تبليغاتX
سپرغه
ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی
 

          په انسانانوکې دخوب کولوتوپیر

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

خوب په بیلابیلوانسانانوکې توپیرلري چې اکثره خلک په شپه اوورځ کې له لسوساعتونوکم خوب بسنه نه کوي ،خوداسې کسان هم شته چې څلورساعته خوب دځان لپاره کافي ګڼي اوپه همدومره لږخوب کولوهم هڅانداو دپام وړانرژۍڅخه برخمن وي. په دې وروستیوکې برتانوي څیړاندوهم همدانظرتاییدکړی چې دخوب کولوموده په انسانانوکې توپیرلري .

ددې هیوادپخوانۍلومړۍوزیره میرمن مارګریت تاچرهم له هغوکسانوڅخه وه چې په شپه اوورځ کې یې له څلوروساعتونو زیات خوب نه کاوه چې دې کاردنوموړې په روغتیاکومه ناوړه اغیزه هم نه وه کړې .څیړاندودهمدې موخې دثابتولو لپاره یوشمیرکسان داته څلویښتوساعتونولپاره په یوه آزمویښت ځاي کې ویښ وساتل ،پرنوموړو کسانوآزموینو او غبرګونونووښودله هغه کسان چې دخوب کولودګروهنې حس پکې پیاوړی دی ترنوروزیات ګنګس اوناتوانه وو،دغوڅیړنوښودلې ده هغه کسان چې لږخوب کوي دشپې له څلورودسهارتراتوبجوپورې ترډیره خپله ځیرتیااوفکري تمرکزله لاسه ورکوي .له همدې امله په همدې وخت کې یعنې دشپې له څلورودسهارتراتوبجوبایددخطرناکوشیانواوموټرچلونې کې ډیرپام وشي .ځکه شمیرنوښودلې ده چې دنړۍپه اکثرولویوښارونوکې ډیرې ترافیکي پیښې په همدې وخت کې کیږي .

په خوب کې دنفس بندیدل چې په عامه اصطلاح خپسکه ورته وایي هم له هغوستونزوڅخه دي چې یوشمیرخلک وسره مخامخ دي که داستونزه ډیره پرمخ تللې نه وي له ساده لارودغه مشکل لیرې کیداي شي لکه دوزن په کمولواوپه یوه اړخ په بیده کیدوسره .

څیړنوښودلې چې په نړۍکې دوه فیصده ښځې اوڅلورفیصده نارینه دخوب په وخت کې دتنفس له قطع کیدویاخپسکې سره مخامخ دي .اوهغه کسان چې دشپې له مخې په دندوبوخت وي بایددورځې دوه درې ساعته بیده شي چې داکاربه له دوي سره دشپې ددندې په وخت کې دهغوي له ځیرتیاسره مرسته وکړي .

 همدارازدشپې دبې خوبۍدمخنیوي لپاره له خوبه مخکې دآرامۍاحساس په ځان کې پیداکول اودچایو اوګازلرونکومشروباتوله څښلوډه ډه کول ډیراغیږمن دي .په خوب کې خرهارکول هم په ځینوکسانوکې ارثي اوپه ځینوکې دپوزې اووینودغوړوالي له امله وي خوپه دې صورت کې دوزن کمول اوله خوب راوړونکوګولیوډه ډه کول ضروري دي .

بایدووایوچې داسلام په سپیڅلي دین کې انسانانوته سپارښتنه شوې چې په هرکارکې له افراط اوتفریطه ډه ډه وکړي دې اصل ته پام سره خوب کول هم که له حده زیات شي ناوړه زیانونه په ځان پسې لري اوکه کم خوب وکړل شي بیا هم دانسان دروحي کمزورۍاوفکري تمرکزدګډوډیداسبب کیږي چې علمي څیړنوهم دانظریه تاییدکړې ده .

+ نوشته شده در  دوشنبه 1386/03/21ساعت 11:53 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

 

  دماشوم دذ‌هني ودې لپاره څوسپارښتنې

محمدظریف عنایت زی

دامیندوارۍ له وخته بیادماشوم ددوه کلنۍترپایه پورې ځینې ساده اوآسانه لارې چارې دمناسبې جسمي ودې ترڅنګ دماشومانودذهني پیاوړتیا سبب هم کیږي .دڅیړونکوپه نظرله دې امله چې دماشومانودجسمي اوذهني ودې پیاوړتیادامیندوارۍ له وخته بیا تر دوه درې کلنۍ پورې جوړښت مومي دغه لاندې څوسپارښتنې که چیرې په غږمله توګه ترسره شي دماشوم له هراړخیزې ودې سره مرسته کوي .

۱ـــ دامیندوارۍپه وخت کې

ـــ ځینې خواړه لکه غوښه ،هګۍاوغله دانه داسې ارزښتمن موادلري چې په دې پړاوکې ماشوم ورته اړتیالري .

ـــ په دې وخت کې له هغوویټامینونواستفاده وکړئ چې ډاکتریې درته سپارښتنه کوي .

ـــ له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ اوغږپرې وکړئ .

ـــ دقهوې اوډاکترله مشورې پرته درملوله خوړلوډه ډه وکړئ .

۲ـــ له زیږون وروسته په لومړیوشپږومیاشتوکې

ـــ ماشوم ته دمورشیدې ورکړئ .

ـــ میندې بایدله اوسپنه لرونکوموادولکه غوښې ،هکۍ،سبزیانو،کبانو اوتازه میووڅخه استفاده وکړي .

ـــ ماشوم وخت ناوخت ماساژ کړئ ځکه څیړنوښودلې ده چې دماشومانوورځنی ماساژدهغوي له مغزي ودې سره ډیره مرسته کوي .

۳ـــ له شپږومیاشتوبیاتریوکلنۍپورې

ـــ له ماشوم سره نیغ په نیغه اودهغه سترګوته په کتوسره خبرې کوئ .

ـــ دکلموماناپه اشارې سره ووښیئ ،دبیلګې په توګه کله چې دیوه شي نوم اخلئ هغه ته اشاره وکړئ یاماشوم هغه شي ته مخامخ کړئ .

ـــ په خاصوسوغاتونوسره موماشومان تشویق کړئ .

ـــ ماشومانوته دحرکت کولواجازه ورکړئ،اوپریږدئ چې هغوي تل خپله ځیرتیاوکاروي .

ـــ ماشوم ته دشیانوورپیژندل اودهرشي ترمنځ توپیرکول په بیابیاپوښتنې اوسموځوابونووروښیئ .

ـــ ماشوم جبري ښودنه نه خوښوي له هغې ډه ډه وکړئ .

ـــ کله چې پوه شوئ ماشوم مودستړیااحساس وکړښوونه مه ورته کوئ .

۴ـــ له یوه تردوه کلنۍپورې

ـــ ماشوم ته اوسپنه لرونکي خواړه ورکوئ

ـــ ماشوم ته موکتاب ووایئ اودهغه په وړاندې مطالعه کوئ .

ـــ هغه ته ښوونیزدلوبوسامانونه واخلئ .

ـــ له ماشوم سره په خپله لوبې وکړئ ،ډله ایزولوبوته دهغه په هڅولوسره دماشوم ټولنیزه پوهه زیاته کړئ .

ـــ هڅه وکړئ چې ماشوم موښه خوب وکړي هغه په یوه شپه اوورځ کې لس ساعته خوب ته اړتیالري .

ـــ کله چې له ماشوم سره خبرې کوئ دراډیواوټلویزیون په شان اضافي غږونه بند کړئ اورڼا هم په منځنۍتوګه برابره کړئ.

ـــ دماشوم بیابیاغوښتنې دامکان ترپولې پوره کړئ ،له پوښتنویې مه منعه کوئ ځکه داکاردهغوي دذهني پیاوړتیاسبب کیږي ،حتی که له تاسووغواړي چې یوکتاب څوڅوځله ورته ولولئ ورته وې وایئ .

ـــ کله چې ماشوم څه شي ته اشاره کوي اویایې دنوم پوښتنه کوي هغه ته بشپړمعلومات ورکړئ .

ـــ دماشوم په روزنه کې له مینې اومحبت سره یوځاي نظم هم ورزده کړئ .

ـــ هیڅکله موماشوم ته مه وایاست (ته په څه نه پوهیږې)ځکه که ماشوم په هغې باوروکړي بیانوستاسوخبرې هم پرې اغیزنه کوي .  

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 4:2 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

په کورکې داولادونودزده کړې لارې چارې

لیکنه :محمدظریف عنایت زی تهران

اکثره میندې اوپلرونه دې چارې ته پام نه کوي چې څه ډول له خپلواولادونوسره دلیک لوست په زده کړه کې مرسته وکړي .دوي ښایي چې په ځلونوهغوي ته داخبره تکرارکړې وي [ سبق ووایه]اوډیریې زړه هم غواړي چې په دې برخه کې په کورکې  له خپلواولادونوسره مرسته وکړي ،خودځینولاملونوله کبله داکارنه شي کولاي .

ښایي چې له هغوڅخه ځینې داوي چې دخپلواولادونوددرس اولوست له پروګرامه خبرنه وي یاهم ددې کارلپاره وخت نلري یادڅواولادونوپه لرلوسره دهریوه دبیلابیلوغوښتنو له امله داکارنه شي کولاي خوبایدداومنوچې اولادونه مودلیک لوست په پړاوکې هم ستاسوپاملرنې ته اړتیالري چې که تاسووکولاي شئ له هغوي سره په دې لاره کې مرسته وکړئ دهغوي لپاره زده کړه په زړه پورې  اوپرځان دبسیاینې احساس یې پیاړی کیږي .له هغوي سره په لیک لوست کې ستاسودونډې اخیستوپه صورت کې له زده کړې سره دهغوي ګروهنه زیاتیږي .

ځینې میندې اوپلرونه دخپلواولادونوپه ښوونیزډګرکې برخه اخیستل ستونزمن بولي اویانه غواړي په هغې کې برخه واخلي چې کیداي شي ځینې لاملونه یې دپوره وخت اوانرژۍ نشتوالی وي خوبایدووایوچې که څه هم دخپلواولادونوپه لیک لوست اوکې مرسته کول ستاسویوڅه وخت اوانرژۍته اړتیالري خوپه بدل کې یې ستاسوکورنی ژوندښکلی کوي. داهم بایدووایوچې ښوونه اوروزنه دکارپوهانودنده ده نوواقعیت دادی چې تاسوتربل هرچازیات خپل اولادونه ښه پیژنئ اوداچې تجربه په خپله یوډول تخصص دی نوداکارتاسوپه لږ پاملرنې ترسره کولاي شئ اوکه بیاهم په دې لاره کې له ستونزوسره مخامخ شوئ دښوونیزوچاروله کارپوهانوسره سلامشوره وکړئ .

که څه هم موږ ټول په الهي تقدیرایمان لرواوهرڅه موچې په قسمت اوتقدیرکې وي هماغه کیږي خوځینې کسان بیادامسله دهڅواوزیاردنه کولولپاره پلمه ګرځوي اوهرڅه تقدیرته سپاري په داسې حال کې چې ټول انسانان دژوندپه ټولوچاروکې په هڅواوزیارمکلف دي .

ځینې کسان وایي چې زمااولادونه تکړه دي زمامرستې ته اړتیانلري خوپه ځواب کې بایدووایوچې اولادونه موپه کور اوښونځي کې ستاسوملاتړاولارښونې ته اړتیالري اوتل بایددهغوي هڅونکي اوملګري وئ .اوځینې بیاوایي چې زمازوي یالورښه وړتیانلري اوترې نهیلې یم چې داستاسودبچي پرودې اووړتیالوي ګوذاردی ځکه هرڅوک هرومروپه یوه برخه کې وړتیالري داوړتیااوپوهه کرارکرارڅرګندیږي .

لنډه داچې په زده کړه کې زموږداولادونوبریالیتوب دهغوي په ذهني اورواني ودې پورې اړه لري چې میندې اوپلرونه تربل هرچازیات په دې برخه کې مرسته کولاي شي .خوداچې څرنګه کولاي شوپه دې لارکې اغیزمن رول ولوبوودادي چې بایدله خپلواولادونوسره په واقعي توګه ښوونیزتړاوټینګ کړواوله دې مخکې چې یوه موریایوپلاروءیوصمیمي ملګری شوڅودخپلواولادونوله رازونوښه خبرشو.که مو چیرې زوي یالورنشي کولاي دخپلوستونزوپه اړه له تاسوسره خبرې وکړي هرومروله بل چاسره دزړه خواله کوي نوکله چې ستاسواولادونه له ښوونځي کورته ستنیږي یاهم کله چې دشپې دکورنۍټول غړي سره راټول شي له هغوي وغواړئ چې په ښوونځي کې یې چې په هغه ورځ هرڅه لوستي وي درته بیان یې کړي چې له دې لارې کرار کرار کولاي شئ له هغوي سره دزړه خواله وکړئ .هڅه  وکړئ په ټول ښوونیزکال کې دښونځي له مسوولینواوښوونکوسره پرلپسې اړیکې ولرئ اودخپلواولادونوله حال احواله  په بشپړه توګه ځان خبروساتئ .دلیک لوست په زده کولواوهغې ته دپاملرنې په اړه  هغوي وهڅوئ . دبیلګې په توګه ورته ووايئ دغه یودرس دې چې ښه زده کړی هغې ته دې ښه پام کړی اوکه نوروته هم داسې پام وکړې نوډاډه اوسه چې زده به یې کړې ،هیڅکله ناپوهه ،کم استعداده اوکم چانسه کلمې مه ورته کاروئ چې دادهغوي دذهن لپاره دزهروپه شان دي اودهغې پرځاي تل هڅه وکړئ دهغوي دډیرلږپرمختګ ستاینه اوقدرونه وکړئ .

له خپلواولادونوسره دمرستې لپاره له ښوونکوهم مرسته وغواړئ ،له هغوي سره دچکروهلواوتفریح ځایونوته دتلولپاره وخت ځانګړی کړئ ځکه له هغوي سره ستاسو یوه ځاي تلل دوي ته ډیرخوندورکوي اودلوړاوي احساس کوي.

دې ټکي ته په پام سره چې زده کړه په ډیرفشاراواړایستلوشونې نه ده نوبایدخپل اولادونه دې ته اړنه کړوچې په ساعتونوپه یوه ځاي کښیني اوڅه زده کړي ځکه کورنۍ دنده اومطالعه یوه فکري چاره ده چې آرام ته اړتیالري اودا آرامښت په یوه آرام ځاي کې دپریوتو،سپورتي لوبو،کیسوویلواوداسې نوروخوښونکوچاوروسره کیداي شي .

میندې اوپلرونه بایددآزموینوپه شپوورځوکې دخپلواولادونولپاره دزده کړې آرام چاپیریال برابراوله بل هروخته زیات ورسره ښه چلندوکړي دچاخبره خیال یې وساتي اودهغوي له نهیلې کولودې ډه ډه وکړي ،په بله وینا داخبرې چې درس ووایه ،ولې دامتحان په فکر کې نه یې ،سبابه ناکام شې ،هره شیبه پرخپلواولادونوورګوذارنه کړئ ځکه د دغه راز خبروبیابیاتکرار هغوي ته دګټې پرځاي زیان رسوي اوددوي دحساسیت سبب کیږي .نوبې له شکه هڅونه، ښه چلند اوبیابیاتشویق دزده کړې ترټولواغیزمنې رودې دي . 

د۱۳۸۵کال دمرغومي ۲۴ مه نیټه تهران ایران 

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:59 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

  دماشوم وده اودمور اوپلارمسوولیتونه

تحقیق اولیکنه: محمدظریف عنایت زی تهران

 

علمي څیړنوښودلې ده چې دژوندانه لومړي کلونه دپوهې په لوړاوي ،ودې ،شخصیت جوړونې اوټولنیزچلندکې پریکنده رول لري . دکوچنیوالي بیلابیل پروګرامونه اولوبې په دې لړکې دانسان پرراتلونکي شخصیت جوتې اغیزې لري. داثابته شوې چې وده اوبدلون هغه وخت کیږي چې ماشومان دخپل چاپیریال له وګړواوشیانوسره اړیکې ولري اوپریوبل اغیزوکړي له دې امله میندې اوپلرونه کولاي شي دخپلوماشومانوزده کړه،وده اوپرمختګ دهغوي لپاره دمناسب چاپیریال په برابرولوسره آسانه کړي .داکارپه کوریابل ځاي کې په لوبوسره دماشومانودزده کړې اوښې روزنې لپاره مناسب چاپیریال ،ځاي ،موادواوموقعیت ته اړتیالري . میندې اوپلرونه یانورکسان چې دماشوم پالنه کوي بایدپه هڅونې ،لارښونې اوتحریکولوسره له هغوي سر ه په خپله لوبې وکړي . که ماشومان په فعال ډول په زده کونې کې ونډه واخلي هرڅه ښه زده کوي اووده اوپرمختګ کوي .دهغوي لپاره مهمه داده چې دخپلې پوهې دپرمختګ لپاره دپلټنې اوله نوروڅخه دتقلیداواخیستون لپاره ورته زمینې برابرې شي . دکورپه ورځنیوچارواویاله کوره بهر په منظموپروګرامونوکې دفعال ګډون لپاره بایدهغوي ته دامکان ترحده زمینې برابرې شي . نن سباښه جوته شوې چې بدني ،ذهني،ټولنیزه اوعاطفي وده نیغ په نیغه له زده کړې سره تړاولري اوپه یوه برخه کې پرمختګ په بله برخه کې دودې اوپرمختګ سبب کیږي . نوله دې امله بایددماشوم په ودې کې د دې ټولواړخونویعنې بدني،ذهني،ټولنیزو اوعاطفي برخوودې ته هم تل جدي پام وشي .په لومړیودووکلونوکې وده اوپیاوړتیاترډیره د ماشوم له خوړواوتغذیې سره تړاولري چې دغه موده په کورکې تیریږي اوپه دې دووکلونوکې دسمواومناسبوخوړوپه ډول اوبڼې کې دمور اوپلارپوهه دماشومانوپه ودې،پرمختګ اوزده کړې کې لویه مرسته کولاي شي ځکه زده کړه دزوکړې له مهاله پیلیږي .ماشوم یوازې له بدني پلوه نه بلکه له هره پلوه وده کوي ،بدلون مومي بلوغ ته رسیږي اوپه خپل چاپیریال کې له هرډول حالاتوسره په مقابله کې زیاته وړتیاترلاسه کوي . یوه دماشومانودپرمختګ عامه روده ده خوبایدپام وشي چې دهرماشوم دودې اوپرمختګ کچه اوځانګیړنه له یوبل سر ه توپیرلري .دماشوم په لومړیودووکلونوکې ډیرمهم   جوړښتونه بدلون مومي چې دماشوم دزده کړې په توانمنۍ ډیراغیزلري ،که په دې موده کې مغز ښه وده وکړي دزده کړې توان زیاتیږي اوپه راتلونکي کې په ښوونځي اوحتی دژوندپه ټولوبرخوکې دپاتې راتلوامکان کمیږي. دماشوم دتغذیې سمه پلانونه دهغه دمغزدپیاوړتیاسبب کیږي .ماشوم دژوندپه لومړیوکلونوکې اساسي وړتیاوې ترلاسه کوي اوپه داسې ډول هغه پراخوي چې دراتلونکوزده کړواوپه اصل کې دهغه په ژوندانه کې ډیراهمیت لري .ماشوم په دې پړاوکې تګ ،دخپلوخوځښتونویوشان کول ،خبرې کول ،اوپه ژبه کې پیچلیووړتیاوته رسیږي . په هغه کې پرځان باور پیداکیږي اووده کوي .ماشوم داهم زده کوي چې دنوروپه وړاندې څه ډول موقعیت غوره کړي اوله کلتوري پلوه کوم چلنددمنلووړدی . په همدې وخت کې دماشوم دځیرتیایاکنجاوۍ حس یاپیاوړی اویاهم کمزوری کیږي ،لکه څرنګه چې دیوې کوټې دجوړولولپاره بایدترهرڅه مخکې دهغې بنسټ کلک اومظبوط شي څوپه راتلونکي کې زیان ونه مومي نوماشوم هم چې کله ښوونځي ته دتلوکیږي بایدهماغه شان پیاوړی بنسټ ولري .ددې کارلپاره ماشوم له ښوونځي په مخکې پړاوکې دکورنۍ اوټولنې په غیږکې دخپلې بدني اوفکري ودې اوټولنیزواړتیاوپه ترلاسه کولوکې ملاتړته اړتیالري .په ښوونځي کې دماشوم بریالۍ زده کړه ترډیره په هغوبنسټونواوملاتړونوپورې اړه لري چې ښوونځي ته له تلوپه مخکې کلونوکې یې بنسټ ایښودل شوی وې .څیړنوښودلې ده چې د ژوندانه په لومړیوکلونوکې دماشوم ودې اوپرمختګ ته جدي پاملرنه نه یوازې دموراوپلارلپاره ګټورې پایلې لري بلکه په راتلونکي کې په ټولنه کې دهغه دفعالې ونډې سبب کیږي .دژوندپه لومړیوکلونوکې ماشوم ته ښه پاملرنه اودهغه ښه پالنه په راتلونکي کې دزده کړې دستونزودلیرې کولواویاکمولولپاره ډیرښه فرصت دی اودافرادواوټولنې لپاره تلپاتې ګټې لري .میندې اوپلرونه دخپلوماشومانوپه ژوندکې دډیررول لوبولودنده پرغاړه لري چې یوله هغه څخه دماشوم لپاره له دوستۍ،مینې اوولولې ډک چاپیریال برابرول دي .دوهم دماشوم دودې دشرایطوبرابرول  اودریم هم دماشوم تشویقول اوهڅول دي .که څه هم دماشوم دودې بیلابیلې لارې شته خوترټولومهمې دادي چې جدي پاملرنه ،مینه اوزړه سوی له مور اوپلارسره دماشوم داړیکوتضمینونکي دي ،همداراز ماشوم ته دداسې آزادۍ ورکول چې ټاکل شوې پولې ولري په یقین سره  داسې روده ده چې متقابلې اړیکې ټینګوي . نوداچې ماشوم دزوکړې له شیبې زده کړه پیلوي دامیندې اوپلرونه دي چې ماشومان ترې ترټولوزیات څه زده کوي .له دې کبله موراوپلاردماشوم په لومړنیوزده کړوکې بشپړاومهم مسوولیت پرغاړه لري اوددوي ښه ښودنه دماشوم ښه راتلونکی په ځان پسې لري .څیړنې ښیي چې دژوندپه لومړیودووکلونوکې دماشوم دمغزوزن دوه برابره کیږي چې دمغزددغې زیاتیدویوه برخه دمغز دحجزودپراختیااوبله برخه دمغزدنوروبرخودتړاواواړیکودودې سبب کیږي .له دې اړیکوپرته زده کړه شونې نه ده . دغه تړاوپه نوي زیږدیزماشوم کې دارتباطي چینل په جوړولوپیل کوي اوکله چې یوشي ته پام کوي ترې کاراخلي .ځکه نوماشوم دزوکړې له هماغه لومړۍ ورځې په غږ،تماس،بوي اواړیکوپوهیږي .دماشوم دلیدو،اوریدو،اوحافظې دځواک په پیاوړي کیدوسره ‌‌ذهن هم خپلې ودې ته دوام ورکوي .لنډه داچې ذهن په حسونواودبدن په خوځښت پورې اړه لري اوماشوم په دې تړاوسره دهغه ګردچاپیره  حالات درک اوپرې پوهیدلی شي .دبیلګې په توګه که ماشوم ذهني وده ونه لري نه شي کولاي خپل دعلاقې وړ دلوبوشیانوته پام وکړي اوډیر پرې خوښ شي ،دلاس اوسترګوله غږملتیاپرته ماشوم نه شي کولاي دلوبودغه شیان واخلي اودهغوي پرکارولوپوه شي چې داتول له ذهني ودې سره تړاولري .نوبایدووایوچې ماشوم له هماغه پیله ذهني،بدني ،اورواني ودې ته اړتیالري .نوراځۍ چې دمیندواوپلرونودښوونیزووړتیاووپه زیاتولو،دماشوم دودې دځانګړواړتیاواوورځنیوڅارنولپاره دمناسبورودوپه پوهیدلوسره دماشومانوراتلونکی تضمین اودهغوي دروغتیااوسمې ودې کتونکي و .

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:55 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

  دخوښیوپسرلۍ

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

په افغانستان کې اوله هیواده بهرټولو افغانانوته د۱۳۸۶هجري لمریزکال درارسیدوله امله دزړه له کومي مبارکي وایم .

هرکال دپسرلي په رارسیدوسره زمادځوانۍدخوښیووروستۍخاطره راپه یادشي .هغه مهال چې زه دپینځلسوکلونووم،هغه وخت چې زمادذهن په سمندرکې کورنیواوټولنیزوستونزو،کړاوونو،غم اوغوسې مفهوم نه درلوده ځکه مانه وآزمویلي ،دکوردستونزواومسوولیت کوم احساس هم نه وراسره هغه دچاخبره دفیل په غوږکې بیده وم ،دځوانۍپه جوش اوخوښیوکې مې یوازې په خوښیو فکرکاوه خوداخترونواونوي کال په رارسیدوسره به زماخوښۍدوه برابرې کیدې .

دځوانۍکلونه داسې تیرشول ته واچې همداپرون یاوړمه ورځ وه کله چې په خیالونوکې ډوب شم هغه هرڅه راته یوخوب ښکاري اودسینمادپردې په شان مې ټولې خوښۍ دذهن له پردې تیرې شي .

خوهغه دنوروز ورځ مې بیاهیڅ وخت له یاده نه وځي چې په کابل کې موکورو،دنوروزپه ورځ سهاروختي مې مور له خوبه پاڅولم اوله لمانځه اوسبناري وروسته مې نوې جامې واغوستې، له کوره ووتلم اوله خپلوهمزولوسره یوځاي دکابل ښاردنوروزدجشنونواومیلوځایونولکه عاشقان اوعارفانو،خواجه صفا،دسخي صاحب زیارت،بابربڼ ،دشیردروازې اوآسمایي غرونولمنوته ولاړو.په دغوهریوه ځاي کې به دومره ګڼه ګوڼه وه چې تابه ویل دکابل ټول ښاریان پکې راغونډشوي دي هرې خواته یوه عجیبه خوښي اوولوله وه ،ماشومانورنګ اورنګ نوې جامې اغوستې وې ،دډول ډول لوبودسامانوغږونوټوله فضاپه سراخیستې وه له هرې خوادسماوارونولوګي له لیرې ښکاریدل، موږهم څوځایه دهمدې سماوارنوترڅنګ کښیناستواو چاي اووچه میوه مو وخوړه ،لنډه داچې ټوله ورځ موپه خوښیوټوکواوټکالوتیره کړه ماښام مهال بیرته راستانه شووډیرستړي شوي و،همزولي مې هم دماښام ډوډ‌ۍته کورته راسره راوستل .

زمامور به میلمه ته ډیره خوشحالیدله تل به یې ویل میلمه دخداي دوست دی ،دمیلمه روزي له هغه مخکې دسړي کورته ورځي ،څوک چې میلمه پال وي پرهغه کوردخداي رحمت وي اودکوربرکت ورسره زیاتیږي .

 زماپه باورهره موردخپلواولادونودخوښۍاوهوساینې لپاره هرې ستونزه پرځان مني خوزه داسې فکرکوم چې زمامورله نورومیندوسره توپیردرلودکیداي شي دازماخپل نظروي ځکه ماچې په څلورپینځه کلنۍکې خپل پلارله لاسه ورکړی وله هغه وروسته زمامورماته هم دموراوهم د پلارمینه راکړې وه ماتردې وخته دبې پلارۍاحساس ونه کړمورمې هره ستونزه په ځان منله که څه هم  اقتصادي ستونزې موډیرې لرلې خوبیاهم دچاخبره که له ځمکې واوکه له آسمانه زماهره غوښتنه به یې پوره کوله  په دې وخت کې چې زماد ځوانۍپړاوو هغې به بیاهم زمادماشومتوب دوخت په  شان نازولم زماټوله خوښي دمورپه شتون کې وه مادهغې په موجودیت کې دهیڅ رازکمي احساس نه کاوه ،که څه هم زمامورنالوستې وه خوداسې لارښونې به یې راته کولې چې پرهغوي دعمل کول دژوندانه په ټولوبرخوکې زمادبري سبب کیدې چې له هغې جملې میلمه پالنه اومیلمه ته خوشحاله کیدل دي .

په دې ماښام هم چې ماخپل همزولي له ځان سره دډوډۍلپاره راسره راوستل زموږپه کورکې نورمیلمانه هم و چې له وطنه راغلي و،مورمې ډیره خوشحاله شوه ماښام ته یې وچه غوښه (لاندی)وریجې ،کبان اوسابه پاخه کړي اوداسې خوندوره ډوډۍیې تیاره کړې وه چې هغه دچاخبره ګوتې ورسره خوړل کیدې . مورمې په هغه شپه ترناوخته له میلمنوسره ناسته وه اوټولوله یوې خوابلې خواخبرې اوټوکې ټکالې کولې .

خوپه خواشینۍسره بایدووایم چې بل پسرلی زمالپاره نړۍنیمګړی و ،هرلوری راته تورتم او هرڅه راته پیکه ښکاریدل نورنوماهغه دتیرپسرلي خوښي نه لرله ،نورزماهغې نږدې خواخوږې زه په دې دنیاکې یوازې پرایښی وم مابه چې کله له دې مخکې  له ځان سره فکرکاوه که مې یوه ورځ  مورنه وي زه به څه ډول ژوندکوم خواوس په ریښتیاهماغه وخت راغلی و،مابیاهم ژوندکاوه هیڅ مې له لاسه پوره نه شول دلوي خداي تقدیرته مې غاړه ایښې وه،ځکه  دافاني دنیاده ټول انسانان یوه ورځ نه یوه ورځ هرومروله دې دنیادتل لپاره رخصت اخلي په همدې مې ځان ته مې تسلي  ورکوله. هو!مورمې هم زمالپاره په زرګونې هیلې له ځان سره یوړې .

له هغې وروسته چې دادی اوس نژدې شل کاله تیریږي زمالپاره اخترونه اوپسرلي هغه خونداوخوښي اوښکلی رنګ  نلري ،ځکه هغه څوک چې په ریښتیا دموراوپلارپه قدرپوهیږي یوه شیبه هم دهغوي نشتوالی ورته ګران وي . موردپنځون اوانسانیت داسې لوړنوم اوبیلګه ده چې اخلاص ،صداقت ،ښکلا،مینه ،محبت اولنډه داچې ټولې ښیګڼې دهغې په وجودکې خلاصه شوې دي .هغه وخت دیوه نعمت په قدراوارزښت سړی پوهیږي چې نشتوالی یې احساس کړي نوتاسوته چې دغه لیکنه لولی داهیله درنه کوم  چې دموراوپلاردهرې شیبې ژونده ګټه پورته کړئ اوتروروستي حده یې خیال وساتئ ځکه داداسې مرغلرې دي چې بیایې په هیڅ بیه نشئ  ترلاسه کولئ .

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:53 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

نیمګړې هیله

لنډه کیسه :محمدظریف عنایت زی تهران   

دوړانګې مورچې کله سهاروختي په هغې دلمانځه لپاره غږ وکړاوله خوبه یې راپاڅیدوله نو وړانګې په ژړاپیل وکړ موریې ترې وپوښتل :لورې څه درباندې شوي ولې ژاړې ؟

خوب مې لیده چې څوک راته وایي خدازده چې بیادې له زلمي سره دیدن وشي .

خوبونه ټول ریښتیانه وي لورکۍ په خداي به یې سپارو،رابه شي په ژړاڅه نه کېږي ،پاڅیږه چې پلاردې له هغې بلې کوټې نارې وهي چاي غواړي، پاڅه لورې .

خووړانګه له مور سره بلې کوټې نه ولاړه پړمخې پریوته اوبیا یې په ژړاپیل وکړ .هغه ورځ یې کرۍورځ  وژړل .

کیسه خوداسې وه چې دوړانګې کورنۍډیره ناچاره اوبې وزله وه پلاریې بازمیراکا بوډاواودکارکولووس یې نه درلود اولوریې هم درې کاله مخکې چې ایله لس یوولس کلنه وه دسختې تنګسې په خاطردبرکلي دمامورګل جان زوي زلمي ته ورکړه .مامورګل جان هم په هغه وخت کې یوڅه پیسې ورکړې چې خپلې اړتیاوې یې تریوه حده پرې پوره کړې. اوخپل زوي زلمی یې هم دولوردپیسودګټلولپاره بهرملک ته ولیږه .شپې ورځې اومیاشتې یوپر بل پسې تیریدې وړانګه هم کرارکرارپه ښه اوبدوپوهیده اوپه خپل خاوندپسې یې ناکراري ډیریدله .

اوس چې دهغه نژدې درې کاله پوره کیدل شپې ورځې اوشیبې یې شمېرلې اوددیدن تنده یې زیاتیدله کله کله خوبه داسې غریوورغی چې که دپښتونولۍشرم نه واي په خپله به یې زلمي ته حال ولیږلی وچې له هرڅه تیرشي اوخپل وطن ته ستون شي . یوه میاشت مخکې  ددوي یوکلیوال چې له زلمي سره مساپرۍته تللی وکلي ته راستون شواوددیدن لپاره یې دوړانګې هیله زیاته کړه ،احوال یې راوړ چې زلمی هم یوه دوې میاشتې وروسته وطن ته  راځي ، ددې خبرپه اوریدوسره وړانګه په جامو کې نه ځاییده اوس نوترپخوازیات هره شیبه ورته یوکال اوږده شوې وه هرڅه ورته مینه ناک ښکاریدل اوپه زړه کې یې مینې څپې وهلې اودیار ددیدن لپاره یې لارې څارلې .خوپه دې ورځ چې له خوبه پاڅیده په زړه کې یې دتیروورځوخوښي اوولوله نه وه اودشپې یې چې خوب لیدلی وهره شیبه وریادیده هرڅومره یې چې ځان ته ډاډورکاوه زړه یې نه ورسره منله اویوعجیب شان ته غم سیوری پرغوړیدلی و. نه پوهیدله چې څه وکړي ځمکې ځاي نه ورکاوه اوټوله ورځ یې په سرواوښکوتیره کړه .

 مازدیګر مهال یې خپلې مورته وویل : مورې اجازه راکوي چې دخړۍ پوښتې شینکي زیارت ته له نورونجونوسره ولاړه شم که مې زړه لږ آرام شي ؟موریې چې ټوله ورځ دخپلې لورخفګان ډیره اندیښمنه کړې وه  دهغې غوښتنه ومنله اوورته یې وویل : لورې ولاړه شه خوګوره زر به راځې که دې پلار له جوماته راغی اوته نه وې راغلې بیابه په غوسه شي .

وړانګه له کوره ووتله اودکلي دوې درې نورې نجونې هم ورسره ملګرې شوې زیارت ته لاړه اودزلمي دروغتیااوله هغه سره ددیدن ډیرسوالونه یې وکړل .له زیارت څخه دبیرته ستنیدوپرلاره  نورونجونوبیابیاترې پوښتل :وړانګې ولې نن ډیره پریشانه یې موږ هم خبرې کړه خوهغې یوازې دومره ورته ویل :نه پوهیږم خوسهارراهیسې هرڅه راته تورتم ښکاري اوهره شیبه مې پریشاني زیاتیږي .لنډه داچې لمر په لویدووچې کلې ته راورسیدې خوکله چې له برجورې کلاراواوښتې اوپر جومات یې سترګې ولګیدې له یوې خوایې  دکلیوالوګڼه ګوڼه اوله بله پلوه یې دښځودژړاغږتر غوږشو.هکې پکې شوې اوهرې یوې په یوه شیبه کې ډول ډول اټکلونه وکړل چا به یوڅه ویل اوچابل څه په همدې وخت کې یوماشوم مخې ته رامنډه کړه په داسې حال کې چې ساه یې بنده بنده کیدله  وړانګې ته مخامخ ودریده اوورته وې ویل نه یې خبره زلمی کاکایې راوړ . په همدې سره وړانګه پرځمکه راوغورځیده .

     د۱۳۸۵کال دسلواغې څلورمه نیټه دشپې یوولس بجې

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:51 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

  مرجانۍ

لنډه کیسه :محمدظریف عنایت زی

داوړي ستړې ورځې وې ماسپښین مهال و،نوی خوب راغلی وچې په شورماشورراویښ شوم لومړی وویریدم ، په ځاي کې راکښیناستم خوچې ښه مې غوږ ونیوه زموږ دګاونډي بادامي غږ مې واوریده چې بیایې خپلې لورمرجانۍته سپکې سپورې ویلې له ځان سره مې وویل عجیب سړی دی خدازده چې بیاپه څه شي خوارکۍته په غوسه شوی  ښځه خویې دده له لاسه توروخاوروته لاړه اوس یې په یوه کتره لورپسې رااخیستې اوپه نه خبره یې هره شیبه ځوروي ،بیرته پریوتم .

زموږدکلي بادام ګل چې کلیوالوبه بادامی باله دڅلویښت پنځه څلویښتوکلونوو،تل به یې تریوتندی نیولی وډیرځله خوبه یې دسړي سنت سلام ته هم ځواب نه ورکاوه له چاسره یې رادرشه  نه کوله خپله ښځه اوماشومان به یې هم نه پریښودل چې چیرته ولاړشي،میرمن یې چې ژوندۍ وه تل به یې  ورسره شورواوورته ویل به یې، سړیه کلي زوري ده که زه دچاجوړناجوړته ورنه شم هغوي هم له موږسره راشه درشه نه کوي په کلي کې چې اوسې نودیوبل په غم اوښادۍ کې به هرومروبرخه اخلې .خوبادامي په ځلونوپه همدې خبره هغه وهلې وه ،دواړې پښې یې په یوه موزه کې کړې وې اوله خپل خره نه کوزیده ورته ویل به یې زه چاته اړنه یم ته ماته عقل مه راښیه .ښځه خوارکۍیې پروسږکال همداشپې ورځې مړه شوه .چابه ویل دبادامي له لاسه زړه چاودې شوه اوچابه ویل په وهلویې مړه کړه اوچابه یوڅه ویل چابل څه .

بادامي یوه لوراودوه زامن لرل چې لوریې اوس ایله د دوولس دیارلسوکلونووه دمورله مرګه وروسته  دکورټولې چارې دهغې پرغاړه شوې ترټولوګران کارورته په تناره دډوډۍپخول و،ځکه چې دتناره لاندینۍبرخې ته به نه رسیدله اونږدې ټوله به پکې ورځوړنده شوه،دشاوخواګاونډیانوبه ډیرزړه پرې سوځیده خوبادامي څوک نه پریښودل چې له مرجانۍ سره مرسته وکړي .دمرجانۍدکوردټولو چارو له ترسره کولونه هم دخپل پلارهره شیبه سپکوسپورواوپه وړه غلطۍ بدوخبروکولوډیره ځوروله اوکله به یې چې دکورپه مخکې څوک ولیدل چې له خپلواولادونوسره به یې په مینه خبرې کولې سوړاوسیلی به یې وکړاوویل به یې ،کاشکې زماپلارهم همداسې مینه راسره کولاي .دمرجانۍجامې به تل  خیرنې وې چې دنورونجونوښکلې جامې به یې لیدلې اویابه یې هغوي  ښوونځي ته دتلوپه حال کې ولیدې له ځان سره به یې ویل څنګه به ښه وچې زه هم ښوونځي ته تللی .

له دې ټولوسره سره  له څومیاشتوراهیسې دهغې پلارپه واده پسې ګرځیده د هغې په زړه کې به ډول ډول پوښتنې راولاړیدې ، خونن چې کله برې چینې ته داوبوراوړولپاره تللې وه نورونجونوورته ویلي و مرجانۍخبره یې که نه پلاردې غواړي چې په همدې ورځوکې  تاځان ته بدل کړي ،داخبره پرهغې  لوي کوذارولکه څوک یې چې له خوبه راویښه کړي اوله ځان سره یې وویل زما اندیښنه بې څه نه نه وه ،په ژړاکورته راغله اوله پلارسره یې داخبره شریکه کړه پلاریې په ځواب کې ورته وویل: په دې خبروکې ستاکارنشته خوراولوراول اوآخردپردي کوروي  نارینه چې هره پریکړه کوي دنجونوپکې کارنشته سپین سترګې نجلۍځه خپل کاردې کوه .

دبادامي په کور کې نن ډیردژړاغږ وزه هم دخوب په ځاي کې لټ په لټ شوم خوب رانه غی اوپاڅیدم دمرجانۍ ژړا شیبه په شیبه زیاتیده چې ښه ځیرشوم وامې وریدل چې بادامی ورته وايي،ډیرښه مې وکړل دازماکاردی ستازماپه پریکړه کې کارنشته خوله دې پټه کړه کنه وژنم دې ،زه پوه نه شوم چې له دې خبرې دبادامي هدف څه و له ځان سره مې وویل خوارکۍیې مړه کړه څوک یې مرستې ته هم نه ورځي بیامې راپه یادشول چې بادامی خوهغه سړی دی چې کله به یې پخواخپله میرمن وهله که به ګواښ کرندی ورغی په سپکوبه یې سپک کړ،زه هم دوه درې ځله ورغلم چې نصیحت ورته وکړم اوله دغه ناوړه چلنده یې منع کړم داسې خبرې به یې راته وکړې چې له ورتلوبه یې پښیمانه کړم ځکه چې هغه به یوازې خپله اوریده اوویل به یې چې زماپه کار کې دچا کارنشته زه دچالارښوونې اوسلامشورې ته اړتیانه لرم خوهغه وخت به هم یوازې دجومات دملاصاحب خبره پرې لګیده  ،له همدې امله مې له ځان سره پریکړه وکړه چې راځه دجومات ملاصاحب ته ورشه اوورته ووایه چې دې بادامي ته لږ نصیحت وکړي دلمانځه وخت و،اودس مې وکړجومات ته ولاړم له لمانځه وروسته چې کله ملاصاحب ددعاکولولپاره مخ دمقتدیانوپه لورراواړاوه په څیره کې یې یوډول خوښي له ورایه  ښکاریده ږیره یې نوې رنګ کړې وه نوې جامې یې اغوستې وې ددعاپه پاي ته رسیده سره ملاصاحب پاڅیده اوهرکلیوال به ورسره  غاړه غړۍ کیده اومبارکي به یې ورته ویله .ملاصاحب چې داتیاپنځه اتیاکلونوونارینه اولادیې نه درلودماله ځان سره وویل،خداي ته څه دي حتماخداي زوي ورکړی چې دومره خوشحاله دی، په همدې سوچونوکې زه هم ورغلم اودنوروکلیوالوپه شان ما هم ورته وویل ملاصاحب مبارک دې وي .

له جوماته چې راوتلویوه کلیوال ته ورپه غوږشوم اوورته ومې ویل ملاصاحب ته مودې زوي مبارکي ورکړه؟ هغه راته په خنداشواووې ویل ریښتیانه یې خبر ماورته وویل نه ولاکه خبر یم.

ـــ ملاصاحب دبادامي لورمرجانۍپه بدلانه وکړه . 

 د۱۳۸۵کال دسلواغې ۲۷مه دماسپښین درې بجې 

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:50 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

  ډیموکراسي

لنډه کيسه :محمدظریف عنایت زی تهران

په کوټه کې یوازې دټلویزیون تته رڼا وه ،دکوټې په بر کونج کې میرواکاپه داسې حال کې چې نصواریې  خولې ته اچولې ودوې سترګې په تلویزیون  ښخې کړې وې ،لس واړه لوڼې اوزامن یې دهغه یوې او بلې خواته ناست و.کله چې زه کوټې ته ورننوتلم بې له دې چې له ټلویزیونه سترګې بل لوري ته کړي لاس یې راکړاوترڅنګ یې کښینولم عینکې یې له سترګولیرې کړې له جیبه یې په سروشنووریښموجوړشوی ګونځې دسمال راوایست سترګۍیې پرې پاکې کړې بیرته یې په سترګوکړې او ماته یې مخ راواړاوه له نصواروپه ډکې خولې یې وویل چنګې شي ډي [څنګه سي ډي ] مې راوی دامې نن په څه سختۍ دولسوالۍپه بازارکې پیداکړ،بیرته فلم ته ځیرشو.

زمادمیرواکاهغه زړه راډیوراپه یادشوه چې غوږته به یې نیولې وه اودبې بې سي خبرونه به یې اوریدل چې ډیرځله به په ټپه ودریده اوبیابه یې سوکونه ورکړل او لږوبه وګړیده خوداڅوکاله کیږي چې زموږپه کلي کې هم ډیروخلکوتلویزیونونه ویډیوګانې اوحتی سپوږمکۍرانیونکې دستګاوې اخیستې دي ،میرواکاهم په دې خاطر چې له نوروسره یې سیالي کړې وي ټلویزیون اوویډیویې واخیستل .

میرواکالس لوڼې اوزامن لرل مشرزوي یې اوس ایله دلسو،یوولسوکالووهغه لوڼې خوپریږده چې زامن یې هم ښوونځي ته نه پریښودل ځکه ویل به یې ډیروخلکوچې په کلونوکلونویې په لیک لوست کې تیر کړي اوس هاغه دي بېکاره کرځي موږچې ښوونځی ونه وې چاله کلي وایستواوله لوږې مړه شووچې اولادونه به مې وباسي یابه له لوږې مړه شي.

میرواکابه تل په پورې راورې کلیوکې مزدوري کوله اوخپلوالادونوته به یې یوه نمړۍډوډۍبرابروله .خوډیرځله به په ژمي کې دیخنۍله کبله کارونه نه ونومیرواکابه له داسې تنګسې سره مخامخ شوچې په شپوپه ورځوبه یې په کورکې کټونه باریده .ښه مې په یاددي پنځه کاله وړاندې یوژمۍله یوې میاشتې زیاته موده یې اوړه نه لرل کلیوال پرې خبرشول اوپه جومات کې یې پیسې ورته ټولې کړې څواوړه پرې واخلي .میرواکابه یولمونځ بې جماعته نه کاوه ډیروخت به یې په جومات کې تیراوه .

خواوس دوه درې کاله کیږي چې زوي یې کال دوولس میاشتې مزدوري کوي اوداوړواوغوړیوپیسې ګټي نومیرواکاکراریوه پښه په بله اړولې ده اوڅومیاشتې وړاندې یې له همدې پیسویوڅه وسپمولې ، ټلویزیون اوویډیویې پرې واخیستل اوداسې یې بې سده کړچې اوس  په ورځوورځوپه جومات کې خوڅه کوې په کلي کې هم نه لیدل کیږي .له ځان سره مې وویل چې زموږسپین ږیري چې داسې وغړیږي نوله ځوانانوڅه ګیله ،په همدې سوچونوکې وم چې دمیرواکا غږزمادسوچ لړۍغوڅه کړه اووې ویل: فلم دې خوښ شواوکه نه ،ماورته هوکړل بیامې ورغبرګه کړه زه نونوردرنه ځم ډیرې ورځې مې نه وې لیدلی ماوې چې  پوښتنه دې وکړم چې خداي مه کړه ناروغ نه وې

ــــ  نه زه شکردی جوړاوروغ یم ،کښینه چیرې ځې فلم چې خلاص شوبیابه لاړشې

ــــ اکا،ټلویزیون ته ډیرکتل هم سترګوته زیان رسوي، ستاسترګې خوهسې هم کمزورې دي اوبله داچې ته له ما ښه پوهیږې چې نامحرموښځوته کتل ګناه ده اوبیادااوسني فلمونه خوډیربربنډدي

ــــ دنیاپه اومیندخوړل کېږي زه غواړم چې خوښ ژوندوکړم اوبله داچې که دټلویزیون په کتومې ړوند شم ړوندنه یم عجیې خبرې کوې

ــــ ګوره اکاموږاوتاسومسلمانان یولږ خوبایده دي چې دآخرت په فکرکې هم شو.میرواکاپه غوسه راته وویل :

تاڅه له ځانه راته ملاجوړکړی

ــــ ګوره اکاکلیوال ټول خبرې درپسې کوي زمانه لوریږي  ټول وایي هغه میرواکاچې یولمونځ به یې بې جمعې نه کاوه اوس ګوره چې جومات ته وګوري هم نه

میرواکاتندی  نورهم راته تریوکړاوپه قهرجنه بڼه یې راته وویل :ځه ځه اوس هغه پخواني وختونه نه دي اوس ډیمکراسي ده ډیمکراسي پوهیږې که نه؟

زه پوه شوم چې زماخبرې پرمیرواکاهیڅ اغیزنه کوي له ځان سره مې وویل چې په ریښتیاهم هرڅه حتی انسانان هم بدل شوي !اوله کوټې څخه راووتم .

د۱۳۸۵کال دسلواغې شپاړسمه نیټه دشپې یولس بجې تهران

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:46 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

  ناو کۍ

لنډه کیسه:محمدظریف عنایت زی تهران

کریم اوس څلورکلن وډیرځله به یې چې دنوروماشومانوپلرونه لیدل چې له خپلوبچیانوسره مینه کوي اویاهرڅه ورته راوړي هغه به هم دپلاردنشتوالي احساس کاوه اوله خپلې موره به یې دپلارپه باب پوښتنه کوله هغې به هم په ځواب کې ورته ویل :پلاردې کابل ته تللی تاته پتاسې اودلوبوشیان راوړي .

یوه ورځ چې کریم دګاوندي له زوي جاویدسره په لوبوبوخت وپه همدې وخت کې دجاویدپلارله موټره کوزشو،زوي یې دپلارپه لیدوسره ورمنډه کړه اوپلاریې هغه په غږکې ونیوه اوښکل یې کړ .کریم ددې صحنې په لیدوسره خواشینی د کورپه لورروان شواوپه داسې حال کې چې بیابیایې داپوښتنه له ځان سره تکراروله چې زماپلارنوولې نه راځي، دکورپه دروازه راننوت مور یې په تناره دډوډۍ پخولوپه حال کې وه چې په کریم یې  سترګې ولګیدې پوښتنه یې ترې وکړه: زوکیه ولې خفه یې چاخوبه وهلی نه یې ؟کریم چې ستونی یې له غریوه ډک وپه ځواب کې وویل :ته هره ورځ راته وایې چې پلاردې راځې ،ته دروغ وایې کله راغی دجاویدپلارچې پرون کابل ته تللی وهمدااوس له موټره کوز شواوجاویدته یې پتاسې ،موټرک ...

موریې خبره ورغوڅه کړه زویه ستاپلارهلته ډیرې پیسې ګټي بیاتاته هرشی راوړي په نږدې ورځوکې به په خیرراشي زوي مې ځارشم مه خواشنی کیږه ورشه بابا ته دې ورغږکړه ډوډۍ تیاره ده ،ورشه زویه .

کریم سروخوځاوه اوروان شو،دمرغلرې سترګې له اوښکو ډکې شوې په سوچونوکې ډوب شوه هغه وخت ورپه یادشوچې له رحیم سره یې مینه پیداشوه اودهغې پلارهم څوځله درحیم له لوري ورلیږل شوي ریباران ځواب کړل ، خوپه بیابیاغوښتنې اودیوه اوبل په واسطه کولوسره یې دمرغلرې پلارچلندراکادې ته راضي کړچې په هوخوله کیږدي خوولوریې دوه چنده ورته وټاکه .درحیم پلارنیک محمدته یې وویل :اوس دې نوکه په وس کې وي راوړاندې شه اوکه نه نودرنه تیږه پرې  کیږده.    

نیک محمدڅوشیبې په سوچ کې شواوداچې له مرغلرې سره درحیم له مینې ښه خبر ونوله ځان سره یې وویل که  دانجلۍورته ونه کړم هلک مې له لاسه وزي نوجلندراکاته یې مخ ورواړاوه اوورته وې ویل :زه دخپل یوازیني زوي هیله اوزړه په ډیرډیرڅه نه شم ماتولی که ولورتردې هم راته لوړکړې ترې تیرنه یم .  

هماغه وچې لاسونه یې پورته کړل اومرغلره یې ورکړه .رحیم له خوښۍ په جاموکې نه ځاییده ځکه چې مینه یې په وصال بدله شوه اوبریالی شو .څوورځې وروسته یې دسمال راوړښې خوښۍ یې پرې وکړې دشاوخواکلیوځوانانوپه شپواوورځواتڼوڼه پکې وکړل.

یوکال وروسته د رحیم دواده مراسم داسې په ډرب کې جوړشول چې په شاوخواکلیوکې  بې مثاله و.دټولې درې خلک یې واده ته وربللي و،دواده په ورځ یې دولسوالۍداډې نږدې ټول موټرپه کراه کړي وخداي مې دې غاړه نه بندوي درحيم دورادموټروشمیرڅلویښت ،پنځوسوته رسیده .دجلندر اکادکورپه مخکې  دومره لویه وراله موټروکوزه شوه چې ددې کلي خلک ورته ګوته په غاښ و.

مرغلره چې دواده په جاموکې دپنځلسمې سپوږمۍ په شان ځلیدله په کرارکرارقدمونوسره په داسې حال کې چې په سترګویې ژړل خوپه زړه یې ګوړې ماتولې  په ګلپوش موټر کې  کښیناسته .دادرحیم لپاره دژوندترټولوښکلې شیبه وه ځکه چې لویه هیله یې پوره شوې وه .

دوې میاشتې درحیم اومرغلرې دواده تیریدې چې یوسهار وختي چې لاسپیدې نه وې چاودلې دجت الوتکوپه کړسنده غږ رحیم له خوبه ویښ شواوله دې امله چې دجګړوله پاي ته رسیدووروسته داڅوکاله بیاجنګي الوتکې ددوي پرسیمه نه وې راغلې هک پک پاتې شواوپه چټکۍ سره له کوټې راووت ،په الوتکوپسې یې کتل ،په همدې وخت کې مرغلرې څه ګډوډخوب  لیده اوراویښه شوه، په ځاي کې کښیناسته دالوتکې غږهغه هم وویروله، له ځان سره یې وویل:خداي دې خیرکړي دابیاڅه ټکه راولویده .رحیم دکلابرې خواته ولاړچې له هغه ځایه الوتکې ښکاریدې وویني په همدې وخت کې  دالوتکوغږبیا رانږدې اوپه یوه شیبه کې یوګړزشوپه کلاکې دوړو اودباروتولوګي تورتم جوړکړدلږځنډلپاره چوپه چوپتیاخوره شوه .

دکلاپه انګړکې کلیوال راغونډشوي و،مرغلرې چیغې وهلې رحیم مې څه شو،رحیمه چیرته یې؟ دکلایوه او بل لوري ته یې منډې وهلې ،یودم یې دکلادبردیوال ترڅنګ په خوسر سترګې ولګیدې چې پټکی یې په غاړه کې پروت دی اودرحیم سریې په زنګون ایښی دی په داسې حال کې چې له سترګویې اوښکې روانې وې دزوي سترګې یې ورپټې کړې .مرغلرې په سرخاورې بادولې اوویل یې زه سرتوره شوم ،زما ګډوډخوب زه خبره کړم...

درحیم مورهم سرتورسررامنډې کړې اوداچیغه یې وکړه  زوکیه ناوکۍدې چاته پریښوده اوپه ځمکه ولویده .

له دې پیښې اوه میاشتې وروسته کلیوالونیک محمدته دهغه دلمسي مبارکي ویله .

 د۱۳۸۵کال دسلواغې ۱۳مه نیټه دجمعې مبارکه ورځ   دماسپښین درې بجې

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:43 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

    بې کسي

لنډه کیسه : محمدظریف عنایت زی

زموږدکلي دلواڼۍترورپه کورکې نن د ښځواونارینه وداسې ګڼه ګوڼه وه چې تابه ویل واده دی ،ټول کیلوال خوشحاله واویوپه بل پسې دلواڼۍترورکورته ورتلل .لواڼۍتروردکوټې په وره کې ولاړه وه اودهغوي هرکلی یې کاوه نن دهغې لپاره داخترورځ وه .

زموږدکلي لواڼۍترورپه شاوخواکلیوکې هرچاپیژندله اودټولوپه دسترخوان شریکه وه ،هغه خوارکۍ په زړې کلاکې په یوه تیاره کوټه کې اوسیده خاوند یې پخوابل واده کړی واولواڼۍیې یوازې پریښې وه .هغې به تل دخلکوپه پټیواوباغونوکې کارکاوه په غنم لوکې به یې په سروغرموکې له پټیووږي ټولول اوبیابه یې په خپله میده اواوړه کړل اودژمي دسړوورځولپاره به یې وساتل اوړۍخوبه کلیوالوورسره دډوډۍ اواوړومرسته کوله اویوه غوایې هم لرله چې دهغې د شیدواومستوپه پلورلوبه یې دژوندانه اساسي اړتیاوې برابرولې هغې یوزوي درلودچې ډیرپه خواریویې رالوي کړ،زوي یې دپینځوکالووچې خاوندیې هغه پرې ښوده اودتل لپاره له دې سیمې ولاړاولواڼۍخواړکۍیې له یوه کوچني زوي سره یوازې پریښوده .لواڼۍترورډیره زیږه پښتنه وه اودنارینه په شان یې دژوندانه دلګښت اودیوازیني زوي دروزنې لپاره ملاوتړله اوپه کلي کې یې دیوه نارینه په څیرهرسخت کارته اږه ورکوله زوي یې په ډیرونازونورالوي کړاوکله چې داووکلونوشوپه ښوونځي کې شامل کړاوله ښکلیوجامونیولې ترهرهغه څه چې دهغې زوي نقیبي به وغوښتل ورته چمتوکول به یې .

شپې ورځې میاشتې اوکلونه یوپربل پسې تیریدل نقیبی چې څومره لوییده لواڼۍتروربه دخوښۍ احساس هم ورسره زیاتیده اوویل به یې ،زوي مې نورنوځوان دی نورمې غم نشته،چې دزده کړې ترڅنګ لږکارهم وکړي دوه تنه یودکوراړتیاوې پوره کولاي شي ،خیرکه زه زړه شوم زوي مې شکردی ځوانیږي اوله بې کسۍبه خلاصه شم نقیبی چې د یولسودوولسوکلونوشوڅلورم ټولګي ته رسیدلی وله ښوونځي اولیک لوست سره یې کرارکرار مینه په کمیدوشوه هره ورځ به یې له ښوونځي وروسته چې کله په کورکې ډوډۍ وخوړله په بیړه به دبرکلي په لورروان شواوترماښامه به دهغه کلي له دوونوروهمزولوسره چې له یوه کال راهیسې یې ښوونځی پرې ایښی ګرځیده کلیوالوڅوځله لواڼۍ ترورته ویلي وچې زوي دې له بې لارې هلکانوسره ګرځي چې ورسره بې لارې نه شي نصیحت ورته وکړه، خولواڼۍتروربه دې خبروته پام نه کاوه اوویل به چې هرچیرته مې زوي خوښ وي هلته دې ولاړشي دچایې کارنشته .

داوړي ورځ وه لواڼۍترورغواترپړي نیولې وه ستړې کورته راغله اوپه بیړه یې دغرمې ډوډۍچې دوې غلمینې ډوډۍ،یوه کاسه شړومبې اودوه پیازو تیاره کړه چې اوس به نقیبی له ښوونځي راشي وږی به وي ، لنډه داچې ډوډۍیې تیاره کړه دسترخوان یې خپورکړاودزوي په تمه کښیناسته  خونقیبی وځنډیده شیبه په شیبه دلوانۍتروراندیښنه زیاتیده په بیړه له کوره ووتله اودنقیبي له ټولګیوالویې دزوي پوښتنه وکړه خوهغوي ورته وویل ، نن دې زوي ښوونځي ته نه وتللی ،ددې خبرې په اوریدوسره دهغې ویره څوبرابره شوه اوپه داسې حال کې چې له سترګویې اوښکې روانې وې په منډه تر ښوونځي پورې ولاړه اوترمازدیګر ه یې شاوخواکلي ،دسیندغاړه اودکلي باغونه ټول پسې ګزاوپل کړل خودنقیبي هیڅ درک ونه لګیده تابه ویل چې ځمکه وچاودیده اونقيبی پرې ننوت ،تیرمازدیګروچې لواڼۍترورله ډیروهڅووروسته نهیلې کورته راستنه شوه اودکلاپه منځ کې په سپیروخاوروکې کښیناسته اوپه چیغوچیغویې په خپلې بې کسۍاوخواری ژړل ،دشاوخواکورونوڅوښځې راغلې اولواڼۍتروریې ترمټ ونیوله اوتسلي یې ورکوله چې په همدې وخت کې یوهلک کلاته په منډه راننوت په داسې حال کې چې ساه یې بنده بنده کیده لواڼۍته یې وویل، ترورې زماپلاراوس له کابله راغی نقیبی یې سهارهلته لیدلی وچې مخ په ایران روان وپلارمې ویل ډیره هڅه مې وکړه چې راوې ګرځوم خودوونوروملګرویې پرې نه ښوده، پلارمې زه راولیږلم چې تاخبره کړم ،اوبیرته له کلاووت ددې خبرپه اوریدوسره لواڼۍخپله ژړایوڅه تم کړه اونوروښځوته یې وویل :ماخداي له بې کسۍنه خلاصوي زوي مې ولاړبې لارې شو.دکلي ښځوهرې یوې په یوډول ډاډورکاوه ،یوه ښځه یې چې ترچنګ ناسته وه ورته وې ویل :ترورې ژوندۍ لارې سورۍدي خیردي رابه شي زموږدکلي ډیرهمداسې نوي ځوانان تللي څومیاشتې  یایوکال وروسته بیرته راستانه شوي دي دغه شان هلکانوته پردي وطن ته تلل هوس ښکاري خوچې کله لږسختي وویني بیانوپه خپلې غلطۍپوه شي ،ستازوي خوبیادګلولوهم نه وکړی ډیرزربه بیرته راستون شي .لواڼۍترورپه داسې حال کې چې په خپل ټیکري اوښکې پاکولې په ځواب کې ورته وویل،زمازوي تراوسه خام هلک دی زه ویریږم چې بې لارې اوعملي نه شي نورخوبه یې خداي راولي زه له هماغه اوله  خداي نه یم ښاده کړې اوبیایې له سترګواوښکې راغلې .

 لس دوولس ورځې وروسته له ایرانه دنقیبي لیک راورسیددکلي ملاصاحب لواڼۍته لیک ولوست ،نقیبي مورته له سلامونووروسته ډاډ‌ګیرنه کړې وه اوهغه دچاخبره ښه باغونه یې ورته شنه کړي و،موریې لږډاډه شوه خوبیابه هم شپه ورځ په فکرونوکې ډوب وه .

شپې ورځې میاشتې اوکلونه یوپه بل پسې تیریدل په لومړیودوودریوکلونوکې نقیبي په یو،نیم لیک سره خپله موریادوله  اودراستنیدوخبره به یې په هریوه کې کوله خوکرارکراردغه دلیکونودرالیږلولړۍهم غوڅه شوه ،هرڅوک به چې له ایرانه وطن ته ستانه شول ډول ډول اوازې به یې دلواڼۍ ترورغوږته رسولې چابه ویل نقیبی بې کاره ګرځي چابه ویل پوډري شوی چابه یوڅه اوچابل څه اوازې خپرولې چې ددغه رازخبروپه اوریدوسره به دلواڼۍترورخواشیني لاپسې زیاتیدله، هرکال به چې دکلي ځوانان مساپرۍ ته تلل لواڼۍتروربه لمن ورته اچوله اوداسوال اوزارۍبه یې ورته کولې چې زوي یې ورسره راولي .

اوس چې په پردي وطن کې دنقیبي نږدې څوارلس کاله پوره کیدل لواڼۍتروردخپل یوازیني زوي غم په ملاکړوپه اودسرویښتان یې سپین شول نورنوهغه پخوانی توان هم نه ورپاتې لږبه چې ستړې شوه زړه به یې درزیده خوبیاهم دهغې د مورنۍمینې له امله زوي  یوشیبه له سترګونه واته اوشپه اوورځ به یې دهغه دراتلولاره څارله .

زموږیوکلیوال چې پرلواڼۍتروربه یې ډیرزړه سوځیده کله چې پروسږکال ایران ته دکارکولولپاره رونیده نوله لواڼۍترورسره یې کلکه ژمنه وکړه چې په هرډول وي نقیبی به ورسره  راولي .نقیبی په ریښتیاهم چې په پردي ملک کې له بدوملګروسره بې لارې اوعملي شوی  و،ځکه چې بدوملګروهغه دې ورځې ته راوستلی و.

نن نودلواڼۍلپاره له اختره هم ښه ورځ وه ځکه په  خپل یوازینی زوی یې له نږدې څوارلسوکلونووروسته یوځل بیاسترګې ولګیدې اوکلیوالوهم ځانونه له هغې سره په دې خوښۍ کې شریک بلل .

د۱۳۸۵کال دکب دمیاشتې دوولسمه نیټه تهران ایران دشپې لس بجې

 

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:41 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
 

یوه ریښتینې کیسه

محمدظریف عنایت زی

ورځپاڼې مې کتلې چې څوځایه مې دافغانانو په هکله د نادودو په باب لیکنو ته  پام شو ،چیرته به افغانانو داسې کار کړی و چې دافغانانو دمیړانې ،غیرت او برم له هیڅ تول سره یې اړخ نه لګاوه اوپه پردي وطن کې به یې د واقعي اړمنوپه وړاندې دکوربنو کرکه راپیداکوله هغه متل دی چې دوچوله زوره لانده سوځي ،خوپه ډیروموردونوکې له افغانانوسره داسې نادودې شوې چې په مظلوموافغانانو دیوه اوبل ملنډې ډیرې دخواشینۍ وړدي لنډه داچې دیوې ورځپاڼې په دې سرټکي مې سترګې ښخې شوې چې[یوه کلینډردلارې دکرایې په بدل کې مساپر وواژه] نوپه بشپړې کیسې دځان پوهولولپاره مې نوموړی مطلب تر پایه ولوست چې لیکي یې و،یو افغان چې دکارلپاره یې دې پردي وطن دراتلو تکل کړی وء اوغوښتل یې چې ددې هیوادهغه ښار ته ځان ورسوي چې په وطن کې خلکو ورته دهغې په باب ویلي و خوکله چې د ډیروستونزواوکړاونوپه ګاللوسره له پولې واوښت نو نوموړي ښارته دتلولپاره په موټروکې ځکه چانه سپراوه چې قاچاقي راغلی و نو چا به ترې دڅلورو،پینځواوحتی شبږوتنود کرایې غوښتنه کوله خوله خوارکي سره یوازې دومره پیسې پاتې وې چې دعادي مساپر کرایه ورکړي .ډیرو موټر چلونکو ته له زارۍ کولو وروسته یوه کلینډر په دې شرط په بس کې سپورکړ چې دیوه تن کرایه به په سرکې اوددووکسانوکرایه به هم مقصد ځاي ته په رسیدو ورکوي .موټر روان شونوروسپروکسانوچا له یوبل سره خوږمجلس کاوه اوچاهم په تلویزیون باندې فلم ته کتل خوهغه ټوله لاره په دې فکرکې وچې هلته به دکرایې نورې پیسې له کومه کوي .کله چې له دوولس دیارلس ساعته مزله وروسته مقصدځاي ته ورسیدکلینډر ترې دنوروپیسوغوښتنه وکړه هغه زړه نازړه ځواب ورکړ زه خونورې پیسې نلرم ،په دې ښار کې مې کلیوال دي له هغوي څخه به یې درته پورکړم اودرته رابه یې وړم ژمنه درسره کوم خو کلینډر اعتبار پرې نه کاوه اوټینګ یې نیولی وکه له ځمکې وي اوکه له آسمانه هرومروبه په همدې ځاي پیسې ورکوي ،سره لاس اوګریوان شول هغه غوښتل یې چې ځان ترې خلاص کړي په دې وخت کې کلینډر دلیوه په څیر ورټوپ کړاوچاقویې سمدستي له جیبه راوایست اودمظلوم افغان پر خیټه ورخښ کړ دخلکوګڼه زیاته شوه اوبریدکوونکی یې پولیسوته وسپاره خوڅه ګټه یې کوله بې وزله افغان ساه ورکړې وه اوله کلي، کور، خپلوانواوکورنۍ ډیر لیرې په پردي وطن کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې .دافغانانودبې شمیره ستونزوپه لیدواواوریدوسره داپوښتنه سړي ته پیداکیږي چې دافغانانودادرپه درۍ،کړاونه اوبدبختۍ ترکومه ؟ آیاڅوک شته چې دمظلومواوپه پردیوملکونوکې دپرتوافغانانوپرټپونوپټۍ کیږدي ؟ترکومه به افغانان د خپلوبچیانولپاره دیوې ګولې ډوډۍ لپاره په پردیوملکونوکې دیوه اوبل سپکې سپورې اوري ؟ نواې ګرانه لوستونکیه ددې ټولوستونزودیوې کوچنۍ برخې په لیرې کولوکې زه اوته هم بایدځانونه مسوول وګڼواوکه نه ؟

د۱۳۸۵کال دمرغومي ۱۲مه تهران

+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:38 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 
+ نوشته شده در  جمعه 1386/03/11ساعت 3:19 PM  توسط محمدظریف عنایت زی |