![]() |
![]() |
|
| ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی |
|
دسوکاله کورنۍځانګړتیاوې لیکنه : محمدظریف عنایت زی داسلام په سپیڅلي دین کې ددیانت ،تقوا،نظم ،عدالت ،اواستحکام پراساس ولاړې کورني پر جوړښت ټینګارشوی ،ځکه همداکورنۍده چې دټولنې اوهیوادپه کچه دپورتنیوبنسټونودپیاوړتیاسبب کیږي چې دکورنۍهمدې نظم اوپیاوړتیاته ژوره پاملرنه دکورنۍاوټولنې دخوښۍاودسوکاله ژوندسبب کیږي . کورنی نظم دکور،کلي ،ټولنې اوهیواددنظم اوسمون سبب کیږي .په هغوکورنیوکې چې په واقعي توګه داسلام په سپیڅلواحکاموعمل کیږی اودکورنۍهرغړی خپل مقام اوځاي پیژني هلته اولادپه بشپړه توګه دموراوپلارد سلامشوروپراساس عمل کوي اوپه مقابل کې موراوپلارهم خپل اولادته ځانګړی اهمیت ورکوي اودهغوي دهرې شرعي اواصولي غوښتنې په عملي کولوکې ورسره بشپړه مرسته کوي . داهم بایدپه ډاګه کړوچې له خپلواولادنوسره له بلوغه مخکې اووروسته پړاوونوکې دپلاراومورچارچلندباید توپیر ولري ځکه له بلوغه وروسته له خپلواولادونوسره اغیزمن ارتباط اوښې اړیکې دکورنۍداډانۍدلاپیاوړتیاسبب کیږي. که له خپلواولادونوسره دموراوپلاراړیکې اوارتباط ښه ټینګ نه وي اوزلمي زوي یالورموله تاسوسره په زغرده دزړه خواله ونه شي کړاي،هغوي تاسوخپل ملاتړي نشي بللی نویوازې په ښه ارتباط سره خپل زلمي زوي اوپیغلې لورته پاملرنه اودهغوي ملاتړي اوغمخور شئ . خپل اولادونه دې ته هڅوۍچې خپل نظراواحساسات بیان کړي .دځوانۍپه لومړيووختونوکې دخپلواولادونواړتیاوې په ښه توګه درک کړئ اونصیحت اوسپارښتنه ښواړیکواوارتباط ته اړتیالري .په یادولرئ هغه څوک چې دخپلو اولادونودغلطیوپه اصلاح کولوکې له پوهې اوزغم څخه کاروانه خلي د هغوي ترمنځ به خداي مکړه واټن اوبالاخره د اړیکودغوڅیدوسبب شي . نوکه غواړئ چې له خوښیوډک ژوندولرئ دغولاندې څوټکوته دبیلګې په توګه جدي پاملرنه ضروري بریښي . ـــ دکورنۍدغړوترمنځ په هره برخه کې منطقي سلامشورې اودکوردکشرانوپه وړاندې دمشرانودمسوولیت احساس اودمشرانوپه مقابل کې دکشرانودرناوی . ـــ دکورنۍدغړوپریوبل باوراوله دې اعتماده ناوړه استفاده نه کیدل ځکه باوردبریالۍکورنۍځانګړتیا ده . ـــ غږملتیا،همفکري اوملګرتیادهوسااوخوشحاله کورنۍنښه ده نو دې ټکوته جدي پاملرنه دورځنیوچارواو مسولیتونودښه سنبالښت سبب کیږي . ـــ دکورنۍدغړوترمنځ وحدت اویوالی اودخبرواتروله لارې تفاهم اوپه خپل منځ کې دستونزواوزړه بدوالي لیرې کول پرته له دې چې څوک پوه شي . ـــ دیوبل په سلیقواوغوښتنوپوهیدل اوهغوي ته پام کول اوتروسه وسه دهغوي عملي کول . ـــ له یوبله په روااواصولي غوښتنوکې شرم نه کول یعنې خپلې روااوطبعي غوښتنې له تاوتریخوالي اوناوړه چارچلنده پرته بیانول . ـــ دیوبل حق ته درناوی کول اوله خپل ټاکلي حده سرغړونه نه کول . ـــ دیوبل روحي اوبدني سلامتیاته جدي پام کول اوددغه رازکومې ستونزې په صورت کې دهغې په اوارې کې تروروستي حده هڅه اوهاندکول . ـــ تل دیوبل دخوږوخاطرویادول اودترخوپیښواوخاطروله یادولوډه ډه کول اوتل دخوشحاله اوله خوښیوډک ژوندلپاره هڅه کول . ـــ په خپلې کورنۍسربیره خپلوګاونډیانوته هم اهمیت ورکول ځکه دغه چاره دمتقابل اهمیت اودرناوي سبب کیږي . ـــ دکورنۍټول غړي له خپل اقتصادي حالته خبرول اوپه دې برخه کې هرڅه په ډاګه کول ،همدارازبسپنه اوپس انداز دسوکاله کورنۍداقتصادي پروګرامونویوه برخه ده ، خپلوماشومانوته هم دهغې سپارښتنه کول که څه هم داچاره په ډیره کمه کچه وي ځکه په دې کارسره دراتلونکي لپاره دماشومانودمسولیت احساس پیاوړی کیږي . ـــ دیوبل دودې لپاره هڅې کول اودکورنۍدغړودودې اوپرمختګ زمینې برابرول . ـــ دیوبل په وړاندې دپیاوړتیااوځواکمنتیاله ښودلو، په بله وینادزورویلواوقدرت غوښتنې څخه ډه ډه کول . ـــ دکورنۍدټولوغړولخوادبریالیتوب اوهیله منتیااحساس کول اوتل دژوندانه په ټولوچاروکې دبري هیله کول ځکه راتلونکي ته هیله درلودل دبریالیتوب نښه ده . ـــ دیوبل ترڅنګ له هرډول ویرې اوډاره پرته دامنیت اوآرامۍاحساس کول . ـــ یوبل ته په ژبه اوعمل کې دمینې ،صمیمیت اواخلاص بیانول اوله دروغواوپوچوژمنوپرهیزکول. ـــ له یوبله بې ځایه اوله توانه لیرې تمې کولوڅخه ډه ډه کول . ـــ که دننه په کورنۍکې کومه ستونزه راپیښه شي پرته له دې چې دګرم په لټه کې شئ دهغې داواري په باب فکرکول اودنوموړې ستونزې داساسي اومنطقي حل سنجول . ـــ دکورنۍدهروګړی دخوښۍاورضایت دجلبولوپه فکرکې کیدل . ـــ ښځه اوخاونددډیرونږدې ملګروپه شان ژوندکول ،نه ددووسیالانوپه توګه اوتروسه وسه دیوبل په وړاندې له منفي غبرګونه ډه ډه کوي . لنډه داچې له خپلواولادونوسره داسې چلندوکړئ چې زړه موغواړي په هغوي کې یې مثبتې پایلې ووینئ ،هغوي ته له مینې،محبت ،اخلاص اوامنیته ډکه کورنۍورپه برخه کړئ داترټولوګرانبیه اوښکلې ډالۍده چې تاسویې دوي ته ورکولاي شئ .دهرافغان لپاره دسوکاله اوخوښیواونیکمرغیوډک ژوندپه هیله . م.ظریف .عنایت زی |
|
بنسټیزه ښوونه اوروزنه لیکنه : محمدظریف عنایت زی ښوونه اوروزنه دهرې ټولنې اساس اوبنسټ جوړوي .په کوم هیواداوټولنه کې چې ښوونې اوروزنې ته جدي پاملرنه اوپه دې لاره کې ترنوروبرخوزیاتې حکومتي اووګړنیزې هڅې کیږي په یوډول یې دهغه هیواداوټولنې ښه راتلونکی تضمین کړی دی چې داتضمین نه یوازې په علمي ډګربلکه په سیاسي ،ټولنیزو،سیاسي ،اقتصادي ،دفاعي ،اوورځنیوچاروکې ترسترګوکیږي . په بله ویناپه کوم هیوادکې چې له لومړي ټولګي څخه دماشومانوزده کړې اوروزنې ته ژوره پاملرنه کیږي اوماشومان له هماغه پیله لیک لوست ته په ښه ډول هڅولوترڅنګ په ټولنیزونزاکتونو،اړیکواوورځنیوچاروپوهول کیږي اوپه یوډول یې پرځان ویسااوباورزیاتوي داپه خپله له کورنۍنیولې ترکلي ،ولسوالۍ،ولایت ،اوبالاخره دهیوادپه کچه دراتلونکي نسل له ښه راتلونکي ځان ډاډمنول دي . په هغه ټولنه کې چې دماشومانو ښوونې اوروزنې ته کلکه پاملرنه کیږي اوله حکومته نیولې بیادټولنې ترهروګړي پورې دماشومانوپه وړاندې په واقعي توګه دمسوولیت احساس وکړي ،په ډاډسره ویلاي شوچې نه یوازې به په راتلونکي کې دغه نوی نسل ددوي دویاړسبب وي بلکه هیوادبه دپرمختګ اوسوکالۍپه لوراداره کړي .دغه مسوولیت له میندواوپلرونونیولې ترښوونکي اودټولنې هروګړي ته متوجه دی، خوکه په دې لاره کې جدي پاملرنه ونشي داسې نه جبرانیدونکې پایلې به ولري چې په هیڅ بیه به یې جبرانول ممکن نه وي ځکه لښته چې پنډه شي بیایې سمول ناشوني شي ،نوکه ماشوم ته هم له هماغه لومړي ټولګي ښه پام وشي په راتلونکي کې به ګټورې پایلې ولري . په دې لاره کې له کورنۍوروسته دښوونځي په لومړیوکلونوکې دښوونکورول ډیردپام وړدی .که زموږښوونکي له ژورې پوهې ،اخلاص ،اوښې ښوونیزې رودې کارواخلي اوله خپلوشاګردانوسره دخپلوبچیانوپه شان چارچلندوکړي ،له اغیزمنولارواوځانګړې وړتیاسره هغوي لیک لوست ته وهڅوي اودلیک لوست ترڅنګ دهغوي دروزنې په لارکې دزړه له اخلاصه زیاروګالي په دې کارسره به له یوې خواخپل خدایي مسوولیت اداکړي اوله بله پلوه به دټولنې دوګړوپه وړاندې دقدراوعزت خاوندان وي اودهیوادراتلونکی به تضمین کړي . په دې باب دیوې ریښتینې بیلګې یادول اړین بولم .زموږدګران هیوادپه یوه ګاونډي هیوادکې د ښوونځي د لومړي ټولګي د نهه میاشتیني ښوونیزکال په پای کې زده کوونکي نه یوازې هرڅه لیکلی شي بلکه دهغې ترڅنګ دومره په ښوټولنیزواخلاقوسنبال اواخلاقي اوټولنیزمسوولیت احساس دومره پکې پیاوړی وی چې حیرانونکي وي .دیوه لومړي ټولګي په وروستۍ ورځ زه دغه ټولګي ته ورغلم اوپه خپلوسترګومې ولیدل چې دښوونځي په پاي ته رسیدودزده کوونکوپه څیروکې خواشیني له ورایه ښکاریده اوځینوبه حتی دغه خفګان اوخواشیني په زغرده بیانوله اوویل به یې د ښوونځی په رخصتیدوډیرخفه یوځکه ښوونکي به مویادیږي ،دمخه ښې په وخت دښوونکي سترګې له اوښکوډکې وې ځکه له خپلوشاګردانوسره چې خپل بچیان یې بلل بیلتون ورته ډیرګران و. ترخداي پامانۍ مخکې ښوونکي شاګردانوته په خطاب کې وویل څوکرښې تاسوته وایم اوتاسویې زمادیادګارپه توګه درسره ولیکئ ،شاګردانوهم خپل قلمونه اوکتابچې راوایستې اوپه خپلوکوچنیوګوتویې دغه لاندې جملې دښوونکي له خولې ولیکلې چې زه دهغې کټ مټ ژباړه رااخلم : نن غواړم چې دخداي پامانۍاملادرته ووایم خوډیره راته ګرانه ده .موږیوکال په دې ټولګي کې له بې سوادۍسره مبارزه وکړه اوبالاخره نن وینوچې ددې لوي دښمن په وړاندې بریالي شوو.په لومړۍورځ چې تاسو ښوونځي ته راغلئ په خپل بڼ کې دګلانودګیډۍپه شان وئ ،هره ورځ به ستاسودمړاویتوب په اړه اندیښمن وم اوستاسوپه تاندوالي به خوښ وم ،که به ناروغ وم آرام مې نه شواي کولاي ځکه زماګلبڼ اوبوته اړتیالرله اوله ځان سره به مې ویل چې خداي مه کړه ګلان مې مړاوي نه شي . زړه ته رانژدې ماشومانو: اوس موچې یوښوونیزکال له یوبل سره بشپړکړستاسوهره خبره اوموسکاماته دلازیاتو هڅو لپاره هیله راپه برخه کوله .کلونه وروسته چې کله زلمیان شوئ هغه وخت به بیافکرکوئ چې یووخت کوچني اوښکلي نیالګي وئ اوداچې زه ددې تنکیونیالګیوبڼوال وم ویاړم اوافتخارکوم . ښکلوپرښتوښایي چې هغه وخت زه ستاسوپه یادهم نه وم ،خوستاسویادونه به تل زماپه ذهن کې وي اوزه به ستاسوله خوږوخاطروسره ژوندکوم . اوس چې دښوونیزکال وروستیوشیبوته نږدې شوي یومجبوریم چې له تاسونازولوبچیانوسره خداي پاماني وکړم اوتاسوپه لوي څښتن تعالی وسپارم .هیله من یم تل لوي خداي په یادولرئ ،ترڅوښکلی اوله نیکمرغۍډک ژوندموپه برخه وي .بریالي اوسرلوړي اوسئ ستاسودلومړي ټولګي ښوونکی . پورتنیودزړه له تله راټوکیدلوڅوکرښوته که ښه ځیرشونودې نتیجې ته رسیږوچې اخلاصمن اوزړه سوانده ښوونکي په ریښتیاهم دپلاراومورپه شان له خپلوشاګردانوسره مینه کوي ،نوانسان بایددخپل ښوونکي احسان اوپیرزوینې هیڅکله له یاده ونه باسي . زموږپه ګران هیوادافغانستان کې دتنکیوګلانواوراتلونکوشخصیتونودښې ښوونې اوروزنې په موخه دګټورواورغنده ګامونواوهڅوپه هیله . |
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
دآزاداوخپلواک افغانستان په هیله
|
| نوشته های پیشین |
|
فروردین 1387 اسفند 1386 دی 1386 آذر 1386 مهر 1386 شهریور 1386 مرداد 1386 تیر 1386 خرداد 1386 |
| آرشیو موضوعی |
|
علمي ادبي لنډې کیسې میرمنې ماشومان |
|
RSS
|