![]() |
![]() |
|
| ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی |
|
پردیسه مینه لنډه کیسه : محمدظریف عنایت زی نن مې له ډیرې مودې وروسته کلک هوډکړی وچې هرومروبه خپله دزړه خبره ورته کوم ،هغه نن له څوکلونووروسته له موږکره راتله، زه له خوښۍپه جاموکې نه ځاییدم ځکه چې خپله ورکه مینه مې بیاموندلې وه له ځان سره مې ویل اوس به ډیره لویه شوې وي ،اوهوچې زه یې هیرکړی نه وم ؟که یې له بل چاسره ګوتې خوږې کړې وي زه به بیاڅه کوم ،که مې یې مینه هیره کړې وي ،که ...که ... خوبیابه مې په خپله زړه ښه کړاوویل به مې، نه هغه بې وفانه ده ،هغه زماژونددی ،زما مینه ده داسې به هیڅ کله ونه شي ،په همدې وخت کې مې دکوچنۍ خورغږزمادسوچونولړۍراغوڅه کړه چې ویل یې هغه ده راغله، ما ناڅاپه ترې پوښتنه وکړه څوک راغله ؟ ــــ ترورمې ،هاغه ده ــــ کومه ترور؟ ــــ ولې ،زموږدپخواني ګاونډي دسپوږمۍدوي مور ــــ بل څوک دي ورسره؟ ــــ سپوږمۍهم ورسره ده ،اودهغوي مخې ته یې ورمنډه کړه . تردې ګړۍخومې دهغې دلیدولپاره شیبې شمیرلې خوکله چې ریښتیا وخت راغی اوپه هغې مې سترګې ولګیدې زړه مې په درزاشوتردې حده چې دخپل زړه آوازمې په خپله اوریده ، زماسپوږمۍاوس له پخوا څوچنده ښکلې شوې وه دهغې ښکلو غټوغټوسترګو، نریو سرو شونډو،سپینې هسکې غاړې توروویښتانولوړې ونې ،تکې سپینې لکه دپینځلسم سپوږمۍ،سپوږمۍداسې بې سده کړم چې که رایښتیا راباندې وایئ دهغې ښکلاپسې واخیستم، ستړي مشي رانه پاتې شول هک پک شوم له ځان سره مې وویل داسې نه چې دابل څوک وي تیروتلی به یې ؟ ځکه هغه وخت خودومره هم ښکلې هم نه وه ! کله یې چې راسره خبرې پیل کړې له ځان سره مې وویل نه داهماغه زمامینه ده ، زماخپله سپوږمۍده . سره وغږیدوپخوانۍکیسې موسره وکړې دماشومتوب یادوه موتازه کړل،هغه وختونه چې دواړه یوځاي ښوونځي ته تلو،یوځاي به مولوبې سره کولې، کله کله خوبه زمااودهغې میندې راپسې سرګردانه وې شاوخوابه یې په موږپسې نارې وهلې خوموږبه په یوځاي کې ناست واودماشومتوب مینه ناکې لوبې به موکولې . اوس دسپوږمۍدوي کډه له شپږوکلونووروسته یوځل بیاله پردي وطنه راغلې وه مایوځل بیاخپله مینه موندلې وه، هغه وخت چې دواړه دنوې ځوانۍپه پړاوکې څوځله مې وغوښتل چې له هغې سره دخپلې مینې رازشریک کړم خوزړه مې ونه شوکړاي دخداي کارونه وزموږپه سیمه کې دجنګ جګړوله په ناڅاپي پیلیدوسره دسپوږمۍکورنۍله هیواده کډه وکړه . له هغې وروسته غمونواودهغې دبیلتانه تورې تیارې زماپرزړه خپل پیڅول وغوړاوه ، هرڅه راته تورتم ښکاریدل ،دژوندخوښۍراته پیکه شوې ،له هیچاسره مې دزړه خواله نه غوښتل ،ډیروخت به مې دهغې له یادونوسره په یوازیتوب کې تیراوه ،له ژونده مې زړه تور شوی و،نورمې دمینې اومحبت دنیاګۍلولپه شوې وه،ځکه زه سپوږمۍیوازې پرې ایښی وم مادسخت یوازیتوب احساس کاوه . هغه اوس پوره پیغله وه نه پوهیږم دپردیسۍژونددهغې ښکلاڅوچنده کړې وه اوکه به زماسترګوراته دوکه راکوله ،دومره راته ښکلې ښکاریده چې دهغې له بیالیدوراهیسې هرڅه راته ښکلي ښکلي ښکاریدل په هرڅه کې دمینې اومحبت احساس راپه برخه کیده ،نن د هغې په لیدوهرڅه راته بدل شوي و،ته وانوی ژوندمې پیداکړ،اوس مې له ځان سره هوډوکړچې نورنوهرومروخپله دزړه خبره ورته وکړم . دواړه یوازې په کوټه کې سره ناست وپخواني یادونه موتازه کول ،یو ناڅاپه دڅوشیبولپاره دواړه پټه خوله شوو،په مینه مینه مویوبل ته کتل تابه ویل چې په سترګوکې مویوبل ته دزړه مینه بیانوله ،په سوچونوکې ډوب شوي و،په دې وخت کې مې له ځان سره وویل همدایې وخت دی بایدورته ووایم اوخبره مې داسې پیل کړه ، سپوږمۍنن غواړم چې خپله دزړه خبره درته روښانه کړم داسې خبره چې له څوکلونومې په زړه کې درته ساتلې وه .هغې په ځواب کې راته وویل زه هم غواړم چې نن یوه پټه خبره درته وکړم . ــــ ښه ده چې تاداخبره رابرسیره کړه ځکه ماخوزمااوستا دمینې خبره نه شواي پیلولی نه پوهیدم چې له کومه یې درته پیل کړم ، خوناڅاپه د سپوږمۍله ښکلوبادامي سترګواوښکې روانې شوې ،په داسې حال کې چې په پلویې اوښکې پاکولې وې ویل : ــــ کاشکي زمااوستامینه په وصال بدله شوې واي ـــــ داڅه وایې ،په ماخودې اوربل کړژرووایه څه پيښه شوې ؟ بیایې په ژړغوني آوازوویل : ــــ زه مې پلاریوازې په دې خاطریوه څلویښت کلن سړي ته ورکړې یم چې په خارج کې اوسیږي . م .ظریف د۱۳۸۶کال دتلې دمیاشتې ۲۶ مه دماسخوتن نهه بجې دتهران کور |
|
په خبرکې دسرچینې (منبع) اهمیت لیکنه : م .ظریف عنایت زی په خبرلیکلوکې دسرچینې یادول دخبراوترلاسه شویومالوماتو له اهمیت سره مرسته کوي اودکره اومعتبرې سرچینې یادول دخبریال دښې وړتیاښودنه کوي . تکړه خبریال ښې اړیکې لري اوتل دکره اومعتبرومنابعوپه لټه کې وي ،دهغې ترڅنګ ددقیق والي رودې زده کوي اوپه عین حال کې مصنف اومعتدل وي .ښه خبریال هڅه کوي چې دخبرزاویه وټاکي لڼدې اوساده اوشفافې جملې ولیکي تل هڅه وکړي چې دیوه اوبدونکي په څیردخبربیلابیل اړخونه سره وپیي، دخبر بشپړ جزییات ترلاسه کوي اوتل دخلاقیت په لټه کې وي . دبیګې په توګه کله چې دیوه ښوونځي په اړه خبرلیکي په مدیراو سرښوونکي سربیره له ښوونکوزده کوونکواوحتی ملازمینوڅخه هم پوښتنې کوي ځکه ډیرځله له داسې کسانوڅخه مهم مالومات ترلاسه کیداي شي چې دعادي خلکولخواپام نه ورته کیږي چې همداکره مالومات دهریوه له قوله په خبرکې یادولی شو . ورځپاڼې ،خبري آژانسونه ،راډیوګانې اوټلویزیوني چینلونه، دخبري سرچینوپه موندلوکې له خبریالانوسره مرسته کوي ،همدارازنن سباویبپاڼې اونورې په زرګونوانټرنیټي څانګې دکره سرچینوپه موندلوکې مرسته کوي . له بلې خواخبریال بایدددایمي سرچینودموندلولپاره دخپل کارپه ساحه کې دبیلابیلوحکومتي اوغیرحکومتي دفترونوله مسوولینو اوکارکونکوسره وخت په وخت تماس ولري اوپه یوډول د هغوي دحال احوال پوښتنه کول ددې سبب کیږي چې داړتیاپه وخت کې بشپړ مالومات درکړي .هڅه وکړئ هره پیښه له دقیقې سرچینې سره ذکرکړئ . سرچینې بایدمهمې وي یعنې له لوړپوړوچارواکوڅخه یوه مسله تاییدکړئ ځکه په هغه صورت کې مودخبراعتبارزیاتیږي ،که څه هم دټیټې کچې له کارکوونکوسره تماس اوله هغوي پوښتنې کول هم تاسوته دهغې مسلې نوي اړخونه درپه ګوته کوي . کله چې دیوې سرچینې (منبع) نوم په خپل خبرکې راولئ بایدډیرموپام وي چې دهغه نوم اودنده دهغه په مشورې ذکرکړئ ځکه چې په دې کار سره به نوموړې سرچینه دتل لپاره له تاسوسره مرسته وکړي نوضروري ده چې د راتلونکي په فکرکې هم وئ ،ځینې کسان نه غواړي چې په خبرکې یې نوم ذکرشي نوتاسوهم دهغه دنوم له اخیستلوډه ډه وکړئ . خوداهم په یادولرئ چې په خبرکې داجمله لیکل (یوکس چې نه یې غوښتل نوم یې ایشواشي )دخبراهمیت کموي ،همدارنګه ډیر کسان یوه خبریال ته مالومات ورکوي خونه غواړي چې یوه کلمه یې هم خپره شي چې دغه ډول مالوماتوته په انګیسي ژبه off the recordخبرې وایي . په خبرونوکې( راپورونه وايي) (نه تاییدشوي راپورونه ددې ښودنه کوي )(ویل کیږي )په شان جملوله لیکلوترډیره حده ډه ډه وکړئ په دغه رازحالاتوکې یوه کره سرچینه پیداکړئ که هغه نوموړي مالومات تاییدهم نه کړي دخبراهمیت زیاتوي . دیوې مسلې په اړه دمالوماتوپه ترلاسه کولوکې هڅه وکړئ چې کم ترکمه دوې سرچینې پکې ذکرکړئ اومالومات چې ترلاسه کوئ هغه ولیکئ اویایې دمنبع په اجازه ثبت کړئ . کله خودیوچاغږثبتول هغه تراغیزلاندې راولي اوهغه څه چې تاسویې غواړئ هسې خبرې نشي کولاي ددې کارلپاره ترهرڅه مخکې مقابل لوری دې ته وهڅوئ چې په ډاډه زړه مالومات درکړي اوداهم ورته ووایئ که یې کوم څه بیانه غوښتل چې خپاره شي وروسته له خبرویې هم ترې وباسئ . کله چې دیوچاخبرې ثبتوئ له هغې سره په یووخت دهغې مهم ټکي وهم لیکئ ځکه په تخنیکي شیانوډیرباورنه دی پکارکه موټیپ کوم مشکل پیداکړي ټول مالومات به موله لاسه ورکړي وي . یوخبریال بایدهیڅکله ځان رخصت ونه بولي یعنې که له رسمي وخته وروسته له کومې پیښې سره مخامخ کیږي سمدستي بایددهغه په اړه دمالوماتودراغونډولوپه لټه کې شي ،له سرچینې سره دخبریال اړیکي بایدددواړولوریودګټوپراساس وي اوهغه اوږدمهاله رابطه وي . په خبرکې بایدهرڅه په ډاګه کړئ اوسپینه خبره وکړئ یعنې که مالومات کره اودقیق نه وي په خبرکې موهرومرودهغې یادونه وکړئ ځکه په دې کارسره که خبرسم نه وتاسوخوبه خپله غاړه خلاصه کړې وي همدارازکه دیوې پیښې په اړه دوه لوري بیلابیل مالومات درکړي تاسودواړه په خبرکې راولئ اوقضاوت خلکوته پریږدئ اوهیڅکله په خپله قضاوت مه کوئ ،تل په سرچینې لیکلوسره لوستونکواو اوریدونکوته داپیغام ورسوئ چې ستاسومالومات دباوروړدي . ډیرځله داسې هم وي چې دیوې پیښې په اړه له ډیروهڅووروسته هم ښه باوري مالومات نشئ ترلاسه کولاي په دې صورت کې داهرومروجوته کړئ چې په مالوماتوموډاډه نه یاست . په خبرلیکلوکې دګونګواوعمومي سرچینوله یادولوډه ډه وکړئ د بیلګې په توګه (حکومتي سرچیني وايي )ددې پرځاي ووایئ (یوه حکومتي مقام وویل)،یعنې ترممکنه حده هڅه وکړئ داسې سرچینه ذکرکړئ چې واقعیت ته نږدې وي . لنډه داچې یوخبر هغه وخت ښه اودخلکودمنلووړوي چې معتبرې او کره سرچینې ،اویاپه خپله دخبریال دسترګولیدلی حال پکې ذکرشوی وي . |
|
نیکتایي = ډیموکراسي !!! طنز: م .ظ.عنایت زی هراولس دهغه په کلتوراودودونوژوندی وی .زموږګران هیواد افغانستان لرغونی تاریخ ،بډایه کلتوراوځانګړی هویت لري چې تل په نړۍکې دافغانانودبرم اوعزمت بیلګه و ،خوله بده مرغه دتاریخ په اوږدوکې پردیوزموږپرګران هیواددپوځي يرغل ترڅنګ کلتوري یرغل هم کړی چې د داډول یرغل پایلو بیاترلس ګونو کلونودوام کړی دی، اوپه خواشینۍسره بایدووایوله دې امله چې په افغانستان کې دپوهې اوزده کړې کچه ډیره ټیټه ده نودپردیو دغو کلتوري یرغلونود هغوي په خوښه پایلې لرلې دي . په څوتیروکلونوکې په افغانستان کې دطالبانودحکومت له ړنګیدو اودبهرنیوځواکونوپه ملګرتیادنوي نظام درامنځته کیدوله هماغه لومړۍورځې څخه کلتوري یرغل هم په پراخه توګه پیل اودهیواد ترګوټ ګوټ یې په چټکۍسره جرړې وغځولې اکثرو خلکوپه تیربیا دکابل اونورولویو ښارونواوسیدونکوځوانانوحتی سپین ږیرود دیموکراسۍدنغارې په اوریدوسره په یوهیړګیرې وخیریلې چابه چې په په ټول ژوندکې سرنه وسرتورکړی لونګۍاو خولې یې ایسته وغورځولې دریشۍیې وکړې اوترټولومهمه داچې نکتایي ګانې یې هم ترستوني تاوکړې چابه چې دیوه وخت ډوډۍهم په سختۍپیداکوله خوټلویزیون ،ویدیواوحتی سپوږمکۍ(دیش آنتن )یې واخیستل اوپه دې لاره کې اوس هم په خورادرزسره سیالۍ روانې دي اوپه اصطلاح ډیموکراسي امتحانوي اوهغه څوک چې دډیموکراسۍله دې کاروانه شاته پاتې وي هغه نوبیاوروسته پاتې اوځانونه روڼ اندي بولي .دې همدې څومخکې ورځوخبره ده زه چې له نږدې یونیم کال وروسته له بهره دخپلو خپلوانو لیدوته افغانستان ته تللی وم اوهلته مې دپاتې کیدوپه موده کې خپلې ملي جامې اغوستې څوځله به چې کوم حکومتي دفترته ولاړم کله به چې په دروازه ورننوتم چابه چې دریشۍ اونکتایئ تړلې وې هیچابه ترې پوښتنه هم نه کوله اونیغ به روان وخو زه به ددروازې ساتونکي لومړی ودرولم اوله ډیروپوښتنوګرویږنو وروسته به یې زمانوم دپلار نوم اولنډه داچې نوراړوندمالومات چې زړه به یې غوښتل په یوه کتاب کې ولیکل اووروسته به چې ودانۍته ننوتم هرچابه راته برګ برګ کتل زه به په ځان کې ولګیدم چې ولې ټولوپه ماکې سترګې ښخې کړې خو په لومړي سرکې به زما ډیردې ټکي ته پام نه و،خووروسته بیاپوه شوم چې ماته دهرچادپه ځیره کتوعلت زماملي جامې دي .حتی په یوه دفتر کې دهغه کارکوونکو زمادقانوني کارله عملي کولوډه ډه وکړه ،سبامې چې یوبل ملګری چې دریشي یې اغوستې او ښه کش نیکتايي یې تړلې وه هلته راسره بوته سمدستي هماغه پروني مامورپه پاړسي ورته وویل (امرکنیدبیادر) ،زماملګري زماپاڼه ورکړه بې له دې چې کومه خبره پکې وکړي لاسلیک یې کړه اوپه دېردرناوي یې بیرته زماملګري ته ورکړه له نوموړي دفتره په راوتوسره زماملګري مخ راواړاوه اوویې ویل :زوروه ډیموکراسي ده نن سبادریشي اونکټایي هرکارکوي . |
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
دآزاداوخپلواک افغانستان په هیله
|
| نوشته های پیشین |
|
فروردین 1387 اسفند 1386 دی 1386 آذر 1386 مهر 1386 شهریور 1386 مرداد 1386 تیر 1386 خرداد 1386 |
| آرشیو موضوعی |
|
علمي ادبي لنډې کیسې میرمنې ماشومان |
|
RSS
|