![]() |
![]() |
|
| ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی |
|
مرکه (interview)اودهغې ډولونه لیکنه : محمدظریف عنایت زی مرکه دمالوماتودترلاسه کولویوه اساسي روده ده چې په هغې کې په مخامخ شتون اویاهم په غیرحضوري توګه له یوکس اویاډیرو خلکو د یوې مسلې په اړه پوښتنې کیږي . په مرکه کې ترټولومهمې دهغې پوښتنې دي چې بایدله وړاندې ورته پام وشي . بریالۍمرکه هغه ده چې آزادې پوښتنې پکې مطرح اود هغې لپاره آرام چاپيریال غوره شي ځکه دمرکې آرام چاپیریال دنظرونوپه تبادله کې مهم رول لري . له مرکې وړاندې ځان دیوې منصفانه مرکې لپاره چمتوکړئ ، همداراز په پام کې مووي چې دمقابل لوري ځوابونه په خورا ځیرتیادرسره لیکئ اویایې ثبتوئ اودهغه هرځواب ته که ستاسودخوښې هم نه وپه ډیره خلاصه سینه اوځیرتیاسره غوږکیږدئ ځکه داحق نلرئ چې دچاله نظرسره مخالفت وکړئ یوازې کولاي شئ چې خپلې پوښتنې مطرح کړئ،داهم بایدووایوکه یوڅوک نه غواړي هغه څه چې تاسویې غواړئ درته ووايي تاسوله ژورنالیستیکي پلوه داحق نلرئ چې خپله خبره پرې وتپئ یاپه بله وینادهغه په خوله خپله خبره وکړئ ځکه یوڅوک ستاسو دنظروړ خبروکولوته اړایستل لویه ژورنالیستیکي اواخلاقي غلطي ده . دالاندې څونورټکي هم دمرکې لپاره ډیراړین بریښي چې درسنیو کارکوونکي بایدورته جدي پام وکړي : ــــ له چاسره چې مرکه کوئ بایددهغې په ژبه پوه شئ اویاهم ښه پوه ژباړن درسره وي . ـــــ دپوښتنودارزښت له مخې دهغوي ټاکل . ــــ دمقابل لوري دباوراواعتمادترلاسه کول . ــــ له ټیپ څخه داستفادې په صورت کې له مقابل لوري څخه اجازه اخیستل . ــــ دهغه مقام اوټولنیزموقعیت ته پام کول . ــــ له مرکې وړاندې دهغې دموضوع په اړه بشپړمالومات ورکول . ــــ دمقابل لوري دکمزورو اودپیاوړوټکوپيژندل . ــــ لومړی دمرکې له موضوع پرته څوآزادې خبرې کول څو هغه داسې فکروکړي چې له یوه نږدې ملګري سره مخامخ دی . ــــ له داسې پوښتنوترډیره ډه ډه کول چې ځواب یې یوازې هواونه وي . ــــ دمرکې دزرپاي ته رسولوهڅه نه کول . ــــ دمرکې په لومړي سرکې داسې فضابرابرول چې دمقابل لوري باور ترلاسه شي ترڅوپه خپله خوښه په آزاده توګه خبرې وکړي . ــــ کله چې له چاسره مرکه کوئ دهغه له نظرسره مخالفت نکول . دمرکې ډولونه : یوکسیزه مرکه ،ډله ایزه مرکه ،په کاردګمارولومرکه ،شخصي مرکه ،آزاده مرکه ،شفاهي مرکه ،خبري مرکه ،مطبوعاتي مرکه ،رادیویي مرکه ،ټلویزیوني مرکه ... ــــ په فردي مرکه کې له یوچاسره دځانګړې مسلې په اړه پوښتنې د خبرواتروپه توګه مطرح کیږي . ــــ په شخصي مرکه کې دیوکس په سیاسي ،ټولنیزو،مذهبي ،علمي، کاري اودژوندانه په نوروبرخوکې پوښتنې کیږي خویوکس چې په ټولنه کې له شهرته برخمن دی دهغه دکارونواووړتیاووپه باب پوښتنې ضروري دي یایوکس چې څوک یې نه پیژني لومړی دهغه بشپړمعرفي کول اوبیادهغه ددندواووړتیاووپه باب مالومات ورکول . په شخصي مرکه کې دمرکې دچاپیریال اوله چاسره چې مرکه کیږي هغه دحرکتونویادول ډیراړین دي . ـــــ په ډله ایزه مرکه کې دزیات شمیرخلکونظرونه اوافکارپوښتل کیږي اواکثره دغه رازمرکې دورځنیومهموحالاتواویادیوې ځانګړې پيښې په اړه وي چې دهغې په باب دبیلابیلوکسانودنظرغوښتل ضروري وي . په دغه رازمرکوکې بایدپوښتنې لنډې ،ساده اوپه آسانه الفاظووي ځکه دخلکوله بیلابیلوپرګنوسره مخامخ کیږئ . ــــ په مخامخ یاهغومرکوکې چې دتلیفون له لارې کیږي مرکه کوونکی بایددمرکې پراصولوپه پوهیدوسربیره دبیلابیلومسلواوپه تیره بیاد هغې موضوع په اړه چې پرې خبرې کوي بشپړمالومات ولري اودهغې ترڅنګ بایدژورنالیستیکي اصولوته پایبندوي اوداسې پوښتنې ونکړي چې دمقابل لوري دحیثیت دداغي کیدواوپه راتلونکي کې دهغه دله لاسه ورکولوسبب شي اویاهم پرهغه دخپل نظردتپلوهڅه وکړي چې له بده مرغه دځینورسنیومشران اوکارکونکي دې اصل ته هیڅ پام نه کوي اودمرکې له سره په مقابل لوري دخپل نظردتپلوپه لټه کې وي اوغواړي چې دهغه له خولې خپله خبره وکړي . دمقابل لوري په روحي حالاتوپوهیدل دښه مرکچي ځانګړنه ده . مرکه کوونکی بایدتل په ذهن کې څواضافي پوښتنې ورسره ولري چې ښایي په ځینوموردنوکې دمرکې له موضوع پرته پوښتنې وکړاي شئ . ــــ په ډله ایزه مرکه کې مقابل لوری ګروهنه لري چې پوښتنې په لیکلې بڼه ورکړل شي ځکه په دې کارسره هم پرې زیات تسلط پیداکوي اوهم دځواب ورکولولپاره بشپړوخت لري چې دغه ډول مرکې اکثره په تحقیقي اوعلمي برخو کې کیږي اودامرکې ډیرلږخبري اړخ لري . ــــ په آزاده مرکه کې دبیلابیلومسلوپه اړه پرلپسې پوښتنې کیږي او لازم ځوابونه ترلاسه کیږي . ــــ مطبوعاتي ،راډیویي اوټلویزیوني مرکې په ټول کې په خبري ، عمومي اوفردي توګه ترسره کیږي چې په خبري مرکه کې هدف دیوې پیښې په اړه مالومات ترلاسه کول دي خوپه دغه رازمرکوکې دننه په ستودیوکې مرکه ترټولوګرانه اودډیراهمیت وړده ځکه په دې مرکه کې هرڅه دلیدونکواویااوریدونکوپه وړاندې وي . ـــــ په کاردګمارلومرکه په یوې خاصې دندې کې دکسانودوړتیاد مالومولولپاره کیږي چې داکارنن سبادیوکس دښې وړتیاپه مالومولوکې ډیرګټورثابت شوی دی ،که څه هم داکارپه لیکلې توګه هم کیداي شي خودمرکې اوپه مخامخ بڼه کې دوړاندیزکوونکي پوهه، وړتیااوځیرتیاښه جوتیږي . لنډه داچې دنالوستواوکم لوستولپاره دیوې مسلې ښه روښانول دیوې موضوع چورلت روڼتیااودډیروخلکوپوښتنوته ځواب ویل دمرکې ګټې دي . |
|
دبې نظمۍمخه نیول طنز لیکنه : محمدظریف عنایت زی له څوورځوراهیسې زموږپه کلي کې اوازه وه کابل ته چې څوک ځي پولیس یې مخه نیسي ،چابه ویل زه یې له نیمې لارې بیرته راوګرځولم چابه ویل زه خویې ان له کوټه سنګي راستون کړم ،زموږیوکلیوال خوپولیسوسم وهلی هم و. ماهم هوډکړی و یوځل کابل ته ولاړشم هم به له ځان سره دکور داړتیا وړځینې شیان راوړم اوهم به په کابل کې خپل خپلوان ووینم ،هسې هم منی دی دبزګرۍکارنورنشته یوه دوې شپې به هلته په کابل کې تیرې کړم هم به مې لږدټول اوړي دکارونوستړیاووزي اوهم به مې هغه دچا خبره دسترګوحال بل شي خوله پرون راهیسې مې چې دغه اوازې واوریدې خداي شته زړه نازړه وم چې ولاړشم که نه خوماسخوتن مې له ډوډۍوروسته پلارته کابل ته دتلوخبره وریاده کړه هغه راته وویل ګوره وهلکه دنیولواوازې دې نه دي اوریدلې ،کابل ته چې څوک ځي په لاره کې یې پولیس له موټره کوزوي تابه هم ونیسي وهلی به یې وې موږهسې هم طالع نلرو،که زمامنې مه ځه زماخبره ومنه . ماورته وویل: لالازه خوڅه ډیرې پيسې نه راسره وړم چې پرې ومې ځوروي اویامې ونیسي زه خوهسې یوڅوروپۍدکوردسودالپاره راسره وړم ،پلارمې سروخوځاوه اووې ویل خوښه دې خوزمابه ترهغه اندیښنه وي ترڅوچې بیرته راستون شې . سهاروختي دکابل په نیت په موټرکې کښیناستم ،موټرروان شوله څه دپاسه یوساعت مزل وروسته کابل ته نژدې په کمپنۍسیمه کې زموږ موټر هم دنوروموټروپه کتارکې دپولیسولخواودرول شولومړی اندیښمن شوم اوله ځان سره مې وویل چې ومې نه نیسي بندي مې نه کړي ...بیابه مې ویل نه نوڅه جرم خونلرم چې ومې نیسي ،خوڅه به دې سرخوږم زموږ د موټر د تلاشی وارهم راورسیدپولیس په لاس اشاره وکړه اوپه ډیره کبرجنه بڼه یې وویل ټول زرراکوزشئ اولاسونه موپورته ونیسئ که ریښتیا راباندې وایې سم ویریدلی وم .موږهم راکوز او لاسونه موپورته ونیول ترمامخکې یوبل کس چې دریشي یې اغوستې اوښه ګیره یې خریلې وه ورتیرشوزه ډیرورته ځیرشوم چې څه ورته وایي آیاپیسې ترې اخلي که کومه بله پوښته ترې کوي خوکله یې چې دهغه جیبونه تلاشي کړل اودپیسوبنډل یې ترې وایست بیرته یې ورکړ اوورته وې ویل ورځه سپورشه ،له هغه وروسته دوهم کس چې زماپه شان یې معمولي جامې اوسپینه خولۍپرسروه تلاشي کړاوپوښتنه یې ترې وکړه څوپیسې درسره دي هغه ورته وویل یوازې زرافغانۍ، سمدستي پولیس هغه له مټوونیوه اوورته وې ویل تاته اجازه نشته دلته ودریږه ،زه هک پک شوم چې داڅه کیسه ده چې څوک پیسې نلري نوولې یې ښارته نه پریږي کله چې زمادتلاشۍوارراغی له ما هم پولیس هماغه دپیسوداندازې پوښتنه وکړه له ماسره پینځه زره افغانۍوې ماورته وویل زه پینځه زره لرم ماته یې وویل ځه سپورشه اوڅلورم کس هم چې زماپه نظرکمې پیسې ورسره وې هغه ېې هم بیرته ستون کړ،هماغه وچې په موټرکې موږدووکسانوکابل ښارته دتلو اجازه ترلاسه کړاي شوه اودکوټه سنګي په لورموحرکت وکړپه لارکې مې له ځان سره سوچ کاوه چې دانوڅه ډول تلاشي ده ولې یې هغه دوه تنه کابل ښارته له تلوایسارکړل په همدې فکرکې وم چې کوټه سنګي ته ورسیدودلته بیاهم دپولیسولخوازموږموټرودرول شودلته نو لومړی زه ورمخکې شوم اوپولیس مې جیبونه وپلټل اووې ویل ته نشې تلاي اوکله یې چې هغه بل کس تلاشي کړورته وې ویل ته ورځه، موټردښارپه لورروان شو. زه ډیرخواشنی شوم ،هلته وړاندې دپولیسومشرچې افسرمالومیده په چوکۍناست اوسیګرټ یې په خوله کې نیولی وزه ورغلم اوورته ومې ویل ، صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم ؟ ــــ وایه څه خبره ده . ــــ ضابط صیب زه ستاسوپولیسوپرې نه ښودم چې ښارته ولاړشم هیله کوم چې اجازه راکړئ . ــــ پيسې به درسره کمې وې . ــــ پینځه زره افغانۍلرم صیب . ــــ په خنداشواووې ویل ته لکه چې نه یې خبراوکه ځان نه خبروې، ښار ته چې څوک ځي بایدله لسوزروکمې پیسې ونلري ځکه موږ غواړو چې دبې نظمۍاوهسې بیروبارمخه ونیسو،که دې پينځه زره افغانۍنه لرلی نوکوټه سنګي ته موهم نه راپریښودې وپوهیدې که نه ،ورځه له دې مخکې دتلواجازه نه درکوو. |
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
دآزاداوخپلواک افغانستان په هیله
|
| نوشته های پیشین |
|
فروردین 1387 اسفند 1386 دی 1386 آذر 1386 مهر 1386 شهریور 1386 مرداد 1386 تیر 1386 خرداد 1386 |
| آرشیو موضوعی |
|
علمي ادبي لنډې کیسې میرمنې ماشومان |
|
RSS
|