![]() |
![]() |
|
| ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی |
|
خبریالي ،ستونزې اوله هغې سره مقابله لیکنه : محمدظریف عنایت زی خبریالي یوه ستونزمنه اوپه عین حال کې سپیڅلې دنده ده ،که یو خبریال په بې پلوۍ ، پوره اخلاص اوصداقت سره واقعیتونه خپاره کړي خپله اسلامي اوانساني دنده یې په ښه توګه ترسره کړې ده . په نړۍکې هرکال په بیلابیلوپیښوکې په لسګونوخبریالان خپل ژوندله لاسه ورکوي ، ځکه خبریال مجبوردی چې دواقعیتونو د ترلاسه کولواومنعکسولولپاره دپیښو ځایونواوحتی دجګړې ډګرونوته ځان ورسوي ،که څه هم ښه پوهیږي چې داکارله خطره ډک دی خوددې لپاره چې خپل مسوولیت اودنده یې په ښه اوواقعي توګه اجراکړې وي نوهرې خطرناکې سیمې ته دورتلولپاره زړه ښه کوي . خوموږوینوچې دخبریالانودمړینې مسلې ته دحکومتونوپه تیره بیا دنړیوالوموسسو چارواکي چندانې اهمیت نه ورکوي ، ډیرځله لیدل شوي چې کله یوخبریال ددې سپیڅلې دندې په وخت په قصدي اویا هم خطایي توګه دښکیلولوریولخواوژل کیږي حکومتي چارواکي ، دډلومشران اونړیوال مسوولین یوازې په یوه یادونه بسنه کوي او هیڅکله نه دي لیدل شوي چې په دې اړه واقعي پلټنې اوتحقیق وکړي ،نودانتیجه اخیستلاي شوچې خبریالان یوازې دي . په دې باب خبریالانوته سپارښتنه کیږي چې ترهرڅه دمخه دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي ځکه داسلام دسپیڅلي دین له نظره هم دځان ساتل یوه ضروري چاره ده اوباید په لوي لاس دمرګ کومي ته ځان ونه سپاري . یوخبریال چې کله دراپوردبرابرولولپاره کومې خطرناکې سیمې ته ورځي بایده دي چې ترهرڅه وړاندې دځان دساتنې په فکرکې وي او له وړاندې له خطره دتیښتې لاره ولټوي ،تل ځان له خطرسره د مقابلې لپاره چمتوکړي اودراپوردبرابرولوپه خاطرځان له خطر سره مخامخ نه کړي ځکه خبرترلاسه کول دوژل کیدوارزښت نلري . خبریال بایدپام وکړي چې دادهغه همیشنۍدنده ده سباهم کیداي شي تردې ښه خبر پیداکړي نوبایدترډیره دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي اودیوه نوي خبریامهم عکس داخیستلولپاره ځان له لاسه ورنکړي کله چې پوه شي خطرډیردی هڅه دې وکړي زړه نا زړه نشي کلک تصمیم دې ونیسي ، خبریال بایدداسې چارې زده کړي چې له خوندیتوب سره یې مرسته وکړي . دبیلګې په توګه ټاکل شوې ده چې مظاهرې وشي خبریال بایدله هغې یوه ورځ وړاندې دمظاهرې دکیدوځاي ته ورشي ځکه چې ښايي مظاهرې تاوتریخجنې شي نودهغې سیمې دلارواودموقعیت په اړه دې بشپړمالومات ترلاسه کړي ، له احتمالي خطرونو سره د مقابلې لپاره دې ځان چمتوکړي، خپل مرکزدې دغه رازسیمې ته له ورتلومخکې خبرکړي اوورته په ډاکه دې کړي چې څه وخت بیرته له هغه ځایه راګرځي ،دداسې کسانودټلیفون شمیرې بایدله ځان سره ولري چې داړتیاپه وخت کې ورسره تماس ونیسي . اکثره چارواکي فکرکوي چې دخبریالانوویرول ښه کاردی ځکه هغوي بیالږددوي د کارونوپه اړه پوښتنې اوګرویږنې کوي همداراز ډیرځله لیدل شوي چې دخبریالانوتیپ ،کیمره اوداسې نوروسایل ترې اخیستل کیږي ،یاقاضي حکم کوي چې خبریال بایدد خپل خبر سرچینه ایشواکړي حتی په هغوهیوادونوکې چې د دیموکراسۍ شعارونه هم ورکول کیږي خبریالان ګواښل کیږي . همدارازیوخبریال بایدپه لومړنیوطبي مرستووپوهیږي څوداړتیاپه وخت کې هم له ځان اوهم له نوروسره مرسته وکړاي شي . خبریال بایددنوروخبریالانودتلیفون شمیرې هم درسره ولري اود خطرپه وخت کې هغوي هم خبرکړي دخپل دفترمشرته ووایي که تر ټاکلي وخته ورونه ګرځي هغه څه بایدوکړي ،دځان دژغورنې لپاره له وړاندې پلانونه وکړئ . دخبریالۍکارت بایدله ځان سره ولري که څه هم کیداي شي ځینې وختونه دخبریالۍ د کارت لرل دهغه په زیان وي خودابیادنوموړي په تجربې اودکارپه چاپیریال پورې اړه لري اوپه هماغه وخت کې دبل هرچاپه پرتله په خپله خبریال په ښه توګه تصمیم نیولی شي . خبریال بایدتل داسې فکرونه کړي چې که دنښتې اوجګړې ډګرته ورنه شي نوښه اوکره خبرنشي ترلاسه کولاي ،بلکه ډیرځله دخطرله سیمې بهرکره اوبشپړمالومات ترلاسه کیداي شي . خبریال بایددراپوردبرابرولوپه وخت کې خپل ګرچاپیره ته ښه ځیر وي اودهرډول احتمالي پیښوپه باب هوښیارواوسي . اکثره وختونه ډله ایزکارګټوروي خوډیرلږلیدل شوي چې خبریالان دې په ګډه دیوه راپوردبرابرولولپاره ولاړشي په داسې حال کې چې سپارښتنه کیږي خبریالان تروسه وسه ډله ایزکاروکړي حتی که یې یوسیال خبریال هم په ډله کې ورسره وي تریوازیتوبه ښه ده. دنښتویانوروپیښواصلي لوبغاړي دې پیداکړي اوخپلوکسانوته دهغوي اشارو او امرونوته دې ښه پام کوي . ښايي چې مدیریې ورته تلیفون وکړي اودیوه کارکولوورته ووایي خوپه داسې شرایطو کې چې خبریال دپیښې په ځاي کې دی په خپله بایدتصمیم ونیسي ،تل دې پام وکړي چې څه ډول شیان ورسره دي کیداي داسې څه ورسره وي چې له امله یې دکومې ښکیلې ډلې لخواتربریدلاندې راشي . که خبریال په نوي چاپیریال کې کارکوي بایددهغه ځاي دخلکوله دودونو، کلتوراوژبې سره بلدوي ځکه دهغې ځاي دخلکوپه ژبه په څوجملوپوهیدل کیداي شي تاسوله مرګه وژغوري، کم ترکمه داچې (زه خبریال یم )جمله خوبایدحتمادهغې سیمې دخلکوپه ژبه زده کړي،کله چې داسې نوې سیمې ته یوخبریال ځي هرومروبایددهغې سیمې له ځايي خبریالانوسره ځان بلدکړي . لنډه داچې خبریالې داسې دنده ده چې دنوروبرخوپه پرتله زیاتې ځیرتیاته اړتیالري اودهرې پیښې په باب دراپوردبرابرولوترڅنګ بایددخپل ځان دامنیت اوساتنې په اړه ډیرپام وکړي ،بریالی خبریال هغه دی چې ژورې ټولنیزې اړیکې پیژندګلوۍاوپراخ مالومات ولري . |
|
دماشوم دښې روزنې لپاره څودپام وړټکي لیکنه :محمدظریف عنایت زی دپلاراومورلویه ځانګرتیادخپلوماشومانوپه وړاندې دهغوي د مسوولیت جدي احساس دی چې بایدپه ځان کې یې پیداکړي ، میندې اوپلرونه غواړي چې ښه بااستعداده اوروغ بچیان ولري ددې کارلپاره دالاندې ټکي په پام کې نیول ډیراړین بريښي . ــــ له ماشوم سره خپل چلندکنټرول کړئ . ــــ دماشوم خبروته په ښه توګه غوږنیسئ . ــــ دخپل ماشوم احساساتودرک کړئ . ــــ له ماشوم سره مرسته کوئ چې ټولنیزې اړیکې څنګه ټینګې کړي . ــــ خپل ماشوم په ناسمونومونونه مه یادوئ اوهغه ته سم اخلاق اوچلندورپه ګوته کړئ . ــــ ماشوم ته دزده کړې اوکشفونې لپاره فرصت برابرکړئ . ــــ هیڅکه پرهغه په زورخپله خبره اوافکارمه ورتپئ . ــــ هڅه وکړئ چې ماشوم ته دزده کړې خوندورزده کړئ ،هغه ماشوم چې تل خپل پلاراومورپه زده کړې اومطالعې بوخت ویني بې له دې چې څوک ورته ووایي هغه هم همدادزده کړې روده خپلوي . ــــ له ماشوم سره یوځاي ډوډۍوخورئ ځکه دډوډۍخوړلوپه وخت کې دکورنۍغړي سره خبرې کوي اوماشوم هغه کلیمې چې ورته اړتیالري زده کوي . ــــ دماشوم له ښوونکي سره تل په تماس کې شئ ځکه په دې کارسره دخپل ماشوم دلیک لوست نیمګرتیاوې په ښه توګه پوره کولاي شئ . ــــ دماشوم لپاره دښوونځي دکورنۍدندې دترسره کولواولوبولپاره مناسب مهال ویش په نظرکې ونیسئ . ــــ کله چې ماشوم په کوم مضمون کې کمې نمرې اخلي خپل زغم له لاسه مه ورکوئ له هغه سره په نوموړې برخه کې مرسته وکړئ . ــــ خپل ماشوم هیڅکله مه مایوسه کوئ ځکه هغه ښه پوهیږي هرڅه چې غواړي هغه ټول نشي لرلی یوازې کله کله غواړي چې تاسو امتحان کړي . ــــ ماشوم ته په تونده لهجه خبره مه کوئ ځکه داکارهغه ته داورښیي چې یوازې قدرت مهم دی ،که هغه په ښه توګه رهنمايي کړئ ښه غبرګون ښيي . ــــ ماشوم ته هسې بې ځايه وعده مه ورکوئ ځکه ښايي چې که هغه پوره نشئ کړاي پرځان به دهغه باورله منځه یوسئ . ــــ کله چې درته وايي چې پرې ګران نه یاست مه په غوسه کیږئ داد هغه دزړه خبره نه ده دایوازې له هغه سره ستاسودناسم چلندطبعي غبرګون دی . ــــ داسې کارمه کوئ چې ماشوم ځان ډیربې ارزښته انسان احساس کړي په دې صورت کې به دهغې دجبرانولولپاره دخپل عمرپه پرتله لوړعمرلرونکي په توګه عمل وکړم . ــــ دداسې کارونوکولوته یې مه اړباسئ چې دهغه په توان کې نه وي داکارپه هغه کې دتل لپاره دناتوانۍاحساس پیداکوي . ــــ دخپل ماشوم ناوړه عادتونه بیابیامه وریادوئ ځکه داکارنه یوازې ددغه رازعادتونودمخنیوي سبب نه کیږي بلکه هغه دوامداره کوي . ــــ دنوروهمزولوپه وړاندې خپل ماشوم مه رټئ که له هغه سره په یوازې توګه خبرې وکړئ اوناسم کارونه یې ورپه ګوته کړئ ډیر اغیزمن ثابتیږي . ــــ کله چې ستاسوماشوم په سمه توګه دښه اوبدتوپيرکولاي شي هغه ته بې ځایه نصیحت مه کوئ ځکه داکارداړتیاپه وخت بیاخپل اغیزله لاسه ورکوي . ــــ له خپل ماشوم سره داسې چلندمه کوئ چې خپله وړه غلطي لویه ګناه وبولي ځکه ډیرځله دګناه له ویرې له نویوتجربوډه ډه کوي . ــــ کله چې ماشوم کومه کوچنۍغلطي وکړي هغه په ناسموخبرومه رټۍ اومه ورته وایاست چې ته ډیربدهلک یانجلۍیې ځکه په دې توګه به ښايي چې فکروکړي په ریښتیابددی اوبیابه نورناوړه کارونه هم کوي . ــــ ماشوم تل هڅه کوي هرڅه وآزمویي اوهرومروله هغې یوڅه زده کوي نوپه دې کارکې ورسره مرسته وکړئ . ــــ دماشوم پوښتنوته په سړه سینه ځواب ووایئ اوله پوښتنې کولو یې مه منعه کوئ . ــــ هیڅکله دافکرمه کوئ که له خپل ماشومه په یولړمواردوکې بخښنه وغواړئ داستاسودشان مخالف کاردی بلکه داعمل ستاسو په وړاندې دهغه دلازیات صمیمیت اونژدې والي سبب کیږي . ــــ داهیڅکله مه هیروئ چې ماشوم له هڅولواوتشویق پرته نشي بریالی کیداي . ــــ له ماشوم سره داسې چلندوکړئ چې له خپلوملګروسره یې کوئ په هغه صورت کې به موماشوم هم له تاسوسره دخپل ملګري په توګه عمل کوي . |
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
دآزاداوخپلواک افغانستان په هیله
|
| نوشته های پیشین |
|
فروردین 1387 اسفند 1386 دی 1386 آذر 1386 مهر 1386 شهریور 1386 مرداد 1386 تیر 1386 خرداد 1386 |
| آرشیو موضوعی |
|
علمي ادبي لنډې کیسې میرمنې ماشومان |
|
RSS
|