تبليغاتX
سپرغه
ادبي ، هنری ښونیز او تاریخی

دبدوپور

 

لنډه کیسه : محمدظریف عنایت زی

غوټۍدکلاپه انګرکې ترونې لاندې یوازې ناسته وه له ښکلوسترګویې په لپولپواوښکې روانې وې دهغې سپین مخ ،دهیلۍپه شان هسکې سپینې غاړې،تورواوږدو ویښتانو غټو خړوسترګودکلي ډیرځوانان لیوانیان کړي و،غوټۍاوس په پټه خوله په خپل تقدیرژړل هغې چې دګډژوندانه لپاره له داسې ځوان سره دواده کولوهیله په زړه کې پخه کړې وه چې ښکلی اودکمالونوخاوندوي هغې ته نیکمرغي ورپه برخه کړي ځکه دپلارپه کورخویې هیڅ ښادي نه وه لیدلې ،اوس تقدیربل ډول لوبه ورسره کړې وه ،هغې هیڅکله فکرنه وکړی چې تقدیربه یې ټولې هیلې په سین لاهوکړي ،په همدې وخت کې دهغې ورورمیری په تریو تندي دکورپه دروازه راننوت ،کله یې چې په غوټۍسترګې ولګیدې واردواره یې ورمنډه کړه اوورته وې ویل تابیاژړاپیل کړې او له همدې سره یې دوه درې سوکه  ووهله اوپه لوړ قهرجن آوازیې ورته وویل بیادې ژړاونه وینم خوراولوراول اوآخردپردي کوروي .

غوټۍپه ژړغوني غږورته وویل که مې پلارژوندی وی ولاکه یې داسې اورته اچولې وی ته ظالم یې ته مې ورورنه دښمن مې یې ستاله لاسه مې ژوندتباه شو،هیلې مې له خاوروسره خاورې شوې .

میري بیا ورغبرګه کړه ډیره مه غږیږه خوله دې بنده کړه سپین سترګې پاڅیږه ډوډوۍتیاره کړه وږی یم اوپه همدې خبرې کوټې ته ننوت .

میری همداپرون دکوزاوبرکلیودسپین ږیروپه منځګریتوب بیرته کلي ته راستون شوی و، هغه درې میاشتې وړاندې دبرکلي له نیکي سره  دچرسوپه معامله خبره اړولې وه اودواړو په یوبل چاقیان راایستلي وچې دې وخت کې دمیري چاقودنیکي پرخیټه وربرابرشوی و او روغتون ته له تررسولووړندې نیکي ساورکړې وه، له هماغه ورځې میري له کلي پښې سپکې کړې وې اوځان یې تری تم کړخوکله کله به دغله په شان دشپې کورته راغی اوله مورڅخه به یې دچرسو پیسې واخیستې بیابه یې ځان غیب کړ.

میری دنوې ځوانۍپړاوته رسیدلی وچې پلاریې له دې دنیاسترګې پټې کړې ترهغه وخته یې دپلارترڅارنې اوپالنې لاندې لیک لوست ته ډیرپام کاوه اوپه ښوونځي کې به تل په لومړۍدرجه بریالۍکیده خو کله یې چې پلارمړشومیری کرارکرارله لیک لوست اوښو کارونولیرې کیده دمورخبرې نه پرې لګیده په بدوسرشو،دکوزاوبرکلیوله چرسیانو او بنګیانوسره یې ملګرتیاپیل کړه ښوونځی ترې پاتې اوسم بې لارې شو،ټوله ورځ به یې له ناوړه کسانوسره ناسته پاسته لرله دخپلې یوازینی خورچې دپلاردمړیني په وخت کې ایله دپینځو کلونو وه اودخوارکۍموردخوراک اوڅښاک په فکرکې خواصلا نه و ،له کوم وخته یې چې پلارمړشوی وموریې دې ته اړ شوه چې د ولسوالۍپه روغتون کې دخدمتګارې په توګه کاروکړي اوپه هماغه پیسوبه یې دژوندانه اړتیاوې پوره کولې اودزوي دچرسو او بنګو پیسې لاپرې سرباری وې  ،اوس یې نوزوي ته نصیحت نه کاوه ځکه پوهیده چې دهغه فکراوس ټول دبې لاروپه ګروت کې دی اوخبره به داسې وه ورته لکه بوت ته چې غږیږې یوازې داځواب به یې ورغبرګاوه چې زماپه کاردې دچاکارنشته ،هغه متل دی له چاسره چې اوسې په خوي به دې هغوشې ،هغه به له سهاره ترنیموشپوله چرسیانواوبې لارو کسانو سره ګرځیده هغه اوس پینځه ویشت کلن ځوان شوی وپه شپوپه ورځوبه کورته نه راته مور به یې تل دهغه دمرګ سوالونه کول او ویل به یې خدایه په دې یوازیني زوي مې بوره کړې چې دپلاردرنه دروازه یې سپکه کړه دکلي په ښځوکې مخ نلرم ټول زمادزوي دناوړه کارونو په باب خبرې کوي په تیره بیاله هغې راهسې چې دبرکلي نیکی یې وژلی دخپل پلاردرنه شمله یې په ځمکه وغورځوله .

 دنیکي پلارګلواکاهم همدایوزوي درلوده هغه  به تل له میري سره ګرځیده اوښه خواږه ملګري بلل کیدل خودناسموخلکودوستي او دښمني هم لړزانه وي اوهرشیبه دنژدې ملګرو ترمنځ دسختې دښمنۍ امکان وي .ګلواکااوس هغه یوازینی زوي له لاسه ورکړی و اوس به یې هره شیبه له ځان سره ویل یره لکه چې میراث شوم په همدې خاطریې دغچ اخیستواورپه زړه کې په لنبې وهلې .

دمیري موراودکلي سپین ږیري څوځله دنیکي پلارګلواکاته ورغلي وخوجرګه یې نه منله ،یوازې دغچ خبره یې کوله .

لنډه داچې دکلي سپین ږیري دوروستي ځل لپاره دګلواکاکورته په ننواتې ورغلل اوورته وې ویل :ګلواکاله غچ اخیستوتیرشه وینه په وینه نه پاکیږي داسې یوه فیصله به وکړوچې دواړه لوري به له نورو بدیوخلاص کړوکه دې خوښه وي یولک روپۍاویوپسه به درته راولي نورنودابدي پاي ته ورسوه درنه تیږه پرې کیږده .

دکلي سپین ږیري د ګلواکادځواب په تمه ټولوپه هغه کې سترګې خښې کړې وې ،ګلو اکا لومړۍسروخوځاوه سترګۍ(عینکې)یې له سترګولیرې اوله جیبه یې په سرو وریښمو جوړ سپین ګونځې دستمال راوایسته اوپه داسې حال کې چې خپلې سترګۍیې پرې پاکولې ورغبرګه یې کړه :نه په پیسو او یوه پسه دابدي نه ختمیږي ،هغه زمادبدوپوروړی دی ، زه نه غواړم چې ملک اومال مې میراث شي که غواړی چې دنوروبدیومخه ونیسۍ او دواړه لوري په نورودښمنیووانه وړي زما وروستۍپریکړه داده چې میری بایدخپله خورغوټۍ ما ته په بدوکې راکړي هله به زه دابدي پاي ته رسوم که نه نومیری چې د دنیابل سرته هم ولاړ شي زه به یې وژنم دازما وروستۍ خبره ده .

په هغه ورځ خوجرګه په پټه خوله دګلواکاله کوره رخصت شوه خو سبا یې بیاګلواکاته څو کسان ورولیږل اودهغه خبره یې ورسره ومنله اودمیري خوردوولس کلنه غوټۍیې شپیته

کلن ګلواکاته په بدوکې ورکړه .

د۱۳۸۶هجري لمریزکال دکب دمیاشتې ۲۴مه دماسخوتن ۹ بجې دتهران کور

+ نوشته شده در  یکشنبه 1387/01/04ساعت 2:4 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

خبریالي ،ستونزې اوله هغې سره مقابله

 

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

خبریالي یوه ستونزمنه اوپه عین حال کې سپیڅلې دنده ده ،که یو خبریال په بې پلوۍ ، پوره اخلاص اوصداقت سره واقعیتونه خپاره کړي خپله اسلامي اوانساني دنده یې په ښه توګه ترسره کړې ده .

په نړۍکې هرکال په بیلابیلوپیښوکې په لسګونوخبریالان خپل ژوندله لاسه ورکوي ، ځکه خبریال مجبوردی چې دواقعیتونو د ترلاسه کولواومنعکسولولپاره دپیښو ځایونواوحتی دجګړې ډګرونوته ځان ورسوي ،که څه هم ښه پوهیږي چې داکارله خطره ډک دی خوددې لپاره چې خپل مسوولیت اودنده یې په ښه اوواقعي توګه اجراکړې وي نوهرې خطرناکې سیمې ته دورتلولپاره زړه ښه کوي .

خوموږوینوچې دخبریالانودمړینې مسلې ته دحکومتونوپه تیره بیا دنړیوالوموسسو چارواکي چندانې اهمیت نه ورکوي ، ډیرځله لیدل شوي چې کله یوخبریال ددې سپیڅلې دندې په وخت په قصدي اویا هم خطایي توګه دښکیلولوریولخواوژل کیږي حکومتي چارواکي ، دډلومشران اونړیوال مسوولین یوازې په یوه یادونه بسنه کوي او هیڅکله نه دي لیدل شوي چې په دې اړه واقعي پلټنې اوتحقیق وکړي ،نودانتیجه اخیستلاي شوچې خبریالان یوازې دي .

په دې باب خبریالانوته سپارښتنه کیږي چې ترهرڅه دمخه دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي ځکه داسلام دسپیڅلي دین له نظره هم دځان ساتل یوه ضروري چاره ده اوباید په لوي لاس دمرګ کومي ته ځان ونه سپاري .

یوخبریال چې کله دراپوردبرابرولولپاره کومې خطرناکې سیمې ته ورځي بایده دي چې ترهرڅه وړاندې دځان دساتنې په فکرکې وي او له وړاندې له خطره دتیښتې لاره ولټوي ،تل ځان له خطرسره د مقابلې لپاره چمتوکړي اودراپوردبرابرولوپه خاطرځان له خطر سره مخامخ نه کړي ځکه خبرترلاسه کول دوژل کیدوارزښت نلري .

خبریال بایدپام وکړي چې دادهغه همیشنۍدنده ده سباهم کیداي شي تردې ښه خبر پیداکړي نوبایدترډیره دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي اودیوه نوي خبریامهم عکس داخیستلولپاره ځان له لاسه ورنکړي کله چې پوه شي خطرډیردی هڅه دې وکړي زړه نا زړه نشي کلک تصمیم دې ونیسي ، خبریال بایدداسې چارې زده کړي چې له خوندیتوب سره یې مرسته وکړي .

دبیلګې په توګه ټاکل شوې ده چې مظاهرې وشي خبریال بایدله هغې یوه ورځ وړاندې دمظاهرې دکیدوځاي ته ورشي ځکه چې ښايي مظاهرې تاوتریخجنې شي نودهغې سیمې دلارواودموقعیت په اړه دې بشپړمالومات ترلاسه کړي ، له احتمالي خطرونو سره د مقابلې لپاره دې ځان چمتوکړي، خپل مرکزدې دغه رازسیمې ته له ورتلومخکې خبرکړي اوورته په ډاکه دې کړي چې څه وخت بیرته له هغه ځایه راګرځي  ،دداسې کسانودټلیفون شمیرې بایدله ځان سره ولري چې داړتیاپه وخت کې ورسره تماس ونیسي .

اکثره چارواکي فکرکوي چې دخبریالانوویرول ښه کاردی ځکه هغوي بیالږددوي د کارونوپه اړه پوښتنې اوګرویږنې کوي همداراز ډیرځله لیدل شوي چې دخبریالانوتیپ ،کیمره اوداسې نوروسایل ترې اخیستل کیږي ،یاقاضي حکم کوي چې خبریال بایدد خپل خبر سرچینه ایشواکړي حتی په هغوهیوادونوکې چې د دیموکراسۍ شعارونه هم ورکول کیږي خبریالان ګواښل کیږي .

همدارازیوخبریال بایدپه لومړنیوطبي مرستووپوهیږي څوداړتیاپه وخت کې هم له ځان اوهم له نوروسره مرسته وکړاي شي .

خبریال بایددنوروخبریالانودتلیفون شمیرې هم درسره ولري  اود خطرپه وخت کې هغوي هم خبرکړي دخپل دفترمشرته ووایي که تر ټاکلي وخته ورونه ګرځي هغه څه بایدوکړي ،دځان دژغورنې لپاره له وړاندې پلانونه وکړئ .

دخبریالۍکارت بایدله ځان سره ولري که څه هم کیداي شي ځینې وختونه دخبریالۍ د کارت لرل دهغه په زیان وي خودابیادنوموړي په تجربې اودکارپه چاپیریال پورې اړه لري اوپه هماغه وخت کې دبل هرچاپه پرتله په خپله خبریال په ښه توګه تصمیم نیولی شي .

خبریال بایدتل داسې فکرونه کړي چې که دنښتې اوجګړې ډګرته ورنه شي نوښه اوکره خبرنشي ترلاسه کولاي ،بلکه ډیرځله دخطرله سیمې بهرکره اوبشپړمالومات ترلاسه کیداي شي  .

خبریال بایددراپوردبرابرولوپه وخت کې خپل ګرچاپیره ته ښه ځیر وي اودهرډول احتمالي پیښوپه باب هوښیارواوسي .

اکثره وختونه ډله ایزکارګټوروي خوډیرلږلیدل شوي چې خبریالان دې په ګډه دیوه راپوردبرابرولولپاره ولاړشي په داسې حال کې چې سپارښتنه کیږي خبریالان تروسه وسه ډله ایزکاروکړي حتی که یې یوسیال خبریال هم په ډله کې ورسره وي تریوازیتوبه ښه ده. دنښتویانوروپیښواصلي لوبغاړي دې پیداکړي اوخپلوکسانوته دهغوي اشارو او امرونوته دې ښه پام کوي  .

 

ښايي چې مدیریې ورته تلیفون وکړي اودیوه کارکولوورته ووایي خوپه داسې شرایطو کې چې خبریال دپیښې په ځاي کې دی په خپله بایدتصمیم ونیسي ،تل دې پام وکړي چې څه ډول شیان ورسره دي کیداي داسې څه ورسره وي چې له امله یې دکومې ښکیلې ډلې لخواتربریدلاندې راشي .

که خبریال په نوي چاپیریال کې کارکوي بایددهغه ځاي دخلکوله دودونو، کلتوراوژبې سره بلدوي ځکه دهغې ځاي دخلکوپه ژبه په څوجملوپوهیدل کیداي شي تاسوله مرګه وژغوري، کم ترکمه داچې (زه خبریال یم )جمله خوبایدحتمادهغې سیمې دخلکوپه ژبه زده کړي،کله چې داسې نوې سیمې ته یوخبریال ځي هرومروبایددهغې سیمې  له ځايي خبریالانوسره ځان بلدکړي .

لنډه داچې خبریالې داسې دنده ده چې دنوروبرخوپه پرتله زیاتې ځیرتیاته اړتیالري اودهرې پیښې په باب دراپوردبرابرولوترڅنګ بایددخپل ځان دامنیت اوساتنې په اړه ډیرپام وکړي ،بریالی خبریال هغه دی چې ژورې ټولنیزې اړیکې پیژندګلوۍاوپراخ مالومات ولري .

+ نوشته شده در  جمعه 1386/12/17ساعت 7:54 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

دماشوم دښې روزنې لپاره څودپام وړټکي

 

لیکنه :محمدظریف عنایت زی

دپلاراومورلویه ځانګرتیادخپلوماشومانوپه وړاندې دهغوي د مسوولیت  جدي احساس دی چې بایدپه ځان کې یې پیداکړي ، میندې اوپلرونه غواړي چې ښه بااستعداده اوروغ بچیان ولري ددې کارلپاره دالاندې ټکي په پام کې نیول ډیراړین بريښي .

ــــ له ماشوم سره خپل چلندکنټرول کړئ .

ــــ دماشوم خبروته په ښه توګه غوږنیسئ .

ــــ دخپل ماشوم احساساتودرک کړئ .

ــــ له ماشوم سره مرسته کوئ چې ټولنیزې اړیکې څنګه ټینګې کړي .

ــــ خپل ماشوم په ناسمونومونونه مه یادوئ اوهغه ته سم اخلاق اوچلندورپه ګوته کړئ .

ــــ ماشوم ته دزده کړې اوکشفونې لپاره فرصت برابرکړئ .

ــــ هیڅکه پرهغه په زورخپله خبره اوافکارمه ورتپئ .

ــــ هڅه وکړئ چې ماشوم ته دزده کړې خوندورزده کړئ ،هغه ماشوم چې تل خپل پلاراومورپه زده کړې اومطالعې بوخت ویني بې له دې چې څوک ورته ووایي هغه هم همدادزده کړې روده خپلوي .

ــــ له ماشوم سره یوځاي ډوډۍوخورئ ځکه دډوډۍخوړلوپه وخت کې دکورنۍغړي سره خبرې کوي اوماشوم هغه کلیمې چې ورته اړتیالري زده کوي .

ــــ دماشوم له ښوونکي سره تل په تماس کې شئ ځکه په دې کارسره دخپل ماشوم دلیک لوست نیمګرتیاوې په ښه توګه پوره کولاي شئ .

ــــ  دماشوم لپاره دښوونځي دکورنۍدندې دترسره کولواولوبولپاره مناسب مهال ویش په نظرکې ونیسئ .

ــــ کله چې ماشوم په کوم مضمون کې کمې نمرې اخلي خپل زغم له لاسه مه ورکوئ له هغه سره په نوموړې برخه کې مرسته وکړئ .

ــــ خپل ماشوم هیڅکله مه مایوسه کوئ ځکه هغه ښه پوهیږي هرڅه چې غواړي هغه ټول نشي لرلی یوازې کله کله غواړي چې تاسو امتحان کړي .

ــــ ماشوم ته په تونده لهجه خبره مه کوئ ځکه داکارهغه ته داورښیي چې یوازې قدرت مهم دی ،که هغه په ښه توګه رهنمايي کړئ ښه غبرګون ښيي .

ــــ ماشوم ته هسې بې ځايه وعده مه ورکوئ ځکه ښايي چې که هغه پوره نشئ کړاي پرځان به دهغه باورله منځه یوسئ .

ــــ کله چې درته وايي چې پرې ګران نه یاست مه په غوسه کیږئ داد هغه دزړه خبره نه ده دایوازې له هغه سره ستاسودناسم چلندطبعي غبرګون دی .

ــــ داسې کارمه کوئ چې ماشوم ځان ډیربې ارزښته انسان احساس کړي په دې صورت کې به دهغې دجبرانولولپاره دخپل عمرپه پرتله لوړعمرلرونکي په توګه عمل وکړم .

ــــ دداسې کارونوکولوته یې مه اړباسئ چې دهغه په توان کې نه وي داکارپه هغه کې دتل لپاره دناتوانۍاحساس پیداکوي .

ــــ دخپل ماشوم ناوړه عادتونه بیابیامه وریادوئ ځکه داکارنه یوازې ددغه رازعادتونودمخنیوي سبب نه کیږي بلکه هغه دوامداره کوي .

ــــ دنوروهمزولوپه وړاندې خپل ماشوم مه رټئ که له هغه سره په یوازې توګه خبرې وکړئ اوناسم کارونه یې ورپه ګوته کړئ ډیر اغیزمن ثابتیږي .

ــــ کله چې ستاسوماشوم په سمه توګه دښه اوبدتوپيرکولاي شي هغه ته بې ځایه نصیحت مه کوئ ځکه داکارداړتیاپه وخت بیاخپل اغیزله لاسه ورکوي .

ــــ له خپل ماشوم سره داسې چلندمه کوئ چې خپله وړه غلطي لویه ګناه وبولي ځکه ډیرځله دګناه له ویرې له نویوتجربوډه ډه کوي .

ــــ کله چې ماشوم کومه کوچنۍغلطي وکړي هغه په ناسموخبرومه رټۍ اومه ورته وایاست چې ته ډیربدهلک یانجلۍیې ځکه په دې توګه به ښايي چې فکروکړي په ریښتیابددی اوبیابه نورناوړه کارونه هم کوي .

ــــ ماشوم تل هڅه کوي هرڅه وآزمویي اوهرومروله هغې یوڅه زده کوي نوپه دې کارکې ورسره مرسته وکړئ .

ــــ دماشوم پوښتنوته په سړه سینه ځواب ووایئ اوله پوښتنې کولو یې مه منعه کوئ .

ــــ هیڅکله دافکرمه کوئ که له خپل ماشومه په یولړمواردوکې بخښنه وغواړئ داستاسودشان مخالف کاردی بلکه داعمل ستاسو په وړاندې دهغه دلازیات صمیمیت اونژدې والي سبب کیږي .

ــــ داهیڅکله مه هیروئ چې ماشوم له هڅولواوتشویق پرته نشي بریالی کیداي .

ــــ له ماشوم سره داسې چلندوکړئ چې له خپلوملګروسره یې کوئ په هغه صورت کې به موماشوم هم له تاسوسره دخپل ملګري په توګه عمل کوي .

+ نوشته شده در  جمعه 1386/12/17ساعت 7:42 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

ژورنالیزم(journalism) اودهغې اصول

 

لیکنه :محمدظریف عنایت زی

ژورنالیزم دبیلابیلوپیښو،مسلواوموضوعاتوپه اړه دخبرونو، راپورونو،شننو او تحلیلونوبرابرولوډګرته دی .هغو کسانوته  چې په دې ډګرکې فعالیت کوي ژورنالیست ویل کيږي .په بله وینا ژورنالیزم دتاریخ لیکنې اساس جوړوي ځکه همداژورنالیستان دي چې دنړۍپه بیلابیلوبرخوکې مهمې پیښې خپروي اوهره یوه خبري رسنۍهڅه کوي په دې  لاره کې ترنورومخکښه وي .په دې اړه پر اسلامي او ژورنالیستیکي اصولوعمل کول او اعتدال ساتل دټولنې دبیلابیلو پرګنولپاره یوه ګټوره چاره ده . آزاداوبې پلوه ژورنالیستان په خپلوخپرونوسره دخلکودحقوقوله ترپښولاندې کولودحکومتي واک والانو،موسسواو

ارګانونودمشرانوپه مخنیوي کې مهمه ونډه لري اوهغوي دې ته اړکوي چې دخلکود غوښتنوځوابونکي وي .

 نن سباپه نړۍکې په زرګونه بریښنایي اوچاپي رسنۍفعالیت کوي چې داټولې دژورنالیزم په ډګرکې په بیلابیلوسیاسي،مذهبي،علمي،ټولنیزو،ښوونیزو،پوځي،ورزشي او تفریحي برخوکې دراډیويي او تلویزیوني چینلونو ، ورځپاڼو،مجلو، اونیزو،ویبپاڼو او ویبلاګوله لارې  دخبرونو،سرمقالو،شعرونو،نظمونو،ډول ډول نثرونو، کیسو، ناولونو ،فلمونو،ډراموپه خپرولوپه فردي اوډله ایزوګروهنوسره د بیلابیلوصلیقواوغوښتنولپاره فعالیت کوي .  

نني ژورنالیستان مجبوردي چې خپل کارداوسنۍبشري ټولنې د اړتیاوپراساس پرمخ بوزي اوپه اصطلاح دمخاطبینوتنده ماته .

فعال ژورنالیستان هغه دچاخبره ځان اورته اچوي څوتږي زړونه خړوب کړي .ټول داحساس اومنطق ،عقل ا ومنطق اودین اومنطق ترمنځ سرګردانه دي اوداسرګرداني ترډیره په لیبرالوټولنولیدل کیږي . درسندویوکارهم دښه بازاردموندلوپراساس وي اوپوه خبریالان له هر څه زیات بایدله تجارتي پوهې هم برخمن وي ځکه ژورنالیزم په خپله یوډول تجارت دی .په دې  ډګرکې هم دنورو چاروپه شان تل په ګټه فکر کیږي چې دا ګټه له نوروګټوسره توپیرلري ، دبیلګې په توګه دغه سوداګري په مطبوعاتوکې دتیراژپه زیاتوالي پورې نه محدودیږي بلکه له بیلابیلوسیاسي لوریوسره مقابله او بریالیتوب ترلاسه کول هم ددې ډګردکارکوونکوهڅه ده ،خودغیراسلامي ژورنالیزم په پرتله په اسلامي ژورنالیزم کې اسلامي اصولوته په پام کولوسره ترډیره دغه رازاندیښنې کمې وي ځکه دلته معیاراسلام اوعدالت وي اوتل پر مثبت اړخ فکرکیږي ،په مقابل  دلویدیځ اسلامي ضدټولنې او حکومتونه یوازې له سیاسي اوپوځي لارې د اسلام پرضدمبارزه نه کوي بلکه د رسنیو او نورو بیلابیلورودوپه کارولوسره هڅه کوي چې داسلامي نړۍاوسیدونکي له اسلامي اصولولیرې اوتروسه وسه اخلاقي فساداوابتذال دهغوي ترمنځ دودکړي چې داددوي دایمي او نه ستړې کیدونکې منفي هڅې دي ،په داسې حال کې چې مسلمان ژورنالیستان بیاتل داسلامي اصولوپراساس په عمل کولوسره په مثبت اړخ کې کارکوي یعنې په دې هڅه کې وي چې ټولنې له فساد او ابتذاله دسچه ټولنیزچاپیریال اوله فساده لیرې دینداره لاره ته راواړي .

مسلمان ژورنالیستان که غواړي چې خپرونه یې ډیرپلویان ولري نوپه ټولو لیکنواو خپرونوکې اعتدال غوره کوي اوهرلوري اوډلې ته په برابره توګه ونډه ورکوي ،دهر چا او هرشي اودټولنیزژونددهرې برخې په اړه چې لیکنې اوخپرونې کوي اساس اومعیاریې اسلام اوعدالت وي ځکه اسلام داعتدال ،سولې اودژوندټولواړخونوته داصولي دمعیار د ټاکلودین دی .

په لویدیځوټولنوکې ددیموکراسۍاوآزادۍشعارورکول کیږي خوپه عمل کې دپراخو جاوسوسي اداروله لارې چاته اجازه نه ورکوي چې د هغوي دبې عدالتیوپه اړه ترې پوښتنه اویاهم پرې نیوکه وکړي، آزادانه فکروکړي ،په خپله خوښه دټاکلوحق ولري اودهغوي له ناسمواوناوړه کارونوپرده پورته کړي .

په خواشینۍسره بایدووایوچې نن سبا زموږاکثره مسلمان ژورنالیستان په عمل کې د اسلام ددښمنانوپرپوچو شعارونوغولیدلي   اوپه یوډول دهغوي دګټولپاره کارکوي .

نن سباپه اکثرواسلامي ټولنوکې دپخواپه پرتله دډله ایزو رسندویو لپاره دآزادانه کار زمینه برابره ده خومسلمان ژورنالیستان اوخبریالان داسلامي اوژورنالیستي اصولو پرخلاف عمل کوي په داسې حال کې چې دشهرت اونفوذدزیاتیدولپاره بایدداولسونو ترمنځ ددوستۍ او اسلامي ورورولی لپاره کارکول دهغوي  اصلي معیاراواساس وي . ډیرځله لیدل شوي چې دځینوورځپاڼو،راډیويي اوتلویزیوني چینلونو مسوولین ددې دندې له پیلولووړاندې دخپل هیواد،دین ،کلتور او دودونوپه باب دزړه سوي خبرې کوي خوکله یې چې دغه دنده پیل کړه هغه خپلې ټولې مخکینۍخبرې اولیدتوګې یې له یاده وتلي وي ته به وایي چې بلکل بل سړی شوي .

په خواشینۍسره بایدووایوچې نن سبادژورنالیزم ډګرترډیره سیاسي اړخ غوره کړی دی اواکثره رسنۍ دحکومت ،سیاسي ګوندونواوکله هم دزورواکه ډلودسیاستونو د پرمخ بیولولپاره په چوپړبوختې دي ،د هغوي دسیاستونوپه اړه کارکوي اودسیاسي جنجالونو او کشمکشونوپه باب فعالیت کوي .

که څه هم سیاست ترډیره په ژورنالیزم کې ونډه لري اوژورنالیستان دټولنې عامووګروته سیاست اوسیاسي لوری ټاکي .خودابایدددې ډګریوه برخه وي نه داچې په یوهیړدغه ډګر سیاست ته پریښودل شي .

له بلې خواپه سیاسي ژورنالیزم کې خبریالان تل دسیاستوالانوله بیلابیلولیدتوګو او فشارونوسره مخامخ وي اوکله هم یوشمیرنظرونه پرې ټپل کیږي ،خوبایدخبریالان په کلک هوډسره دتخصصي مالوماتواوشمیرنوپراساس عمل وکړي چې داکارټولنه هم له فشاره ژغوري .

 له  بلې خوادسیاسي ژورنالیزم دنده ده چې جوته کړي یوه موضوع د کوموعواملوداغیزله امله په یوې مهمې اوټولنیزې مسلې  بدله شوې اودحکومتي اویانوروچارواکوپه اجنډا او لومړیتوب کې راغلې ده.

په دې اړه غورکول دژورنالیزم دسیاسي برخې دخبریال دنده ده چې دغواکثروڅیړنوته دخبریاراپورپه پاي کې دمخینې په توګه اشاره وکړي ،په دې توګه که دهرې برخې خبریال په هغې څانګې کې  ژور مالومات  ولري اوهره ورځ دیوې تودې مسلې په اړه چې په ټولنه کې ډیراهمیت ورکول کیږي نوي اړخونه اوورسره دهغې مخینه لوستونکو اواوریدونکو ته وړاندې کړي داکاربه ټولنه له عمومي پوهاوي برخمنه کړي .

هماغه شان چې یوسیاستوال دسیاسي ستونزوداواري په لټه کې وي ، خبریال هم بایددحل لاروپه باب فکروکړي ،سیاستوال چې دیوې مسلې لپاره پرلاروچاروغورکوي ،خبریال هم بایددټاکل شویوحل لارو ترڅنګ نورې حل لارې په ګوته کړي چې دادیوه پوه خبریال د وړتیاښودنه کوي .

دخبریالۍبل پړاوتصمیم نیول دي په دې برخه کې ژورنالیستان  د اکثروتصمیمونوپټ اړخونه کشفولی شي اودتصمیم نیولو د ارګانونوپه پیژندلوکې هڅې کوي .

پوه ژورنالیست داړتیاوړمالوماتودترلاسه کولولپاره هغوکسانوته مراجعه کوي چې په تصمیم نیولوکې مهم اواغیزمن رول لري او عمومي تصمیم نیونې دتحلیلي راپورونوله لارې خلکوته وړاندې کوي .

ژورنالیستان دیوې مسلې دروښانه کولولپاره له بیلابیلولوریوسره د تماس اوتخصصي خبروله لارې موضوع روښانه کولاي شي .

په ټول کې دبیلابیلوبرخوژورنالیستان حکومتي سیاستونه ارزولی اوپرې غورکولی شي اوهمداژورنالیستان دي چې تربل هرچاپه ښه توګه پرټولنې دسیاستونواغیزې بیانوي او په یوډول دټولنې دهرې پرګنې لارښوونکي ګڼل کیږي  .

+ نوشته شده در  پنجشنبه 1386/10/20ساعت 7:23 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

مرکه (interview)اودهغې ډولونه

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

مرکه دمالوماتودترلاسه کولویوه اساسي روده ده چې په هغې کې په مخامخ شتون اویاهم په غیرحضوري توګه له یوکس اویا‌ډیرو خلکو د یوې مسلې په اړه پوښتنې کیږي .

په مرکه کې ترټولومهمې دهغې پوښتنې دي چې بایدله وړاندې ورته پام وشي . بریالۍمرکه هغه ده چې آزادې پوښتنې پکې مطرح اود هغې لپاره آرام چاپيریال غوره شي ځکه دمرکې آرام چاپیریال دنظرونوپه تبادله کې مهم رول لري .

له مرکې وړاندې ځان دیوې منصفانه مرکې لپاره چمتوکړئ ، همداراز په پام کې مووي چې دمقابل لوري ځوابونه په خورا ځیرتیادرسره لیکئ اویایې ثبتوئ اودهغه هرځواب ته که ستاسودخوښې هم نه وپه ډیره خلاصه سینه اوځیرتیاسره غوږکیږدئ ځکه داحق نلرئ چې دچاله نظرسره مخالفت وکړئ یوازې کولاي شئ چې خپلې پوښتنې مطرح کړئ،داهم بایدووایوکه یوڅوک نه غواړي هغه څه چې تاسویې غواړئ درته ووايي تاسوله ژورنالیستیکي پلوه داحق نلرئ چې خپله خبره پرې وتپئ یاپه بله وینادهغه په خوله خپله خبره وکړئ ځکه یوڅوک ستاسو دنظروړ خبروکولوته اړایستل لویه ژورنالیستیکي اواخلاقي غلطي ده .

دالاندې څونورټکي هم دمرکې لپاره ډیراړین بریښي چې درسنیو کارکوونکي بایدورته جدي پام وکړي :

ــــ له چاسره چې مرکه کوئ بایددهغې په ژبه پوه شئ اویاهم ښه پوه ژباړن درسره وي .

ـــــ دپوښتنودارزښت له مخې دهغوي ټاکل .

ــــ دمقابل لوري دباوراواعتمادترلاسه کول .

ــــ له ټیپ څخه داستفادې په صورت کې له مقابل لوري څخه اجازه اخیستل .

ــــ دهغه مقام اوټولنیزموقعیت ته پام کول .

ــــ له مرکې وړاندې دهغې دموضوع په اړه بشپړمالومات ورکول .

ــــ دمقابل لوري دکمزورو اودپیاوړوټکوپيژندل .

ــــ لومړی دمرکې له موضوع پرته څوآزادې خبرې کول څو هغه داسې فکروکړي چې له یوه نږدې ملګري سره مخامخ دی .

ــــ له داسې پوښتنوترډیره ډه ډه کول چې ځواب یې یوازې هواونه وي .

ــــ دمرکې دزرپاي ته رسولوهڅه نه کول .

ــــ دمرکې په لومړي سرکې داسې فضابرابرول چې دمقابل لوري باور ترلاسه شي ترڅوپه خپله خوښه په آزاده توګه خبرې وکړي .

ــــ کله چې له چاسره مرکه کوئ دهغه له نظرسره مخالفت نکول .

دمرکې ډولونه :

یوکسیزه مرکه ،ډله ایزه مرکه ،په کاردګمارولومرکه ،شخصي مرکه ،آزاده مرکه ،شفاهي مرکه ،خبري مرکه ،مطبوعاتي مرکه ،رادیویي مرکه ،ټلویزیوني مرکه ...

ــــ په فردي مرکه کې له یوچاسره دځانګړې مسلې په اړه پوښتنې د خبرواتروپه توګه مطرح کیږي .  

ــــ په شخصي مرکه کې دیوکس په سیاسي ،ټولنیزو،مذهبي ،علمي، کاري اودژوندانه په نوروبرخوکې پوښتنې کیږي خویوکس چې په ټولنه کې له شهرته برخمن دی دهغه دکارونواووړتیاووپه باب پوښتنې ضروري دي یایوکس چې څوک یې نه پیژني لومړی دهغه بشپړمعرفي کول اوبیادهغه ددندواووړتیاووپه باب مالومات ورکول  .

په شخصي مرکه کې دمرکې دچاپیریال اوله چاسره چې مرکه کیږي هغه دحرکتونویادول ډیراړین دي .

ـــــ په ډله ایزه مرکه کې دزیات شمیرخلکونظرونه اوافکارپوښتل کیږي اواکثره دغه رازمرکې دورځنیومهموحالاتواویادیوې ځانګړې پيښې په اړه وي چې دهغې په باب دبیلابیلوکسانودنظرغوښتل ضروري وي . په دغه رازمرکوکې بایدپوښتنې لنډې ،ساده اوپه آسانه الفاظووي ځکه دخلکوله بیلابیلوپرګنوسره مخامخ کیږئ .

ــــ په مخامخ یاهغومرکوکې چې دتلیفون له لارې کیږي مرکه کوونکی بایددمرکې پراصولوپه پوهیدوسربیره دبیلابیلومسلواوپه تیره بیاد هغې موضوع په اړه چې پرې خبرې کوي بشپړمالومات ولري اودهغې ترڅنګ بایدژورنالیستیکي اصولوته پایبندوي اوداسې پوښتنې ونکړي چې دمقابل لوري دحیثیت دداغي کیدواوپه راتلونکي کې دهغه دله لاسه ورکولوسبب شي اویاهم پرهغه دخپل نظردتپلوهڅه وکړي چې له بده مرغه دځینورسنیومشران اوکارکونکي دې اصل ته هیڅ پام نه کوي اودمرکې له سره په مقابل لوري دخپل نظردتپلوپه لټه کې وي اوغواړي چې دهغه له خولې خپله خبره وکړي .

دمقابل لوري په روحي حالاتوپوهیدل دښه مرکچي ځانګړنه ده .

مرکه کوونکی بایدتل په ذهن کې څواضافي پوښتنې ورسره ولري چې ښایي په ځینوموردنوکې دمرکې له موضوع پرته پوښتنې وکړاي شئ .

ــــ په ډله ایزه مرکه کې مقابل لوری ګروهنه لري چې پوښتنې په لیکلې بڼه ورکړل شي ځکه په دې کارسره هم پرې زیات  تسلط پیداکوي اوهم دځواب ورکولولپاره بشپړوخت لري چې دغه ډ‌ول مرکې اکثره په تحقیقي اوعلمي برخو کې کیږي اودامرکې ډیرلږخبري اړخ لري .

ــــ په آزاده مرکه کې دبیلابیلومسلوپه اړه پرلپسې پوښتنې کیږي او لازم ځوابونه ترلاسه کیږي .

ــــ مطبوعاتي ،راډیویي اوټلویزیوني مرکې په ټول کې په خبري ، عمومي اوفردي توګه ترسره کیږي چې په خبري مرکه کې هدف دیوې پیښې په اړه مالومات ترلاسه کول دي خوپه دغه رازمرکوکې دننه په ستودیوکې مرکه ترټولوګرانه اودډیراهمیت وړده ځکه په دې مرکه کې هرڅه دلیدونکواویااوریدونکوپه وړاندې وي .

­­ـــــ په کاردګمارلومرکه په یوې خاصې دندې کې دکسانودوړتیاد مالومولولپاره کیږي چې داکارنن سبادیوکس دښې وړتیاپه مالومولوکې ډیرګټورثابت شوی دی ،که څه هم داکارپه لیکلې توګه هم کیداي شي خودمرکې اوپه مخامخ بڼه کې دوړاندیزکوونکي پوهه، وړتیااوځیرتیاښه جوتیږي .

لنډه داچې دنالوستواوکم لوستولپاره دیوې مسلې ښه روښانول

دیوې موضوع چورلت روڼتیااودډیروخلکوپوښتنوته ځواب ویل دمرکې ګټې دي .

+ نوشته شده در  یکشنبه 1386/09/25ساعت 11:8 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

دبې نظمۍمخه نیول

 

طنز 

لیکنه : محمدظریف عنایت زی

 

له څوورځوراهیسې زموږپه کلي کې اوازه وه کابل ته چې څوک ځي پولیس یې مخه نیسي ،چابه ویل زه یې له نیمې لارې  بیرته راوګرځولم چابه ویل زه خویې ان له کوټه سنګي راستون کړم ،زموږیوکلیوال خوپولیسوسم وهلی هم و.

 ماهم هوډکړی و یوځل کابل ته ولاړشم هم به له ځان سره دکور داړتیا وړځینې شیان راوړم اوهم به په کابل کې خپل خپلوان ووینم ،هسې هم منی دی دبزګرۍکارنورنشته یوه دوې شپې به هلته په کابل کې تیرې کړم هم به مې لږدټول اوړي دکارونوستړیاووزي اوهم به مې هغه دچا خبره دسترګوحال بل شي خوله پرون راهیسې مې چې دغه اوازې واوریدې خداي شته زړه نازړه وم چې ولاړشم که نه خوماسخوتن مې له ډوډۍوروسته پلارته کابل ته دتلوخبره وریاده کړه  هغه راته وویل ګوره وهلکه دنیولواوازې دې نه دي اوریدلې ،کابل ته چې څوک ځي په لاره کې یې پولیس له موټره کوزوي تابه هم ونیسي وهلی به یې وې موږهسې هم طالع نلرو،که زمامنې مه ځه زماخبره ومنه .

ماورته وویل: لالازه خوڅه ډیرې پيسې نه راسره وړم چې پرې ومې ځوروي اویامې ونیسي زه خوهسې یوڅوروپۍدکوردسودالپاره راسره وړم ،پلارمې سروخوځاوه اووې ویل خوښه دې خوزمابه ترهغه اندیښنه وي ترڅوچې بیرته راستون شې .

سهاروختي دکابل په نیت په موټرکې کښیناستم ،موټرروان شوله څه دپاسه یوساعت مزل وروسته کابل ته نژدې په کمپنۍسیمه کې زموږ موټر هم دنوروموټروپه کتارکې دپولیسولخواودرول شولومړی اندیښمن شوم اوله ځان سره مې وویل چې ومې نه نیسي بندي مې نه کړي ...بیابه مې ویل نه نوڅه جرم خونلرم چې ومې نیسي ،خوڅه به دې سرخوږم زموږ د موټر د تلاشی وارهم راورسیدپولیس په لاس اشاره وکړه اوپه ډیره کبرجنه بڼه یې وویل ټول زرراکوزشئ اولاسونه موپورته ونیسئ که ریښتیا راباندې وایې سم ویریدلی وم .موږهم راکوز او لاسونه موپورته ونیول ترمامخکې یوبل کس چې دریشي یې اغوستې اوښه ګیره یې خریلې وه  ورتیرشوزه ډیرورته ځیرشوم چې څه ورته وایي آیاپیسې ترې اخلي که کومه بله پوښته ترې کوي خوکله یې چې دهغه جیبونه تلاشي کړل اودپیسوبنډل یې ترې وایست بیرته یې ورکړ اوورته وې ویل ورځه سپورشه ،له هغه وروسته دوهم کس چې زماپه شان یې معمولي جامې اوسپینه  خولۍپرسروه تلاشي کړاوپوښتنه یې ترې وکړه څوپیسې درسره دي هغه ورته وویل یوازې زرافغانۍ، سمدستي پولیس هغه له مټوونیوه اوورته وې ویل تاته اجازه نشته دلته ودریږه ،زه  هک پک شوم چې داڅه کیسه ده چې څوک پیسې نلري نوولې یې ښارته نه پریږي کله چې زمادتلاشۍوارراغی له ما هم پولیس هماغه دپیسوداندازې پوښتنه وکړه له ماسره پینځه زره افغانۍوې ماورته وویل زه پینځه زره لرم ماته یې وویل ځه سپورشه اوڅلورم کس هم چې زماپه نظرکمې پیسې ورسره وې هغه ېې هم بیرته ستون کړ،هماغه وچې په موټرکې موږدووکسانوکابل ښارته دتلو اجازه ترلاسه کړاي شوه اودکوټه سنګي په لورموحرکت وکړپه لارکې مې له ځان سره سوچ کاوه چې دانوڅه ډ‌ول تلاشي ده ولې یې هغه دوه تنه  کابل ښارته له تلوایسارکړل په همدې فکرکې وم چې کوټه سنګي ته ورسیدودلته بیاهم دپولیسولخوازموږموټرودرول شودلته نو لومړی زه ورمخکې شوم اوپولیس مې جیبونه وپلټل اووې ویل ته نشې تلاي اوکله یې چې هغه بل کس تلاشي کړورته وې ویل ته ورځه، موټردښارپه لورروان شو.

زه ډیرخواشنی شوم ،هلته وړاندې دپولیسومشرچې افسرمالومیده په چوکۍناست اوسیګرټ یې په خوله کې نیولی وزه ورغلم اوورته ومې ویل ،

صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم ؟

ــــ وایه څه خبره ده .

ــــ ضابط صیب زه ستاسوپولیسوپرې نه ښودم چې ښارته ولاړشم هیله کوم چې اجازه راکړئ .

ــــ پيسې به درسره کمې وې .

ــــ پینځه زره افغانۍلرم صیب .

ــــ په خنداشواووې ویل  ته لکه چې نه یې خبراوکه ځان نه خبروې، ښار ته چې څوک ځي بایدله لسوزروکمې پیسې ونلري ځکه  موږ غواړو چې دبې نظمۍاوهسې بیروبارمخه ونیسو،که دې پينځه زره افغانۍنه لرلی نوکوټه سنګي ته موهم نه راپریښودې وپوهیدې که نه ،ورځه له دې مخکې دتلواجازه نه درکوو. 

+ نوشته شده در  سه شنبه 1386/09/06ساعت 10:56 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

پردیسه مینه

 

لنډه کیسه  : محمدظریف عنایت زی

نن مې له ډیرې مودې وروسته کلک هوډکړی وچې هرومروبه خپله دزړه خبره ورته کوم ،هغه نن له څوکلونووروسته له موږکره راتله، زه له خوښۍپه جاموکې نه ځاییدم ځکه چې خپله ورکه مینه مې بیاموندلې وه له ځان سره مې ویل اوس به ډیره لویه شوې وي ،اوهوچې زه یې هیرکړی نه وم ؟که یې له بل چاسره ګوتې خوږې کړې وي زه به بیاڅه کوم ،که مې یې مینه هیره کړې وي ،که ...که ...

خوبیابه مې په خپله زړه ښه کړاوویل به مې، نه هغه بې وفانه ده ،هغه  زماژونددی ،زما مینه ده داسې به هیڅ کله ونه شي ،په همدې وخت کې مې دکوچنۍ خورغږزمادسوچونولړۍراغوڅه کړه چې ویل یې هغه ده راغله، ما ناڅاپه ترې پوښتنه وکړه څوک راغله ؟

ــــ  ترورمې ،هاغه ده

ــــ کومه ترور؟

ــــ ولې ،زموږدپخواني ګاونډي دسپوږمۍدوي مور

ــــ  بل څوک دي ورسره؟

ــــ  سپوږمۍهم ورسره ده ،اودهغوي مخې ته یې ورمنډه کړه .

تردې ګړۍخومې دهغې دلیدولپاره شیبې شمیرلې خوکله چې ریښتیا وخت راغی اوپه هغې مې سترګې ولګیدې زړه مې په درزاشوتردې حده چې دخپل زړه آوازمې په خپله اوریده ، زماسپوږمۍاوس له پخوا څوچنده ښکلې شوې وه دهغې ښکلو غټوغټوسترګو، نریو سرو شونډو،سپینې هسکې غاړې توروویښتانولوړې ونې ،تکې سپینې لکه دپینځلسم سپوږمۍ،سپوږمۍداسې بې سده کړم چې که رایښتیا راباندې وایئ دهغې ښکلاپسې واخیستم، ستړي مشي رانه پاتې شول هک پک شوم له ځان سره مې وویل داسې نه چې دابل څوک وي تیروتلی به یې  ؟ ځکه هغه وخت خودومره هم ښکلې هم نه وه ! کله یې چې راسره خبرې پیل کړې له ځان سره مې وویل نه داهماغه زمامینه ده ، زماخپله سپوږمۍده .

سره وغږیدوپخوانۍکیسې موسره وکړې دماشومتوب یادوه موتازه کړل،هغه وختونه چې دواړه یوځاي ښوونځي ته تلو،یوځاي به مولوبې سره کولې، کله کله خوبه زمااودهغې میندې راپسې سرګردانه وې شاوخوابه یې په موږپسې نارې وهلې خوموږبه په یوځاي کې ناست واودماشومتوب مینه ناکې لوبې به موکولې .

اوس دسپوږمۍدوي کډه له شپږوکلونووروسته یوځل بیاله پردي وطنه راغلې وه مایوځل بیاخپله مینه موندلې وه، هغه وخت چې دواړه دنوې ځوانۍپه پړاوکې څوځله مې وغوښتل چې له هغې سره دخپلې مینې رازشریک کړم خوزړه مې ونه شوکړاي دخداي کارونه وزموږپه سیمه کې دجنګ جګړوله په ناڅاپي پیلیدوسره دسپوږمۍکورنۍله هیواده کډه وکړه .

له هغې وروسته غمونواودهغې دبیلتانه تورې تیارې زماپرزړه خپل پیڅول وغوړاوه ، هرڅه راته  تورتم ښکاریدل ،دژوندخوښۍراته پیکه شوې ،له هیچاسره مې دزړه خواله نه غوښتل ،ډیروخت به مې دهغې له یادونوسره په یوازیتوب کې تیراوه ،له ژونده مې زړه تور شوی و،نورمې دمینې اومحبت دنیاګۍلولپه شوې وه،ځکه زه سپوږمۍیوازې پرې ایښی وم مادسخت یوازیتوب احساس کاوه .
شپږکاله مې هره شیبه دهغې دراتلولارې څارلې کله خوبه سخت دهغې له بیالیدونهیلی شوم خوبیابه مې ویل نه ناامیدي ګناه ده دنیاپه امید خوړل شوې ،یوه ورځ به هرومروبیاراشي اوزه به داځل په لومړي لیدو خپل دمینې اومحبت رازونه ورسره شریکوم  .

هغه اوس پوره پیغله وه نه پوهیږم دپردیسۍژونددهغې ښکلاڅوچنده کړې وه اوکه به زماسترګوراته دوکه راکوله ،دومره راته  ښکلې ښکاریده چې دهغې له بیالیدوراهیسې هرڅه راته ښکلي ښکلي ښکاریدل په هرڅه کې دمینې اومحبت احساس راپه برخه کیده ،نن د هغې په لیدوهرڅه راته بدل شوي و،ته وانوی ژوندمې پیداکړ،اوس مې له ځان سره هوډوکړچې نورنوهرومروخپله دزړه خبره ورته وکړم .

دواړه یوازې په کوټه کې سره ناست وپخواني یادونه موتازه کول ،یو ناڅاپه دڅوشیبولپاره دواړه پټه خوله شوو،په مینه مینه مویوبل ته کتل تابه ویل چې په سترګوکې مویوبل ته دزړه مینه بیانوله ،په سوچونوکې ډوب شوي و،په دې وخت کې مې له ځان سره وویل  همدایې وخت دی بایدورته ووایم اوخبره مې داسې پیل کړه ، سپوږمۍنن غواړم چې خپله دزړه خبره درته روښانه کړم داسې خبره چې له  څوکلونومې په زړه کې درته ساتلې وه .هغې په ځواب کې راته  وویل زه هم غواړم چې نن یوه پټه خبره درته وکړم .

ــــ ښه ده چې تاداخبره رابرسیره کړه ځکه ماخوزمااوستا دمینې خبره نه شواي پیلولی نه پوهیدم چې له کومه یې درته پیل کړم ،

خوناڅاپه د سپوږمۍله ښکلوبادامي سترګواوښکې روانې شوې ،په داسې حال کې چې په پلویې اوښکې پاکولې وې ویل :

ــــ کاشکي زمااوستامینه په وصال بدله شوې واي

ـــــ داڅه وایې ،په ماخودې اوربل کړژرووایه څه پيښه شوې ؟

بیایې په ژړغوني آوازوویل :

ــــ زه مې پلاریوازې په دې خاطریوه څلویښت کلن سړي ته ورکړې یم  چې په خارج کې اوسیږي  .

م .ظریف

 د۱۳۸۶کال دتلې دمیاشتې ۲۶ مه  دماسخوتن نهه بجې دتهران کور

+ نوشته شده در  جمعه 1386/07/27ساعت 2:26 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

په خبرکې دسرچینې (منبع) اهمیت

 

لیکنه : م .ظریف عنایت زی

په خبرلیکلوکې دسرچینې یادول دخبراوترلاسه شویومالوماتو له اهمیت سره مرسته کوي اودکره اومعتبرې سرچینې یادول دخبریال دښې وړتیاښودنه کوي . تکړه خبریال ښې اړیکې لري اوتل دکره اومعتبرومنابعوپه لټه کې وي ،دهغې ترڅنګ ددقیق والي رودې زده کوي اوپه عین حال کې مصنف اومعتدل وي .ښه خبریال هڅه کوي چې دخبرزاویه وټاکي لڼدې اوساده اوشفافې جملې ولیکي تل هڅه وکړي چې دیوه اوبدونکي په څیردخبربیلابیل اړخونه سره وپیي، دخبر بشپړ جزییات ترلاسه کوي اوتل دخلاقیت په لټه کې وي .

دبیګې په توګه کله چې دیوه ښوونځي په اړه خبرلیکي په مدیراو سرښوونکي سربیره له ښوونکوزده کوونکواوحتی ملازمینوڅخه هم پوښتنې کوي ځکه ډیرځله له داسې کسانوڅخه مهم مالومات ترلاسه کیداي شي چې دعادي خلکولخواپام نه ورته کیږي چې همداکره مالومات دهریوه له  قوله په خبرکې یادولی شو .

ورځپاڼې ،خبري آژانسونه ،راډیوګانې اوټلویزیوني چینلونه، دخبري سرچینوپه موندلوکې له خبریالانوسره مرسته کوي ،همدارازنن سباویبپاڼې اونورې په زرګونوانټرنیټي څانګې دکره سرچینوپه موندلوکې مرسته کوي .

له بلې خواخبریال بایدددایمي سرچینودموندلولپاره دخپل کارپه ساحه کې دبیلابیلوحکومتي اوغیرحکومتي دفترونوله مسوولینو اوکارکونکوسره وخت په وخت تماس ولري اوپه یوډول د هغوي دحال احوال پوښتنه کول ددې سبب کیږي چې داړتیاپه وخت کې بشپړ مالومات درکړي .هڅه وکړئ هره پیښه له دقیقې سرچینې سره ذکرکړئ . سرچینې بایدمهمې وي یعنې له لوړپوړوچارواکوڅخه یوه مسله تاییدکړئ ځکه په هغه صورت کې مودخبراعتبارزیاتیږي ،که څه هم دټیټې کچې له کارکوونکوسره تماس اوله هغوي پوښتنې کول هم تاسوته دهغې مسلې نوي اړخونه درپه ګوته کوي .

کله چې دیوې سرچینې (منبع) نوم په خپل خبرکې راولئ بایدډیرموپام وي چې دهغه نوم اودنده دهغه په مشورې ذکرکړئ ځکه چې په دې کار سره به نوموړې سرچینه دتل لپاره له تاسوسره مرسته وکړي نوضروري ده چې د راتلونکي په فکرکې هم وئ ،ځینې کسان نه غواړي چې په خبرکې یې نوم ذکرشي نوتاسوهم دهغه دنوم له اخیستلوډه ډه وکړئ . خوداهم په یادولرئ چې په خبرکې داجمله لیکل (یوکس چې نه یې غوښتل نوم یې ایشواشي )دخبراهمیت کموي ،همدارنګه ډیر

کسان یوه خبریال ته مالومات ورکوي خونه غواړي چې یوه کلمه یې هم خپره شي چې دغه ډول مالوماتوته په انګیسي ژبه off the recordخبرې وایي .

په خبرونوکې( راپورونه وايي) (نه تاییدشوي راپورونه  ددې ښودنه کوي )(ویل کیږي )په شان جملوله لیکلوترډیره حده ډه ډه وکړئ په دغه رازحالاتوکې یوه کره سرچینه پیداکړئ که هغه نوموړي مالومات تاییدهم نه کړي دخبراهمیت زیاتوي .

دیوې مسلې په اړه دمالوماتوپه ترلاسه کولوکې هڅه وکړئ چې کم ترکمه دوې سرچینې پکې ذکرکړئ اومالومات چې ترلاسه کوئ هغه ولیکئ اویایې دمنبع په اجازه ثبت کړئ .

کله خودیوچاغږثبتول هغه تراغیزلاندې راولي اوهغه څه چې تاسویې غواړئ هسې خبرې نشي کولاي ددې کارلپاره ترهرڅه مخکې مقابل لوری دې ته وهڅوئ چې په ډاډه زړه مالومات درکړي اوداهم ورته ووایئ که یې کوم څه بیانه غوښتل چې خپاره شي وروسته له خبرویې هم ترې وباسئ .

کله چې دیوچاخبرې ثبتوئ له هغې سره په یووخت دهغې مهم ټکي وهم لیکئ ځکه په تخنیکي شیانوډیرباورنه دی پکارکه موټیپ کوم مشکل پیداکړي ټول مالومات به موله لاسه ورکړي وي  .

یوخبریال بایدهیڅکله ځان رخصت ونه بولي یعنې که له رسمي وخته وروسته له کومې پیښې سره مخامخ کیږي سمدستي بایددهغه په اړه دمالوماتودراغونډولوپه لټه کې شي ،له سرچینې سره دخبریال اړیکي بایدددواړولوریودګټوپراساس وي اوهغه اوږدمهاله رابطه وي .

په خبرکې بایدهرڅه په ډاګه کړئ اوسپینه خبره وکړئ یعنې که مالومات کره اودقیق نه وي په خبرکې موهرومرودهغې یادونه وکړئ ځکه په دې کارسره که خبرسم نه وتاسوخوبه خپله غاړه خلاصه کړې وي همدارازکه دیوې پیښې په اړه دوه لوري بیلابیل مالومات درکړي تاسودواړه په خبرکې راولئ اوقضاوت خلکوته پریږدئ اوهیڅکله په خپله قضاوت مه کوئ ،تل په سرچینې لیکلوسره لوستونکواو اوریدونکوته داپیغام ورسوئ چې ستاسومالومات دباوروړدي .

ډیرځله داسې هم وي چې دیوې پیښې په اړه له ډیروهڅووروسته هم ښه باوري مالومات نشئ ترلاسه کولاي په دې صورت کې داهرومروجوته کړئ چې په مالوماتوموډاډه نه یاست .

په خبرلیکلوکې دګونګواوعمومي سرچینوله یادولوډه ډه وکړئ د بیلګې په توګه (حکومتي سرچیني وايي )ددې پرځاي ووایئ (یوه حکومتي مقام وویل)،یعنې ترممکنه حده هڅه وکړئ داسې سرچینه ذکرکړئ چې واقعیت ته نږدې وي .

لنډه داچې یوخبر هغه وخت ښه اودخلکودمنلووړوي چې معتبرې او کره سرچینې ،اویاپه خپله دخبریال دسترګولیدلی حال پکې ذکرشوی وي  .

+ نوشته شده در  پنجشنبه 1386/07/19ساعت 4:51 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

نیکتایي = ډیموکراسي !!!

طنز: م .ظ.عنایت زی

هراولس  دهغه په کلتوراودودونوژوندی وی .زموږګران هیواد افغانستان لرغونی تاریخ ،بډایه کلتوراوځانګړی هویت لري چې تل په نړۍکې دافغانانودبرم اوعزمت بیلګه و ،خوله بده مرغه دتاریخ په اوږدوکې پردیوزموږپرګران هیواددپوځي يرغل ترڅنګ کلتوري یرغل هم کړی چې د داډول یرغل پایلو بیاترلس ګونو کلونودوام کړی دی، اوپه خواشینۍسره بایدووایوله دې امله چې په افغانستان کې دپوهې اوزده کړې کچه ډیره ټیټه ده نودپردیو دغو کلتوري یرغلونود هغوي په خوښه پایلې لرلې دي .

په څوتیروکلونوکې  په افغانستان کې دطالبانودحکومت له ړنګیدو اودبهرنیوځواکونوپه ملګرتیادنوي نظام درامنځته کیدوله هماغه لومړۍورځې څخه کلتوري یرغل هم په پراخه توګه پیل اودهیواد ترګوټ ګوټ یې په چټکۍسره جرړې وغځولې   اکثرو خلکوپه تیربیا دکابل اونورولویو ښارونواوسیدونکوځوانانوحتی سپین ږیرود دیموکراسۍدنغارې په اوریدوسره په یوهیړګیرې وخیریلې چابه چې په په ټول ژوندکې سرنه وسرتورکړی لونګۍاو خولې یې ایسته وغورځولې دریشۍیې وکړې اوترټولومهمه داچې نکتایي ګانې یې هم ترستوني تاوکړې چابه چې دیوه وخت ډوډۍهم په سختۍپیداکوله خوټلویزیون ،ویدیواوحتی سپوږمکۍ(دیش آنتن )یې واخیستل اوپه دې لاره کې اوس هم په خورادرزسره سیالۍ روانې دي اوپه اصطلاح ډیموکراسي امتحانوي اوهغه څوک چې دډیموکراسۍله دې کاروانه شاته پاتې وي هغه نوبیاوروسته پاتې اوځانونه روڼ اندي بولي  .دې همدې څومخکې ورځوخبره ده زه چې له نږدې یونیم کال وروسته له بهره دخپلو خپلوانو لیدوته افغانستان ته تللی وم اوهلته مې دپاتې کیدوپه موده کې خپلې ملي جامې اغوستې څوځله به چې کوم حکومتي دفترته ولاړم کله به چې په دروازه ورننوتم چابه چې دریشۍ اونکتایئ تړلې وې هیچابه ترې پوښتنه هم نه کوله اونیغ به روان وخو زه به ددروازې ساتونکي  لومړی ودرولم اوله ډیروپوښتنوګرویږنو وروسته به یې زمانوم دپلار نوم اولنډه داچې نوراړوندمالومات چې زړه به یې غوښتل په یوه کتاب کې ولیکل اووروسته به چې ودانۍته ننوتم هرچابه راته برګ برګ کتل زه به په ځان کې ولګیدم چې ولې ټولوپه ماکې سترګې ښخې کړې خو په لومړي سرکې به زما ډیردې ټکي ته پام نه و،خووروسته بیاپوه شوم چې ماته دهرچادپه ځیره کتوعلت زماملي جامې دي .حتی په یوه دفتر کې دهغه کارکوونکو زمادقانوني کارله عملي کولوډه ډه وکړه ،سبامې چې یوبل ملګری چې دریشي یې اغوستې او ښه کش نیکتايي یې تړلې وه هلته راسره بوته سمدستي هماغه پروني مامورپه پاړسي ورته وویل (امرکنیدبیادر) ،زماملګري  زماپاڼه ورکړه بې له دې چې کومه خبره پکې  وکړي لاسلیک یې کړه اوپه دېردرناوي یې بیرته زماملګري ته  ورکړه له نوموړي دفتره په راوتوسره زماملګري مخ راواړاوه اوویې ویل :زوروه ډیموکراسي ده  نن سبادریشي اونکټایي هرکارکوي .

+ نوشته شده در  پنجشنبه 1386/07/19ساعت 4:45 PM  توسط محمدظریف عنایت زی | 

دترانسپورت اوهوانوردۍوزارت دپام وړ

 

لیکنه : م . ظ .عنایت زی

څه موده وړاندې افغانستان ته دیوې میاشتې لپاره سره له خپلوماشومانو تللی وم هلته  درخصتۍدمودې له پوره کیدولس ورځې وړاندې دآریاناهوایي شرکت دټکټونوپلورنځي ته دټکټونو دتاییدولولپاره ورغلم دیواوږده میز ترشاڅوتنه ځوانان چې دریشۍیې اغوستې اونکټایئ یې ترغاړه کړې وې ناست وله هغوي څخه یوه ته مې خپل ټکټونه مخې ته کیښودل هغه ټکټونه واخیستل اوپوښتنه یې رانه وکړه څه وخت غواړئ چې ولاړشئ .ماپه ځواب کې ورته وویل لس ورځې وروسته، هغه په کمپوټربوخت شواوله لږځنده وروسته ترخپل څنګ پورې هغه بل ملګري ته ورپه غوږشواوسره وپسیدل اوبیایې راته په پاړسي ژبه وویل (بیادربرې جمعه بعدي یعنې ده روز بعدجاي نداریم )ماورته وویل زه بایدولاړشم ځکه رخصت مې پاي ته رسیږي هیله کوم داهمکاري راسره وکړئ خوهغه داځل په لږتونده لهجه راته وویل وروره درته ومې ویل چې بلې جمعې ته ځاي نشته الوتکه ډکه ده هیڅ چاره نشته ټینګارمه کوه که دریمې جمعې ته غواړې چې ولاړشې درته هوکې به یې کړم .

ماله ځان سره فکروکړیوه اوبل لوري ته مې وکتل دکوټې بل اړخ ته دبل میزترشا مې په دوومیرمنوسترګې ولګیدې له ځان سره مې وویل راځه ښځې لږزړه سواندې وې اوبله داچې کیداي شي زماداستونزه درک کړي بیامې له ځان سره وویل نه نوپه الوتکه کې چې ځاي نه وي هغوي به هم همداراته ووايي ،خوبیاهم زړه نازړه ورغلم اوټکټونه مې د یوې مخې ته کیښوده اوورته ومې ویل خورې زه بایدبلې جمعې ته ولاړشم ځکه هلته رسمي دنده لرم هیله ده زماټکټونه تاییدکړئ هغې هم چې له وړاندې له ماسره دهغه مخکیني کس چلندلیدلی وبې له ځنډه یې ځواب راکړدیوه نفرځاي هم نشته له تاسره خوبیاڅوتنه هم دي هیڅ امکان نلري ،له لږځنده وروسته یې بیامخ راواړاوه .

ــــ ګوره داهم بایددرته ووایم که ترسباپورې دې ددریمې جمعې دورځې لپاره خپل ټکټونه تاییدولوته رانه وړل د دریمې جمعې ورځې لپاره هم بیا امکان نلري اوبیرته په خپلوکې سره په خبرولګیاشوې .

زه نهیلی له دفتره راووتم اوپه داسې حال کې چې ډیرمې فکرخراب ویودم مې یوپخوانی ملګری راپه یادشوچې دآریاناشرکت په کومه برخه کې یې کارکاوه سمدستي په ټکسي کې سپوراودآریاناهوایي شرکت عمومي دفترته ورغلم ،لنډه داچې په پوښتنوپوښتنومې هغه پیداکړ،خداي شته چې هغه مې په لیدوډیرخوښ شوسره کښیناستودیوبل دکاروزګاراودندوپه باب موښه بنډاروکړاوپه پاي کې مې خپله دټکټونو ستونزه ورسره شریکه کړه هغه راته په ځواب کې وویل داخودومره سخته خبره نه ده زه سبادرسره ځم اوټکټونه به درته تاییدکړم سباټکټ پلورنځي ته راشه چورت مه وهه داکارآسانه دی .

زه دهغه په دې ډاډګیرنې لږڅه هیله من شوم خوپه زړه کې مې وویل په الوتکه کې چې ځاي نه وي نودی به څه مرسته وکړاي شي له هغه سره مې خداي پاماني وکړه اوله دفتره راووتم .

سباسهاروختي مې دآریانادټکټونودپلورنځي مخې ته ځان ورساوه اودهغه په تمه وم چې له څه کم یوساعت وروسته مې ملګری راورسیده کله چې دفترته  ورغلو ټولوکارکوونکوله هغه سره ټینګ روغبړوکړ،له روغبړه وروسته یې یوه تن ته زماټکټونه ونیول اوورته وې ویل :دازمانژدې دوست دی بلې جمعې ورځې ته دسفرنیت لري هیله لرم چې ټکټونه یې ورته تاییدکړې .

هغه په ځواب کې ورته وویل :په دواړو سترګو که موټلیفون هم کړئ واي ماداکارورته کاوه .

هماغه وچې زمااوزما د ماشومانوټکټونه یې راته تاییدکړل اوله دفتره راووتو دخداي پامانۍ په وخت کې مې ملګري راته وویل دافغانستان دفترونه نن سبا داسې دي    چې یابه پيسې ورکوې اویابه واسطه لرې که نه نوکاردې نه کیږي .

+ نوشته شده در  جمعه 1386/06/30ساعت 11:11 PM  توسط محمدظریف عنایت زی |