![]() |
![]() |
|
| ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی |
|
دترانسپورت اوهوانوردۍوزارت دپام وړ لیکنه : م . ظ .عنایت زی څه موده وړاندې افغانستان ته دیوې میاشتې لپاره سره له خپلوماشومانو تللی وم هلته درخصتۍدمودې له پوره کیدولس ورځې وړاندې دآریاناهوایي شرکت دټکټونوپلورنځي ته دټکټونو دتاییدولولپاره ورغلم دیواوږده میز ترشاڅوتنه ځوانان چې دریشۍیې اغوستې اونکټایئ یې ترغاړه کړې وې ناست وله هغوي څخه یوه ته مې خپل ټکټونه مخې ته کیښودل هغه ټکټونه واخیستل اوپوښتنه یې رانه وکړه څه وخت غواړئ چې ولاړشئ .ماپه ځواب کې ورته وویل لس ورځې وروسته، هغه په کمپوټربوخت شواوله لږځنده وروسته ترخپل څنګ پورې هغه بل ملګري ته ورپه غوږشواوسره وپسیدل اوبیایې راته په پاړسي ژبه وویل (بیادربرې جمعه بعدي یعنې ده روز بعدجاي نداریم )ماورته وویل زه بایدولاړشم ځکه رخصت مې پاي ته رسیږي هیله کوم داهمکاري راسره وکړئ خوهغه داځل په لږتونده لهجه راته وویل وروره درته ومې ویل چې بلې جمعې ته ځاي نشته الوتکه ډکه ده هیڅ چاره نشته ټینګارمه کوه که دریمې جمعې ته غواړې چې ولاړشې درته هوکې به یې کړم . ماله ځان سره فکروکړیوه اوبل لوري ته مې وکتل دکوټې بل اړخ ته دبل میزترشا مې په دوومیرمنوسترګې ولګیدې له ځان سره مې وویل راځه ښځې لږزړه سواندې وې اوبله داچې کیداي شي زماداستونزه درک کړي بیامې له ځان سره وویل نه نوپه الوتکه کې چې ځاي نه وي هغوي به هم همداراته ووايي ،خوبیاهم زړه نازړه ورغلم اوټکټونه مې د یوې مخې ته کیښوده اوورته ومې ویل خورې زه بایدبلې جمعې ته ولاړشم ځکه هلته رسمي دنده لرم هیله ده زماټکټونه تاییدکړئ هغې هم چې له وړاندې له ماسره دهغه مخکیني کس چلندلیدلی وبې له ځنډه یې ځواب راکړدیوه نفرځاي هم نشته له تاسره خوبیاڅوتنه هم دي هیڅ امکان نلري ،له لږځنده وروسته یې بیامخ راواړاوه . ــــ ګوره داهم بایددرته ووایم که ترسباپورې دې ددریمې جمعې دورځې لپاره خپل ټکټونه تاییدولوته رانه وړل د دریمې جمعې ورځې لپاره هم بیا امکان نلري اوبیرته په خپلوکې سره په خبرولګیاشوې . زه نهیلی له دفتره راووتم اوپه داسې حال کې چې ډیرمې فکرخراب ویودم مې یوپخوانی ملګری راپه یادشوچې دآریاناشرکت په کومه برخه کې یې کارکاوه سمدستي په ټکسي کې سپوراودآریاناهوایي شرکت عمومي دفترته ورغلم ،لنډه داچې په پوښتنوپوښتنومې هغه پیداکړ،خداي شته چې هغه مې په لیدوډیرخوښ شوسره کښیناستودیوبل دکاروزګاراودندوپه باب موښه بنډاروکړاوپه پاي کې مې خپله دټکټونو ستونزه ورسره شریکه کړه هغه راته په ځواب کې وویل داخودومره سخته خبره نه ده زه سبادرسره ځم اوټکټونه به درته تاییدکړم سباټکټ پلورنځي ته راشه چورت مه وهه داکارآسانه دی . زه دهغه په دې ډاډګیرنې لږڅه هیله من شوم خوپه زړه کې مې وویل په الوتکه کې چې ځاي نه وي نودی به څه مرسته وکړاي شي له هغه سره مې خداي پاماني وکړه اوله دفتره راووتم . سباسهاروختي مې دآریانادټکټونودپلورنځي مخې ته ځان ورساوه اودهغه په تمه وم چې له څه کم یوساعت وروسته مې ملګری راورسیده کله چې دفترته ورغلو ټولوکارکوونکوله هغه سره ټینګ روغبړوکړ،له روغبړه وروسته یې یوه تن ته زماټکټونه ونیول اوورته وې ویل :دازمانژدې دوست دی بلې جمعې ورځې ته دسفرنیت لري هیله لرم چې ټکټونه یې ورته تاییدکړې . هغه په ځواب کې ورته وویل :په دواړو سترګو که موټلیفون هم کړئ واي ماداکارورته کاوه . هماغه وچې زمااوزما د ماشومانوټکټونه یې راته تاییدکړل اوله دفتره راووتو دخداي پامانۍ په وخت کې مې ملګري راته وویل دافغانستان دفترونه نن سبا داسې دي چې یابه پيسې ورکوې اویابه واسطه لرې که نه نوکاردې نه کیږي . |
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
دآزاداوخپلواک افغانستان په هیله
|
| نوشته های پیشین |
|
فروردین 1387 اسفند 1386 دی 1386 آذر 1386 مهر 1386 شهریور 1386 مرداد 1386 تیر 1386 خرداد 1386 |
| آرشیو موضوعی |
|
علمي ادبي لنډې کیسې میرمنې ماشومان |
|
RSS
|