواب کې بایدووایوچې اولادونه موپه کور اوښونځي کې ستاسوملاتړاولارښونې ته اړتیالري اوتل بایددهغوي هڅونکي اوملګري وئ .اوځینې بیاوایي چې زمازوي یالورښه وړتیانلري اوترې نهیلې یم چې داستاسودبچي پرودې اووړتیالوي ګوذاردی ځکه هرڅوک هرومروپه یوه برخه کې وړتیالري داوړتیااوپوهه کرارکرارڅرګندیږي .

لنډه داچې په زده کړه کې زموږداولادونوبریالیتوب دهغوي په ذهني اورواني ودې پورې اړه لري چې میندې اوپلرونه تربل هرچازیات په دې برخه کې مرسته کولاي شي .خوداچې څرنګه کولاي شوپه دې لارکې اغیزمن رول ولوبوودادي چې بایدله خپلواولادونوسره په واقعي توګه ښوونیزتړاوټینګ کړواوله دې مخکې چې یوه موریایوپلاروءیوصمیمي ملګری شوڅودخپلواولادونوله رازونوښه خبرشو.که مو چیرې زوي یالورنشي کولاي دخپلوستونزوپه اړه له تاسوسره خبرې وکړي هرومروله بل چاسره دزړه خواله کوي نوکله چې ستاسواولادونه له ښوونځي کورته ستنیږي یاهم کله چې دشپې دکورنۍټول غړي سره راټول شي له هغوي وغواړئ چې په ښوونځي کې یې چې په هغه ورځ هرڅه لوستي وي درته بیان یې کړي چې له دې لارې کرار کرار کولاي شئ له هغوي سره دزړه خواله وکړئ .هڅه  وکړئ په ټول ښوونیزکال کې دښونځي له مسوولینواوښوونکوسره پرلپسې اړیکې ولرئ اودخپلواولادونوله حال احواله  په بشپړه توګه ځان خبروساتئ .دلیک لوست په زده کولواوهغې ته دپاملرنې په اړه  هغوي وهڅوئ . دبیلګې په توګه ورته ووايئ دغه یودرس دې چې ښه زده کړی هغې ته دې ښه پام کړی اوکه نوروته هم داسې پام وکړې نوډاډه اوسه چې زده به یې کړې ،هیڅکله ناپوهه ،کم استعداده اوکم چانسه کلمې مه ورته کاروئ چې دادهغوي دذهن لپاره دزهروپه شان دي اودهغې پرځاي تل هڅه وکړئ دهغوي دډیرلږپرمختګ ستاینه اوقدرونه وکړئ .

له خپلواولادونوسره دمرستې لپاره له ښوونکوهم مرسته وغواړئ ،له هغوي سره دچکروهلواوتفریح ځایونوته دتلولپاره وخت ځانګړی کړئ ځکه له هغوي سره ستاسو یوه ځاي تلل دوي ته ډیرخوندورکوي اودلوړاوي احساس کوي.

دې ټکي ته په پام سره چې زده کړه په ډیرفشاراواړایستلوشونې نه ده نوبایدخپل اولادونه دې ته اړنه کړوچې په ساعتونوپه یوه ځاي کښیني اوڅه زده کړي ځکه کورنۍ دنده اومطالعه یوه فکري چاره ده چې آرام ته اړتیالري اودا آرامښت په یوه آرام ځاي کې دپریوتو،سپورتي لوبو،کیسوویلواوداسې نوروخوښونکوچاوروسره کیداي شي .

میندې اوپلرونه بایددآزموینوپه شپوورځوکې دخپلواولادونولپاره دزده کړې آرام چاپیریال برابراوله بل هروخته زیات ورسره ښه چلندوکړي دچاخبره خیال یې وساتي اودهغوي له نهیلې کولودې ډه ډه وکړي ،په بله وینا داخبرې چې درس ووایه ،ولې دامتحان په فکر کې نه یې ،سبابه ناکام شې ،هره شیبه پرخپلواولادونوورګوذارنه کړئ ځکه د دغه راز خبروبیابیاتکرار هغوي ته دګټې پرځاي زیان رسوي اوددوي دحساسیت سبب کیږي .نوبې له شکه هڅونه، ښه چلند اوبیابیاتشویق دزده کړې ترټولواغیزمنې رودې دي . 

د۱۳۸۵کال دمرغومي ۲۴ مه نیټه تهران ایران 

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:59 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

یوه ریښتینې کیسه

محمدظریف عنایت زی

ورځپاڼې مې کتلې چې څوځایه مې دافغانانو په هکله د نادودو په باب لیکنو ته  پام شو ،چیرته به افغانانو داسې کار کړی و چې دافغانانو دمیړانې ،غیرت او برم له هیڅ تول سره یې اړخ نه لګاوه اوپه پردي وطن کې به یې د واقعي اړمنوپه وړاندې دکوربنو کرکه راپیداکوله هغه متل دی چې دوچوله زوره لانده سوځي ،خوپه ډیروموردونوکې له افغانانوسره داسې نادودې شوې چې په مظلوموافغانانو دیوه اوبل ملنډې ډیرې دخواشینۍ وړدي لنډه داچې دیوې ورځپاڼې په دې سرټکي مې سترګې ښخې شوې چې[یوه کلینډردلارې دکرایې په بدل کې مساپر وواژه] نوپه بشپړې کیسې دځان پوهولولپاره مې نوموړی مطلب تر پایه ولوست چې لیکي یې و،یو افغان چې دکارلپاره یې دې پردي وطن دراتلو تکل کړی وء اوغوښتل یې چې ددې هیوادهغه ښار ته ځان ورسوي چې په وطن کې خلکو ورته دهغې په باب ویلي و خوکله چې د ډیروستونزواوکړاونوپه ګاللوسره له پولې واوښت نو نوموړي ښارته دتلولپاره په موټروکې ځکه چانه سپراوه چې قاچاقي راغلی و نو چا به ترې دڅلورو،پینځواوحتی شبږوتنود کرایې غوښتنه کوله خوله خوارکي سره یوازې دومره پیسې پاتې وې چې دعادي مساپر کرایه ورکړي .ډیرو موټر چلونکو ته له زارۍ کولو وروسته یوه کلینډر په دې شرط په بس کې سپورکړ چې دیوه تن کرایه به په سرکې اوددووکسانوکرایه به هم مقصد ځاي ته په رسیدو ورکوي .موټر روان شونوروسپروکسانوچا له یوبل سره خوږمجلس کاوه اوچاهم په تلویزیون باندې فلم ته کتل خوهغه ټوله لاره په دې فکرکې وچې هلته به دکرایې نورې پیسې له کومه کوي .کله چې له دوولس دیارلس ساعته مزله وروسته مقصدځاي ته ورسیدکلینډر ترې دنوروپیسوغوښتنه وکړه هغه زړه نازړه ځواب ورکړ زه خونورې پیسې نلرم ،په دې ښار کې مې کلیوال دي له هغوي څخه به یې درته پورکړم اودرته رابه یې وړم ژمنه درسره کوم خو کلینډر اعتبار پرې نه کاوه اوټینګ یې نیولی وکه له ځمکې وي اوکه له آسمانه هرومروبه په همدې ځاي پیسې ورکوي ،سره لاس اوګریوان شول هغه غوښتل یې چې ځان ترې خلاص کړي په دې وخت کې کلینډر دلیوه په څیر ورټوپ کړاوچاقویې سمدستي له جیبه راوایست اودمظلوم افغان پر خیټه ورخښ کړ دخلکوګڼه زیاته شوه اوبریدکوونکی یې پولیسوته وسپاره خوڅه ګټه یې کوله بې وزله افغان ساه ورکړې وه اوله کلي، کور، خپلوانواوکورنۍ ډیر لیرې په پردي وطن کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې .دافغانانودبې شمیره ستونزوپه لیدواواوریدوسره داپوښتنه سړي ته پیداکیږي چې دافغانانودادرپه درۍ،کړاونه اوبدبختۍ ترکومه ؟ آیاڅوک شته چې دمظلومواوپه پردیوملکونوکې دپرتوافغانانوپرټپونوپټۍ کیږدي ؟ترکومه به افغانان د خپلوبچیانولپاره دیوې ګولې ډوډۍ لپاره په پردیوملکونوکې دیوه اوبل سپکې سپورې اوري ؟ نواې ګرانه لوستونکیه ددې ټولوستونزودیوې کوچنۍ برخې په لیرې کولوکې زه اوته هم بایدځانونه مسوول وګڼواوکه نه ؟

د۱۳۸۵کال دمرغومي ۱۲مه تهران

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:38 PM  توسط محمدظریف عنایت زی |