![]() |
![]() |
|
| ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی |
|
ډیموکراسي لنډه کيسه :محمدظریف عنایت زی تهران په کوټه کې یوازې دټلویزیون تته رڼا وه ،دکوټې په بر کونج کې میرواکاپه داسې حال کې چې نصواریې خولې ته اچولې ودوې سترګې په تلویزیون ښخې کړې وې ،لس واړه لوڼې اوزامن یې دهغه یوې او بلې خواته ناست و.کله چې زه کوټې ته ورننوتلم بې له دې چې له ټلویزیونه سترګې بل لوري ته کړي لاس یې راکړاوترڅنګ یې کښینولم عینکې یې له سترګولیرې کړې له جیبه یې په سروشنووریښموجوړشوی ګونځې دسمال راوایست سترګۍیې پرې پاکې کړې بیرته یې په سترګوکړې او ماته یې مخ راواړاوه له نصواروپه ډکې خولې یې وویل چنګې شي ډي [څنګه سي ډي ] مې راوی دامې نن په څه سختۍ دولسوالۍپه بازارکې پیداکړ،بیرته فلم ته ځیرشو. زمادمیرواکاهغه زړه راډیوراپه یادشوه چې غوږته به یې نیولې وه اودبې بې سي خبرونه به یې اوریدل چې ډیرځله به په ټپه ودریده اوبیابه یې سوکونه ورکړل او لږوبه وګړیده خوداڅوکاله کیږي چې زموږپه کلي کې هم ډیروخلکوتلویزیونونه ویډیوګانې اوحتی سپوږمکۍرانیونکې دستګاوې اخیستې دي ،میرواکاهم په دې خاطر چې له نوروسره یې سیالي کړې وي ټلویزیون اوویډیویې واخیستل . میرواکالس لوڼې اوزامن لرل مشرزوي یې اوس ایله دلسو،یوولسوکالووهغه لوڼې خوپریږده چې زامن یې هم ښوونځي ته نه پریښودل ځکه ویل به یې ډیروخلکوچې په کلونوکلونویې په لیک لوست کې تیر کړي اوس هاغه دي بېکاره کرځي موږچې ښوونځی ونه وې چاله کلي وایستواوله لوږې مړه شووچې اولادونه به مې وباسي یابه له لوږې مړه شي. میرواکابه تل په پورې راورې کلیوکې مزدوري کوله اوخپلوالادونوته به یې یوه نمړۍډوډۍبرابروله .خوډیرځله به په ژمي کې دیخنۍله کبله کارونه نه ونومیرواکابه له داسې تنګسې سره مخامخ شوچې په شپوپه ورځوبه یې په کورکې کټونه باریده .ښه مې په یاددي پنځه کاله وړاندې یوژمۍله یوې میاشتې زیاته موده یې اوړه نه لرل کلیوال پرې خبرشول اوپه جومات کې یې پیسې ورته ټولې کړې څواوړه پرې واخلي .میرواکابه یولمونځ بې جماعته نه کاوه ډیروخت به یې په جومات کې تیراوه . خواوس دوه درې کاله کیږي چې زوي یې کال دوولس میاشتې مزدوري کوي اوداوړواوغوړیوپیسې ګټي نومیرواکاکراریوه پښه په بله اړولې ده اوڅومیاشتې وړاندې یې له همدې پیسویوڅه وسپمولې ، ټلویزیون اوویډیویې پرې واخیستل اوداسې یې بې سده کړچې اوس په ورځوورځوپه جومات کې خوڅه کوې په کلي کې هم نه لیدل کیږي .له ځان سره مې وویل چې زموږسپین ږیري چې داسې وغړیږي نوله ځوانانوڅه ګیله ،په همدې سوچونوکې وم چې دمیرواکا غږزمادسوچ لړۍغوڅه کړه اووې ویل: فلم دې خوښ شواوکه نه ،ماورته هوکړل بیامې ورغبرګه کړه زه نونوردرنه ځم ډیرې ورځې مې نه وې لیدلی ماوې چې پوښتنه دې وکړم چې خداي مه کړه ناروغ نه وې ــــ نه زه شکردی جوړاوروغ یم ،کښینه چیرې ځې فلم چې خلاص شوبیابه لاړشې ــــ اکا،ټلویزیون ته ډیرکتل هم سترګوته زیان رسوي، ستاسترګې خوهسې هم کمزورې دي اوبله داچې ته له ما ښه پوهیږې چې نامحرموښځوته کتل ګناه ده اوبیادااوسني فلمونه خوډیربربنډدي ــــ دنیاپه اومیندخوړل کېږي زه غواړم چې خوښ ژوندوکړم اوبله داچې که دټلویزیون په کتومې ړوند شم ړوندنه یم عجیې خبرې کوې ــــ ګوره اکاموږاوتاسومسلمانان یولږ خوبایده دي چې دآخرت په فکرکې هم شو.میرواکاپه غوسه راته وویل : تاڅه له ځانه راته ملاجوړکړی ــــ ګوره اکاکلیوال ټول خبرې درپسې کوي زمانه لوریږي ټول وایي هغه میرواکاچې یولمونځ به یې بې جمعې نه کاوه اوس ګوره چې جومات ته وګوري هم نه میرواکاتندی نورهم راته تریوکړاوپه قهرجنه بڼه یې راته وویل :ځه ځه اوس هغه پخواني وختونه نه دي اوس ډیمکراسي ده ډیمکراسي پوهیږې که نه؟ زه پوه شوم چې زماخبرې پرمیرواکاهیڅ اغیزنه کوي له ځان سره مې وویل چې په ریښتیاهم هرڅه حتی انسانان هم بدل شوي !اوله کوټې څخه راووتم . د۱۳۸۵کال دسلواغې شپاړسمه نیټه دشپې یولس بجې تهران |
|
خبرڅنګه جوړکړو لیکنه :محمدظریف عنایت زی دخبردجوړولولپاره ترهرڅه دمخه دیوې مسلې په اړه ځان پوهول اودهغې په باب بشپړمالومات ترلاسه کول ډیراړین دي. کیداي شي کله هم دمالوماتوله ترلاسه کولووروسته اودخبرلیکلوپه مهال داسې نویومالوماتوته اړتیاولرئ چې له هغې پرته موخبرنیمګړی پاتې کیږي نوددې لپاره چې لومړی ستاسواوبیادهغې موسسې اویاارګان چې ورسره کارکوئ اعتباراوحیثیت پیاوړی پاتې شي یوځل بیا دخبرپه اړه کافي مالومات راغونډاوخبرولیکئ ځکه یوناسم خبرخپرول ستاسودمیاشتواوحتی کلونوښوهڅوته زیان رسوي . دیوې موضوع دبیلابیلواړخونوپه اړه خبرجوړولاي شئ ښايي چې دغه اړخونه دمختلفوکسانواوارګانونولپاره توپیرولري ځکه یوه رسنۍچې هرڅومره هم خپلواکه وي بیاهم دمسایلوپه هکله ځانګړې تګلاره لري خوهغه رسنۍ بریالۍاودخلکوپه وړاندې له ارزښت اومقامه برخمنې دي چې دواقعیتونوپه انعکاسولوکې خپله بې پلوي وساتي اوواقعیتونه چې څه ډول دي هغه خلکوته وړاندې کړي . ځینې مسلې داسې دوامداره وي چې خلک یې له اوریدوستومانه شوي وي خوددغه ډول مسلوپه باب داسې خبرچې داوریدونکواولوستونکوپام ځان ته جلب کړي ډیرې ځیرتیاته اړه لري اوبایددهغې داسې اړخونه وموندل شي چې ترهغه وخته ورته پام نه وي شوی دبیلګې په توګه تاسوله افغانستان سره ددغه هیواددبیارغونې لپاره دبهرنیوهیوادونودنورومالي مرستوورکول اودافغانستان دحکومت لخواپه بیلابیلوولایتونوکې دهغې دلګولو خبرخپورکړئ داخبردخلکولپاره دومره په زړه پورې نه دی ځکه دغه رازژمنې په ځلونوشوې دي خومثبتې پایلې یې نه دي لیدل شوې نوکه تاسوپه خپل خبرکې دمرستندویوهیوادونواودافغانستان له حکومتي چارواکو سره تماس ونیسئ اوداسې خبربرابرکړئ چې مثلادعربستان هیوادپه مالي مرسته دافغانستان دوردګوولایت سړکونه اوښوونځي رغول کیږي نوداخبردپام وړګرځي ځکه تریوه حده دخلکوهیله زیاتوي . دهرې مسلې په اړه چې غواړئ خبرولیکئ دهغې په هکله کره مالومات راغونډکړئ له بیلوبیلواړوندوکسانو او ارګانونوسره خبرې اوپوښتنې ترې وکړئ که خبري غونډې ته ولاړئ نوتروروستي وخته هلته پاتې کیږئ ځکه ډیرې مهمې خبرې کیداي شي چې داسې وخت ترګروت کړئ چې رسمي کنفرانس پاي ته رسیدلی وي اوپه آزادوخبروکې خپلې موخې ته ورسیږئ اودهغې مسلې په اړه داسې جزیات برابرکړئ چې لوستونکی اواوریدونکی موترپایه ستاسوخبرتعقیب کړي . خبرپنځول ډیروخت داسې وي چې هیڅ خبرنه وي که څه هم همدادخبرنشتوالی ترټولوښه خبردی ( No news is good news )خوبیاهم که وغواړئ چې هرومروخبرورامنځته کړئ نودخبري موضوع ترټولوښه لاره له خپلونژدې ملګرونیولې دښار کلي اوټولنې له خلکوسره دخبروکول دي کیداي شي دداسې چاله خولې دومره مهمه خبري موضوع ترلاسه کړئ چې مخکې مویې هیڅ فکرهم نه وي کړی همدارازدنوروورځپاڼواوبیلابیلورادیويي اوټلویزیوني رسنیوتعقیبول هم په دې کارکې درسره مرسته کوي .په یادولرئ چې خبریال بایدتل له ځان سره یوه دیاددښت کتابچه ،قلم اوټیپ چې اوس دتکنالوژۍپه ودې سره دغه کارډیرآسانه شوی اودګرځنده ټلیفون څخه دغږاوتصویردواړودترلاسه کولوکاراخستل کیږي ،هرڅه بایدولیکل اویاهم ریګارډشي . مخکې تردې چې دخبرپه لیکلوپیل وکړئ په ذهن کې دغوره شوې موضوع په مهموټکوچې راغونډکړي مودي ښه غوروکړئ اوترټولومهم ټکي چې دلوستونکي اواوریدونکي پام ښه ورجلب کړي په یوه اویاهم دووجملوکې ولیکئ هڅه وکړئ چې لیډیادخبرلنډوکی یاسرکښ موبایدلنډاوله مفهومه ډک وي ترڅوپه لوستونکي یااوریدونکي کې ترپایه دخبردلوستلویا لیدلو ګروهنه پيداکړئ .لوستونکی بایددلیډپه لوستلویااوریدوسره دموضوع اهمیت ته راوبلل شي چې خبرموترپایه تعقیب کړي .همدارازکه دټاکلې موضوع په باب کړیومرکوکې دیوکس خبره ډیره مهمه په نظردرغله نوکولاي شئ هغه په یوه جمله کې دخبرله لیډوروسته رانقل کړئ . له لیډوروسته کولاي شئ په ترتیب دموضوع اهمیت ته په پام سره نورپاراګرافونه اوجملې ولیکئ په دې توګه چې د موضوع تړاودرنه غوڅ نه شي ځکه خبردځنځیردکړیوپه شان دی چې بایدله یوبل سره اړوندوي اوتل هڅه وکړئ چې خبربشپړکړئ په دې ماناچې لوستونکي یااوریدونکي ته پکې دسوال ټکی پاتې نه شي . په خبرلیکنه کې بله مهمه مسله دساده کلموکارول دي تروسه وسه هڅه وکړئ خبرپه ساده روانو اوجوتوکلمو او جملو سره ولیکئ اودانسانانو،دسیمواوښارونونومونه په سمه توګه ولیکئ ځکه که نومونه ناسم ولیکئ ستاسودعمومي مالوماتودلږوالي ښودنه کوي له همدې امله بایدخبریال تل دمطالعې اوبیلابیلوچاپي اوبریښنايي رسنیوله لارې دخپلو عمومي مالوماتوپه زیاتولوکې هڅه وکړي . |
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
دآزاداوخپلواک افغانستان په هیله
|
| نوشته های پیشین |
|
فروردین 1387 اسفند 1386 دی 1386 آذر 1386 مهر 1386 شهریور 1386 مرداد 1386 تیر 1386 خرداد 1386 |
| آرشیو موضوعی |
|
علمي ادبي لنډې کیسې میرمنې ماشومان |
|
RSS
|